• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ٌښځې ولې له خپل خاوند سره خیانت کوي؟

Home ژباړهٌښځې ولې له خپل خاوند سره خیانت کوي؟

ٌښځې ولې له خپل خاوند سره خیانت کوي؟

ژباړه: نعیم پرهیز

خیانت معمولا هغه وخت واقع کېږي چې کله ښځې په دې فکر کې شي چې خاوند یې د هغې په قدر نه پوهېږي .
په نړۍ کې، معمولاً د نارینه وو شمیر چې له خپلې میرمنې سره خیانت کوي نسبت ښځینه وو ته زیات دی، اما څېړنو دا ښودلې ده په دې ورستیو کلونو کې د خیانت کوونکو ښځو شمیر نبست پخوا ته زیات شوی، ولې؟
د ېوې څېړنې په اساس چې په هر 3000 ګډون کونکو څخه %20 سلنه ښځو د خپل خاوند سره په خیانت کولو اعتراف کړی، نو ولې ښځې له خپل خاوند سره خیانت کوي؟

①- انتقام اخیستنه: کله ، کله یوه ښځه د انتقام اخیستولو په خاطر له خاوند سره بې وفایي کوي .
ځینې ښځې د خپل خاوند د طمعې خلاف له هغه سره خیانت کوي تر څو هغه وپوهېږي او دا حس کړي چې د یو چا سره خیانت کول څومره درد لري، او جالبه خو داده چې اکثره وخت دا وسله جواب ورکوي.څېړونکي په دې اړه وایي ((نارینه د ښځینه وو په شان احساساتي نه دي، سربېره پر دې په زیاتره مواردو کې دخپل خاوند بې تجربې دردونه نشي درک کولای، تر څو هغوی هم د دې څکه نوي کړې .
ښځې غواړي په دغو کارونو کې له خپل خاوند سره برابر شرایط ولري ځکه هغه دا احساسوي چې هغه څه چې دا ورته پابنده وه نور ارزښت نلري!))

②- دښځې او خاوند ترمنځ اختلاف: کله کله د ښځو بې وفایي د یو نادېده احساس پواسطه کيږي، دښځې او خاوند اختلاف په ځینو مسایلو او بې تجربه توب کېږي.
کارپوهان په دې اړه داسې وایي: (( اکثره ښځې په لومړیو کې دا کوشش کوي چې چې څه مشکل لري او څه دوی نارآرمه کړي دي، اما که خاوند دغو اشارو ته متوجه نشي، او د هغې خبرې جدي ونه ګڼي، ښځه په خیانت لاس پورې کوي ځکه چې هغه نور دا فکر کوي چې نور کومه بله لار نشته.))

③- د دوی ترمنځ دعاطفې کمېدل: ښځې دېته ضرورت لري چې له هغو سره مینه وشي او هغوی وستایل شي. کارپوهان په دې اړه وایي: (( خیانت معمولاً هغه وخت منځته راځي چې ښځه دا فکر وکړي چې خاوند یې د هغې په قدر نه پوهېږي؛ معمولاً ښځې بیا په نورو خلکو پسې ګرځي ځکه چې هغوی د دوی ستاینه کوي . ښځې دا غواړي چې دوی د خپل خاوند سترګو کې خاصې وي؛او دا یو جدي خبره ده!))

④- دوامداره رابطه: کله چې خاوند او میرمن په دوامداره توګه یو بل سره یو ځای ژوند وکړي هغه پخوانۍ مینه یې ورځ تر بلې کمېږي.

⑤- له خاوند نه د خیانت وېره : ښځې نه غواړي له خپل خاوند سره جدایي اختیار کړي. ښځې معمولاً له خپل خاوند څخه د خیانت وېره لري اګر که هغه ورسره هېڅ خیانت هم نه وي کړی.

⑥- دجنسي اړیکو خرابېدل :
دمیرمنې او خاوند په دوامدار ډول د یو بل څنګ کې اوسېدل د هغوی د جنسي اړیکو د بې خونده کېدو لامل کیږي. په یوه څېړنه کې چې په ۲۰۱۰م کال کې په اروپا کې ترسره شوې %۸۱ سلنه ښځې د خپلو جنسي اړیکو له بې خونده کېدو شکایت کوي وایي “د دوی جنسي اړیکې بې خونده دي او نور هېڅ خوند پکې نه دی پاتې ”

⑦- د ځینو مهمو او مشترکو نقطو نه درلودل :که یوه ښځه په دې فکر کې شي چې خاوند یې له نوموړې سره علاقه او مینه نلري ، ممکن بل طرف ته جلب شي.
ځینې میرمنې په لومړیو کې داسې فکر کوي چې خپل همفکره او همنظره خاوند یې موندلی ،خو د وخت په تېرېدو سره دا احساس له منځه ځي.

⑧- ناروغي : کله چې ښځې په ځینو خطرناکو ناروغیو لکه : سرطان او ځینې نورو ناروغیو اخته شي، نا اومیده کیږي او داسې فکر کوي چې خاوند یې نور نوموړې ته هېڅ فکر نه کوي . نو دا غواړي چې دا جبران کړي او وایي چې نور دومره وخت یې په لاس کې نشته باید ترې استفاده وکړي.
ٌ

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د پښتو یاګانو د استعمال ګټې

د پښتو یاګانو د استعمال ګټې

Jan 22, 2018

لیکنه : نعیــم پرهیــز په پښتو لیک لوست کې د[...]

نارینه د ښځینه وو لاندې ځانګړنې ډېرې خوښوي!

Jan 8, 2018

ژباړه: محمد نعیــم پـرهیــــز خندا، خوش بویي، ځیرکتیا او یا هم[...]

ناخوښ واده د میرمنو لپاره ګواښونکی دی

Jan 18, 2018

ژباړه: محمدنعیــم پرهیـز څېړونکې په دې نظر دي چې ناخوښه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022