د اسلام ويب (Islamweb.net) په نوم وتلی علمي وب سايټ همېشه تعقيبوم او په مختلفو مجالونو کې ترې زده کړه کوم. د مشورې ورکولو يوه ځانګړې برخه لري، ما چې کله هم دې برخې ته سر ورښکاره کړی، اکثرا په کې د هغو پېغلو او ځوانانو پوښتنو او تشويشونو ته ځوابونه ويل شوي وي چې په خپل لاس سره د شهوت پوره کولو (استمناء باليد) په اړه مشورې غواړي. همدې پرېمانه پوښتنو او تشويشونو او د هغو ځوابونو ته په کتو له کافي مودې متوجې شوی يم چې دا ستونزه د عربو هېوادونو د ځوانانو او پېغلو ترمنځ بيخي ډېره خپره ده. له شک پرته چې زموږ پېغلې او ځوانان هم ورته ستونزه لري، خو دلته بيا دا خبرې د شرم او ټولنيزو محدوديتونو له امله نه مطرح کېږي او بله ستونزه دا ده چې دوی ته د مشورې ورکولو او د دې ستونزې د منطقې حل له پاره داسې کومه مرجع هم نه شته چې پېغلو او ځوانانو ته سالمې مشورې ورکړي، ځکه نو دوی په ناسالمه توګه دا کار ترسره کوي او خپلې روغتيا او راتلونکي ګډ ژوند ته لوی زيان اړوي.
که څه هم له شرعي آنده په خپل لاس سره شهوت پوره کول له اړتيا پرته حرام بلل شوي او نويو څېړنو هم ښودلې چې دا کار ډېرې روغتيايي ستونزې له ځانه سره لري، خو نن سبا پېغلو او ځوانانو ته يوازې په دې خبرو له دې کاره د لاس اخيستو قناعت ورکول چې له اړتيا پرته يې ترسره کول حرام دي او دا چې روغتيايي ستونزې زېږوي، معقوله خبره نه ده. اړتيا دا ده چې دې ستونزې ته معقوله او سالمه لاره وسنجول شي. دلته د دې موضوع د حل د لارو چارو په اړه خپل نظر نه وايم، بلکې ښه بولم چې دا موضوع د يوه نوموتي ارواپوه له ليدلوري مطرح کړم.
څه موده وړاندې يوه وتلي عرب ارواپوه، طارق الحبيب ټينګار کړی و چې له اړتيا پرته په خپل لاس سره د شهوت پوره کولو د حرام بللو په اړه مبالغه شوې. ده ويلي وو چې علماء له اړتيا پرته په خپل لاس سره شهوت پوره کول حرام بولي، خو دی په اوسمهال کې له دې نظر سره چندانې موافق نه دی، ځکه د ده په نظر په اوسمهال کې د دې کار اړتيا ډېره او نه اړتيا يې نادره او د نشت برابر ده. د ده په نظر، له اړتيا پرته په خپل لاس سره شهوت پوره کول حرام دي، خو دا چې اوسمهال يې اړتيا بيخي ډېره ده، نو بايد دا درې شرطونه پکې په پام کې ونيول شي:
1. د دې کار موخه باید د لا نور شهوت راجلبول نه وي، بلکې ترې د ځان خلاصولو په موخه بايد ترسره شي، لکه قضاء حاجت
2. په پُرسکونه ځای لکه بستره کې بايد ترسره نه شي، بلکې په تشناب کې دې ترسره شي او په دې توګه له انزال کولو سره دې ترې ځان خلاص کړي
3. له ځانګړي خيال سره یې بايد ونه تړي، ځکه که داسې وکړي، بيا نو د کورواله پر مهال له خپلې ښځې غواړي چې هغه دې هم د فلانکۍ سندرغاړې يا اداکارې په څېر شي
نوموړی د خپل دې نظر د توجيه او د ښځې او مېړه ترمنځ د ګډ جنسي ژوند په اړه وايي:
1. د واده اړيکه يوه دوه اړخيزه جنسي او عاطفي اړيکه ده، که د دواړو یا یوه لوري جنسي غوښتنې او عاطفه پکې اشباع نه شي، ښځه او مېړه يو هم ذهني سکون نه شي ترلاسه کولای.
2. دا شرايط له دې امله وضعه شوي چې د ښځې او مېړه ترمنځ د راتلونکي ګډ ژوند له پاره د جنسي اړيکو عاقلانه او ګټوره نقشه رسم شي.
3. ځینو علمي څېړنو ښودلې چې د طلاق د نوي سلنې پېښو لامل جنسي مسايل دي، يعنې د ښځې او مېړه ترمنځ د جنسي اړيکو پر مهال ناکامي د طلاق د لوی شمېر پېښو سبب دی.
4. دې ډول جنسي امورو ته پاملرنه ګواکې جنسي اوضاع څېړل او د شهوتونو را پارول نه دي، بلکې اساسي هدف دا دی چې د ژوند د ځوانۍ په پړاو کې د فرد سالمه جنسي روزنه وشي.