ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
٢. د حقارت لاملونه – په تېر پسې
هر ماشوم دغه احساس لري. دا يوه طبيعي چاره ده. دغه احساس په خپل ذات او تر دې حده هېڅ تاوان نه لري او سره له دې چې په وار وار د ماشوم سترگې له اوښکو ډکېږي خو بيا هم دغه حالت ورته گټور دى. دغه احساس په ماشوم کې د لویېدنې لېوالتيا پيدا كوي. دى غواړي د پلار په شان شي او د لويانو پېښې وكړي.
دا احساس داسې ځواک دى چې ماشوم په خوځښت راولي او هغه اړ باسي چې بېلابېلې لوبې وکړي او په دغو لوبو کې د لويانو پېښې وکړي. په دې توگه د حقارت احساس تر ټولو ارزښتناکه انگېزه ده چې ماشوم د ځان روزنې ته اړ باسي. کله چې د انسان شخصيت ورو ورو او په تدريج سره وده کوي او ثبات مومي، دغه احساس هم مړاوى کېږي.
خو درېغه چې وضع تل دا شان نه وي. غالباً د تحول دغه څېره چې وړاندې شوه، بې له ټيټې جگې نه وي؛ ځکه چې بيلابېل لاملونه د عادي تحول پر لاره خنډ جوړوي او په سړي کې حقارت پياوړی کوي. دغه احساس د ماشوم پر نازک بدن لکه اغزى لگېږي او د ژڼيتوب او لویېنې پر مهال يې لا ډېر ځوروي. دغه احساس په اسانۍ سره له منځه نه ځي؛ بلكې لکه ناسور زخم ټول عمر د سړي پر بدن پاتې کېږي. له دې احساس څخه بېلابېل دفاعي غبرگونونه زېږي.
د حقارت لاملونه درې دي.
١. د چاپېريال اغېز
٢. واقعي حقارت
٣. غير عادي صفات يا ځانگړنې
الف : د چاپېريال اغېز
اکثره وخت په اول سر کې کورنۍ تېروتنه کوي او د حقارت احساس چې په لومړي سر کې عادى او نورمال دى، په لوی لاس زیاتوي.
د بېلگې په توگه اکثره وخت مغروره او ځانغواړي ميندې او پلرونه چې غواړي بچي يې بايد حتماً نابغه اوسي، په دوامداره توگه خپل اولاد د کورنۍ له نورو ماشومانو سره او يا د خپلو خپلوانو او يا د گاونډيو له هغو ماشومانو سره پرتله کوي چې تر دوى تکړه دي. په دې توگه خپل بچي له دې عذاب سره مخ کوي چې «ولې زه د نورو په شان نه يم؟»
کله کله مشرې خويندې او مشر وروڼه تر ځان کشر ورور يا خور ماشوم گڼي او په هېڅ کې يې شماري، په تېره بيا که دغه مشران يو څه ښه استعداد هم ولري نو په دې وخت کې به د يوه لاشعوري حسادت په وجه كشران تحقيروي.
په ښوونځيو کې هم ځينې ښوونکي، هغه زده کوونکي چې درس يې سم نه وي زده، د ټولو شاگردانو په وړاندې رټي؛ حال دا چې ماشوم پوهېږي چې تر خپله وسه يې کوښښ کړى دى. مثلاً د ارزونې په پايله کې زده کوونکي د لياقت د درجې پر اساس پر چوکيو کېنول کېږي يا په حاضرۍ کې يې نومونه په همدې حساب ليکل کېږي. که موږ وغواړو يا ونه غواړو، هغه شاگردان چې نومونه يې په اخر کې ليکل شوي دي او پر اخرو چوکيو کېنول شوي دي، په درسونو کې لا پسې سستېږي او پر ځان باندې باور له لاسه ورکوي.∗
∗ په ځينو ملكونو كې شاګردان د لياقت په لحاظ په ګروپونو ويشل كېږي. مثلاً هغه شاګردان چې د نمرو اوسط يې ۸۰-۱۰۰ وي په A ګروپ كې، له ۶۰-۸۰ نمرې والا په B او تر هغه كښته نمرې والا په C ګروپ كې راځي. بيا د هرې ډلې د استعداد او ضرورت سره سم درسي پروګرام ورته جوړېږي. هلته هېڅوك اول نمره نه وي او هر څوك له خپلو همسويه ټولګيوالو سره په يوه ډله كې وي، په دې توګه به هېڅوك ځان حقير نه ګڼي. ژباړندغه ټکى دا راښيي چې د زده کوونکو تر منځ د سیالۍ پيدا كول، څومره ظريف او ستونزمن کار دى. دلته که د مسئلې باريكيو ته پوره پام ونه شي، خواشينوونکې پايلې به ولري.
د رقابت چاره د لويانو او د لويو ټولنيزو گروپونو تر منځ هم له ستونزو خالي نه وي. چارواکي بايد په علمي حوزو او اداري چارو کې هم د حقارت مسئلې ته ځير وي.
له لويه سره بايد له انسان څخه د هغه تر وسه پورته تمه ونه لرو، كه نه نو حقارت به ورته پيدا شي؛ ځکه چې هغه به فکر وکړي چې هېڅ کله يې له خپلو هڅو کوم حاصل نه دى اخيستى. لا مهمه دا چې هغه احساس کوي چې نه يوازې د نورو؛ بلکې د ځان قناعت يې هم نه دى حاصل کړى. په پايله کې به په ده کې دغه احساس ريښه ځغلوي چې دى تر عادي او نارملې کچې ټيټ دى.
خو دا مطلب هم په زړه پورې دى چې که يو چا ته په ماشومتوب کې دغه فرصت په لاس ورشي چې په وار وار اسانو برياوو ته ورسېږي، دغه حالت هم د تمې پر خلاف هغه د حقارت له احساس سره مخ کوي. دا ځکه چې هغه له نويو موقعيتونو (نویو ستونزو) سره له مخامخ کېدو سره، پر ځان باندې باور له لاسه وركوي. كله چې دى له نويو سختو ستونزو سره مخ كېږي نو احساس کوي چې پخوا تېروتى و، پخوانۍ برياوې واقعي برياوې نه وې. دى ګومان كوي چې اوس يې سترگې د حقايقو پر وړاندې خلاصې شوې دي. دې وخت كې ورته پته لګېږي چې دى كمزورى دى.
په همدې او دې ته ورته په نورو دليلونو هغه ماشومان چې نازولي دي او مور او پلار يې د پتنگانو په څېر ترې تاوېږي، غالباً د حقارت له احساس سره مخ کېږي. دغو ماشومانو ته د ښوونځي لومړۍ ورځ يو لوى مصيبت دى. لکه له جنت څخه چې دوزخ ته ورکوز شوي وي.
د محيط اغېز هم اهميت لري. هغه ماشومان او زلمكي چې په کارگرو کورنيو کې زېږي، يو خو د نيستۍ، د خوړو د کموالي او نورو شرايطو په وجه جسماً تر نورو ضعيف وي او بل دا چې مجبورېږي تر خپل وس زیات پر مختګ وکړي. څنګه چې دوى له خپل ظرفيته پورته كارونه نه شي كولاى نو خپله کورنۍ او ان خپل ځان نه شي راضي كولاى.
داسې کسانو ته تر معمول وخت د مخه د لويانو کارونه ورسپارل کېږي؛ پرته له دې چې په بدل کې يې په کورنۍ کې بهتره وضع پيدا کړي. په همدې وجه دوى احساس کوي چې استثمار کېږي او په تېره بيا هغه وخت چې ځان له نورو همزولو سره پرتله کوي نو د خپلو شرايطو ټيټوالى په ژوره توگه محسوسوي.
ب . واقعي حقارت:
حقارت کولاى شي چې له يوې واقعي بدني او يا اروايي نيمګړتيا څخه سرچينه واخلي.
هغه ماشوم او زلمكى چې ملا يې کړوپه وي، گوډ وي، نظر يې کمزورى وي، غوږونه يې درانه وي، عقلي وده يې لږه وي او يا يې ذهن پڅ وي، د دغو نيمگړتياو په وجه دوه واره ځورېږي. يو ځل په دې چې په خپل محيط کې واقعاً تر نورو څه کمى لري، دوهم ځل په دې ځورېږي چې همزولي او د شاوخوا کسان ورباندې ملنډې وهي. په دې عمر کې دوى کله کله ان د مور او پلار له بې حوصله گۍ سره مخ کېږي. دغه ميندې او پلرونه ځانونه د اولادونو د دې حالت مسوول ګڼي؛ ځكه خو د نفس عزت يې ژوبلېږي.
ممکن د حقارت دغه ډول تر نورو هغو ډېر ځوروونکى وي او ټول عمر له سړي سره پاتې شي.
د دې ډول حقارت بيان د پخوانو ادیبانو په اثارو کې د يوه حالت او يا د يوې مهمې پېښې د توصيف په بڼه ليدلاى شو، نه د يوې نظريې په بڼه.
په هغو کې تر ټولو ښکلې کيسه د هغه «شاهزاده» ده چې شيخ سعدي شيرازي په ځانگړي ظرافت او استادۍ لېکلې ده. هغه وايي: «دى په ونه ټيټ او وړوکى و خو نور وروڼه يې دنگ او ښايستوکي. پلار ورته د حقارت په سترگه کتل.» شاهزاده په خپل ذکاوت په خبره پوه شو، شکايت يې وکړ چې «اې پلاره! ناپوهه دنگ ښه دى که لنډى پوه؟» او «د شیانو ارزښت په غټوالي پورې نه وي.» هغه له دې ترخه احساسه ځورېده؛ تر هغې چې «پاچا له يوه غښتلي دښمن سره مخ کېږي» او «لنډى» د حقارت د جبران لپاره بې ساری زړه ورتوب ښيي او په مېړانه دښمن تار په تار کوي. تر دې بري وروسته پاچا د هغه سر او سترگې ښکلوي، خپلې خوا پورې يې نيسي، ورځ تر بلې يې لا ډېر نازوي او ان خپل ځاى ناستى (وليعهد) يې ټاکي. د ده برلاسي د وروڼو حسادت راپاروي. هغوى يو شيطاني پلان جوړوي خو «لنډى» خبرېږي، د هغوى پلان شنډوي او وايي «ناممکنه ده چې هنرمن دې ومري او بې هنر دې د هغه ځاى ونيسي» لويوالي ته د رسېدو دغه هدف ټول عمر له لنډي سره وي؛ هغه ډېر نور ملکونه نيسي خو پخپله د بل ملک (د حقارت) بندي دى.
ج : عجيبه او غير عادي ځانگړنې:
ځينې غيرعادي او عجيبه صفات، پرته له دې چې له واقعي حقارت سره رابطه ولري، سړى د نورو د ملنډو کړي. کله کله پر ځينو کسانو داسې ریشخند نومونه اېښودل کېږي چې ټول عمر ورسره پاتېږي. د «پمن»، «چينجن»، «سپږن» په څېر نومونه په ماشومتوب او يا ژڼيتوب کې پر خلکو ږدول کېږي. مثلاً كه د چا د مخ يو غړى يوه ژوي ته ورته وي، د هماغه ژوي نوم ورباندې اېښودل كېږي. لکه گيدړ (كه د چا زنه نرۍ او اوږده وي) ليوه (که د چا د اړخ داړې يو څه غټې وي).
کله کله په اندام کې لږه بې نظمي د دې ډول ملنډو لامل گرځي؛ لکه: پر مخ يا تندي باندې خال، پر پوستکي باندې تور يا سپين داغ، د سر په ويښتو کې سپين خاپ، شپږمه گوته، ډېره لوړه يا ډېره ټيټه ونه، له حده زيات مزيتوب يا ډنگروالى او بدرنگي.
◦ ◦ ◦
بايد ووايو چې ممکن پورته يادې شوې درې واړه سرچينې هره يوه په يوازې سر او يا هم له نورو سره په گډه حقارت رامنځته کړي.
په دې توگه، ماشومتوب چې په اصل کې بايد د ژوندانه تر ټولو ښكلى پړاو وي، د ځينو ماشومانو لپاره داسې پړاو دى چې د هغوى پر عواطفو وژونکي گوزارونه کېږي. دوى له هماغه وخته ځانونه خوار، نا چاره او يا سرټيټي گڼي.