لیکنه: رحمت الله پښتون
حضرت مجاهد رض فرمايي چي، موږ يوه ورځ د ابن عباس رض په کور کي ناست ؤ او د حضرت صديق رض او حضرت فاروق رض د فضايلو ذکر مو کاوه. د حضرت فاروق رض د فضيلت اورېدلو څخه وروسته د ابن عباس رض سترګي د ژړا څخه ډکي سولې. ده مبارک رض وفرمايل، «ما په خپلو سترګو وليدل چي حضرت عمر رض پر خپل زوی ابُو شحمه باندي حد قايم کړ او هغه یې تاب نه درلودی.» د هغې کيسې بيان يې په داسي انداز وکړ.
«زه په مسجد نبوي کي د حضرت عمر رض په مجلس کي د نورو اصحاب رسول ص سره ناست وم چي په دې حال کي يوه ښځه د خپل کوچني زوی سره راغله او په ژړا يې شروع وکړله. حضرت عمر رض د ژړا کولو سبب وپوښتی، نو یې دا عرض وړاندي کړ چي، يوه ورځ زه د بني التجار د باغ څخه تېريدلمه – ستا زوی د نشې په حالت کي د باغ پر لوری راغلی او زه يې د باغ په لور په زوره بوتلمه او زما سره يې بد عمل وکړ. ما د شرم او ندامت څخه دا واقعه د خپلي کورنۍ څخه پټه وساتله – مګر کله چي زما حمل وه سو ما اراده وکړله چي د دا کوچني غاړه خفه کړم او مړ یې کړمه، مګر پر ما د مور احساس غالب سو او زه ناکامه سولمه – اوس ستا څخه غوښتونکی يم چي په حکم الهي سره زموږ په منځ کي فيصله وکړئ.
حضرت فاروق اعظم رض موږ ته مخاطب سو او وه يې وفرمايل، «تاسي منتشر نه سئ زه يو وار کور ته ځم او بيرته ژر راځمه» کور ته چي کله راغلی ګوري ابُو شحمه په غذا خوړلو بوخت دی – په دې ليدلو عمر رض پر ږغ کړ، « دا به ستا آخري رزق وي- ژر ځان فارغه کړه!» هغه چي دا واورېدل وارخطا سو او ژر يې لاسونه پرېمنځل. حضرت عمر فاروق رض قسم ورته ورکړ او ځيني وه يې پوښتل، «آیا تا يو وخت شراب څښلي؟» زوی يې ځواب ورکړ، «هو، زما څخه يو وار دا ګناه سوې، مګر د هغه څخه وروسته مي پرېښودل» بيا حضرت عمر رض قسم ورکړ او ځيني وه يې پوښتل، «آیا د نشې په حالت کي دي د کومي ښځي سره ناوړه چلند کړی؟» پر دې پوښتني باندي ابُو شحمه خپل سر لاندي وځړوی. عمر رض د بيا پوښتلو سره یې اقرار وکړ او د توبې اعتراف يې وکړ. ده مبارک رض سمدستي د هغه ګرېبان ونيوی او په کشولو کشولو يې تر مسجد نبوي پوري بوتلی. په مسجد کي د اصحاب رسول مجمع له اوله څخه را غونډه وه. حضرت عمر رض وه ټولو ته مخاطب سو او وه فرمايل، «ښځه رښتيا وايي او ابُو شحمه مجرم دی» ده مبارک رض خپل غلام افلخ ته حکم وکړ چي کميس ځيني ليري کړي او حد پر جاري کړي. ابُو شحمه د رحم درخواست وکړ چي عمر رض رد کړ او ورته یې وفرمايل، الله ج دي پر تا رحم وکړي – ما پر تا حد له دې وجهي جاري کړ چي الله تعالی پر تا رحم وکړي.
کله چي ابُو شحمه د دُرو د مسلسل ضربو څخه نا توانه پاته سو، نو اصحاب رسول ص پېشنهاد وړاندي کړ چي، بله ورځ دي باقي حد پر جاري سي. عمر رض وفرمايل، « په معصيت کي يې ځنډ وه نه کړ په حد کي بيا ولي ځنډ وه سي؟» په دې وخت کي د ابُو شحمه مور په واقعه خبره سوله او ژر راغله د عمر رض څخه يې د بخښلو خواست وکړ. کله چي د دُرو حد په خلاصېدو ؤ ابُو شحمه په نحيفه آواز کي خپل پلار ته ږغ کړ، «يا اَبَتِ اَلسَّلامُ عَليْکُمٌ» حضرت عمر رض د سلام د ځواب ورکول وروسته وفرمايل، « چي ته هر کله د محمد ص سره ووينې نو زما سلام ورته ورساوه او ورته عرض وکړه چي ما عمر رض د قرآن ويلو په حالت کي او د حدود قايم کولو په حال کي پرېښود.» پر آخري دُره باندي ابُو شحمه چيغه کړل او ساه يې د ابد لپاره له لاسه ورکړله. حضرت عمر رض په منډه ور وځغاستل او پخپل غیږ کي یې ونيوی – سترګي یې د اوښکو سېلاب سولې – زړه یې له غمه په وینو کي مات مات سو. ده مبارک رض خپل زوی پر تندي مچ کړ او په مړغوني آواز يې ورته وويل، « ستا پلار دي تر تا قربان سي، ته د حق په لاره کي قتل سولې.»
You also might be interested in
لیکنه: محب الرحمن کاموي پوره کال که د انسان له ژوند[...]
د (رَیان دروازه) د هغو رمضاني لیکنو یوه سلسله ده[...]
ليکنه: ګل آغا احمدي وردګ ښوونکی په انساني ټولنه کې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی