ژباړه: محمود سعيد
د نړۍ له پای نه يوازې دوې ورځې مخکې هغه وپوهېد چې هېڅ ژوند يې نه دی کړی. مهالوېش يې ډک شوی و؛ يوازې دوې ورځې پاته وې. اندېښمن او خپل ځان ته غوسه شو؛ خدای ته يې مخ کړ او د ډېرو ورځو غوښتنه يې وکړه. چيغې يې وکړې؛ زارۍ يې وکړې؛ په سر يې خاورې باد کړې؛ شور يې وکړ؛ جنجال يې وکړ خو ځواب يې وانه ورېد.
د پرښتو او انسانانو لمن يې ونيوه؛ کفر يې ووې او ښکنځلې يې وکړې خو بيا يې هم ځواب وانه ورېد. زړه يې ډک شو؛ په چيغو يې وژړل او په سجده پرېووت. خدای ورته الهام وکړ: يوه ورځ نوره هم ولاړه؛ ټوله ورځ دې په ژړا، جنجال او چيغو تېره کړه. يوه بله ورځ پاته ده؛ لږ تر لږه دا يوه ورځ ژوند وکړه.
د سلګيو په منځ کې يې وویل: مګر له دې يوې ورځې سره څه کولی شم؟
ځواب راغی: هغه څوک چې د يوې ورځې له ژونده خوند واخلي؛ لکه زر کاله چې ژوندی وي او هغه کسان چې د يوې ورځې د ژوند په ارزښت نه پوهيږي؛ په زرو کلونو کې هم څه نه شي کولی. ورسته يې د هغه د يوې ورځې ژوند د هغه په لاسونو کې کېښود…
هغه په خپلو لاسونو کې ژوند ته په حیرانۍ کتل خو له حرکته ډارېده. هغه وېرېده چې په خوځېدلو به يې ژوند له ګوتو توی شي. لږ ودرېد او بيا يې له ځان سره وویل: کله چې سبا نه لرم؛ د دې ژوند ساتل څه ګټه؟ پرېږده چې دا يوه لپه ژوند ولګوم.
وروسته يې په منډو پیل وکړ. ژوند يې په سر او مخ وپاشه. ژوند يې وڅښه او بوی يې کړ. هومره نشه شو چې ويې ليدل کولی شي؛ د نړۍ تر پايه منډه وکړي؛ کولی شي؛ وزرې وکړي؛ کولی شي د لمر په وړانګو پښې کېږدي او کولی شي…
هغه په دې يوه ورځ آسمانڅکې ودانۍ جوړه نه کړه؛ د ځمکې خاوند نه شو؛ مقام يې تر لاسه نه کړ؛ خو…
په هماغه يوه ورځ يې د ونې په پوستکي لاس کش کړ؛ په چمن پرېووت؛ لوڅې پښې يې منډې وکړې؛ وريځو ته يې وکتل؛ ناپېژانده کسانو ته يې سلام وکړ؛ دښمنانو ته يې د زړه له تله دعا وکړه؛ په هماغه يوه ورځ له ټولو سره پخولا شو؛ بښنه يې وکړه؛ خوند يې واخيست؛ سرکښ شو؛ مين شو؛ تېر شو؛ ويې خندل؛ زړه يې سپک شو او پای ته ورسېد…
هغه هماغه يوه ورځ ژوند وکړ. سبا پرښتو وليکل: هغه نن له نړۍ ولاړ؛ کوم چا چې زر کاله ژوند وکړ!
ــــــ
د انسان ژوند د اوږدوالي، پلنوالي او لوړوالي لرونکی دی. موږ يې ډېر مهال په اوږدو فکر کوو خو هغه څه چې ډېر ارزښت لري؛ د هغه پلنوالی يا څرنګوالی دی.