ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
د حقارت درمليزه ارواپوهنه دوې خواوې لري: مخنيوى او درملنه.
الف. مخنيوى: د بل هر مورد په څېر دلته هم مخنيوى يعنې د ناروغۍ د لاملونو له منځه وړل. د مخنيوي په برخه کې دوې دندې اساسي دي: يوه منفي دنده (نه كول) يعنې د روزنې له هغو تېروتنو څخه ډډه کول چې په سړي کې حقارت رامنځته کوي او بله مثبته دنده يعنې د شخصيت د ودې او پراختيا لپاره د مناسبو شرايطو برابرول.
په دې ډول څرگندېږي چې په محيط کې د سلوک او د روزنې مسئله څومره مهمه ده.
که چېرې خلک په داسې محيط کې وروزل شي چې استادان يې له هر ډول عيبه پاک وي او اشنايانو يې په سالمه اجتماعي فضا کې وده کړې وي نو د حقارت د ودې لپاره به ځاى نه پاتېږي.
دې کې شک نشته چې د مخنيوي چارې بايد ډېر ژر يعنې د ماشومتوب په پړاو کې چې د حقارت غوټه د سړي په بدن کې ريښې ځغلوي، پيل شي. دغه چارې بايد په څو برخو کې هم مهاله پيل شي. دلته به یې يو څو برخو ته اشاره وکړو.
١. د روزونکو عيبونه:
د حقارت غوټه اکثراً د روزونکو د ناسم سلوک په وجه رامنځته کېږي. داسې روزونکي ډېر دي چې له خپلې دندې سره بلد نه دي او څنگه چې پخپله هم په ناسالمو محيطونو کې لوى شوي دي نو د حقارت غوټه پکې شته. په دې توگه روزنېزې تېروتنې له زاړه نسله نوي نسل ته لېږدي. مثلاً پلار خپل زوى ځکه ځوروي چې له ده سره هم په ماشومتوب کې خشونت شوى دى. اوس پرته له دې چې پخپله وپوهېږي، د غچ اخيستنې د جبران پر اساس له خپل زوى سره ناوړه چلند کوي. په دې توگه اوس پلار خپل تسلط او ځواک پياوړي کوي، هغه ځواك چې پخوا يې په تر لاسه كولو كې پاتې راغلى و.
د دې تفصيل په مرسته د خلکو له کړنو څخه پوهېداى شو چې دوى په څه ډول چاپېریال کې روزل شوي دي.
٢. د روزنې او پالنې لارې چارې:
که د روزونکو له تېروتنو راتېر شو نو د روزنې او پالنې لارې چارې هم د پام وړ دي. اوس مهال په پرمختللې نړۍ کې د روزنې بې شمېره لارې چارې شته خو موږ يې دوو مخالفو ډولونو ته په اشارې بسنه کوو: يو ډول يې مستبد او پر ځواک متکي انضباط دى او بل يې د هغه ضد چې مينه ناکه هڅونه يې گڼلاى شو.
۱. د لومړي ډول موخه د با انضباطه افرادو منځته راوړل دي خو دغه ميتود هله کاميابېږي چې د سړي اراده وځپي، په پايله کې به دا خطره ورسره مله وي چې د سړي شخصيت ته تاوان ورسوي او حقارت پکې پيدا کړي.
په دې کې شک نشته چې ځينې ماشومان به دې ميتود ته غاړه کيږدي او يا لږ تر لږه د دې ميتود شرايط به ورته د منلو وي خو بايد وگورو چې په گانده کې به پر هغوى څه کېږي؟ له دوى څخه به داسې کسان جوړ شي چې يوازې به د ځينو محدودو او معینو قراردادي او تکراري کارونو د ترسره کولو وړتيا ولري خو په خپل کار کې به له تخيل او تفکره استفاده نه شي کولاى. دوى يوازې هغه وخت په خپل محيط کې ځان هوسا ګڼي چې هرڅه چمتو، منظم او مقرر اوسي. دغه کسان د ادارو د پلمه ګرو کارکوونکو په توگه چې په كباب كې هډوكي لټوي، بد نه دي خو که په دې خاطر خپله اداره ځنې خوشالېږي، برعکس خلک به ځنې خپه او ناهيلي وي (لكه زموږ د ادارو ميرزاقلمان چې خلك يې پوزې ته رسولي دي. ژباړن) دلته بايد له ځانه وپوښتو، که چېرې دغه کسان له داسې نوي موقعيت سره مخ شي چې نوښت او ابتکار به غواړي نو دوى به څه وکړي؟
له نېکه مرغه، غالباً يوه حياتي او سرکښه غرېزه ماشومان او تنکي ژڼي اړ باسي چې په مختلفو لارو له دې اجباري رژيمه سر وغړوي. دا داسې غريزه ده چې په شدت کې د ښوونځيو تر مقرراتو کمه نه ده. داسې هم پېښېږي چې کله په شاگرد کې حقارت وخوټېږي، د شديد انضباط پر وړاندې بغاوت کوي او يا د پلرني ځواک پر وړاندې درېږي. داسې کس ځورېږي، مبارزه کوي، د پلار پر ضد بغاوت کوي، او په پايله کې به د هر ځواک (ښوونکى، ريس، قاضي، دولت، ټولنه… ) پر وړاندې ودرېږي؛ ځكه چې دا ټول د پلرني ځواک د پراخېدو حيثيت لري. د هغه په پام دا ټول داسې خنډونه دي چې د هغه د لارې پر سر پراته دي. د ګډوډیو او جنايت ريښه غالباً همدا ده. موږ دلته د هغو غير عادي عصبي نخښو نښانو او گڼو ټکرونو په اړه خبرې نه کوو چې د دې ځپونکي او قهرجن ميتود په وجه رامنځته کېږي.
اې انضباطه! ستا د دوه مخيز مفهوم په وجه څه نادودې او تباهۍ نه دي چې ترسره کېږي. ته يوازې يوه اخلاقي روزنه يې چې موخه يې د فرد معنوي پالنه ده؛ ځكه خو شريف گڼل کېږې. کله کله د يوه ساده دفاعي غبرگون په بڼه د پوليسي مقرراتو په توگه استعمالېږې او د ښوونکو او والدينو له هوساينې او د درسي ساعتونو له تنظيمه پرته بله موخه نه لرې. ته نه پوهېږې چې ستا دغه كرغېړن او بې دليله فشارونه به د ولس د ماشومانو لپاره څومره ناوړه پايلې ولري. داسې کسان ډېر دي چې ښوونځي چلوي او ګومان كوي چې انضباط به له تحميل او فشار پرته بله مانا نه لري.(دا چې زموږ ملایان او طالبان ولې دومره خشن او بې رحمه دي، دلیل یې دا دی چې دوی ته هر ټکی د وهلو ټکلو او سپکولو په وسیله ښودل شوی دی. له دې نظره زموږ دیني مدرسې اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري. ژباړن.)
۲. د روزنې هغه ميتود چې د اول ميتود سرچپه دى، بايد د خلکو د فاسدولو ميتود ونوموو؛ ځکه چې په دې ميتود کې د روزل كېدونكو کسانو غوښتنو ته افراطي توجه او هغوى ته د بې حدې مينې اظهار کېږي. بايد ووايو چې دغه ميتود هم هماغه عيبونه لري چې لومړى ميتود يې لري. دا تر هغه بهتر نه دى. څنگه چې پورته مو ورته نغوته وکړه، دغه ميتود هم په خپل وار سره په سړي کې د حقارت په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
استبدادي چلند او د زياتې مينې لورېينه سره له دې چې ظاهراً سره متضاد ښکاري خو د روزنې له نظره دواړه سره ورته پايلې لري؛ ځکه چې دواړه دغه گډ عيب لري چې په سړي کې ارتجالي (اتومات او بې له اندېښنې د يوه عمل تر سره كول) او ځانزېږيو (sui-generis) چارو ته پراختيا نه ورکوي. دا به د سړي د ارادې په پراختيا کې چې له (autonomie)[10]∙ څخه سرچينه اخلي، کوم رول نه لري.
په دې دواړو ميتودونو کې افراد د نورو تابع او پر نورو متکي روزل کېږي؛ ځکه چې په اول ميتود کې فرد له عمل څخه منع کېږي او په دويم ميتود کې د هغه پر ځاى نور عمل کوي.
که فرد اجبار ته تابع اوسي او يا بر عکس له دومره زياتې مينې برخمن وي چې ده لا شى نه وي غوښتى خو نورو ورته چمتو کړى وي يا روزونکي تل هڅه وکړي چې د ده له مخې ان ډېر واړه خنډونه هم لرې کړي نو داسې کس به هېڅ کله د دې فرصت ونه لري چې پخپله پرېکړه وکړي او ځان يو څوک وگڼي. مثلاً هم د يوې مستبدې مور او هم د هغې مور له خولې چې له خپل اولاد سره بې کچه مينه کوي، تقريباً يو شان امر او نهي اورېدل کېږي: «چې له پوړۍ ونه لوېږې! د پښو مخې ته دې وگوره! تلوار مه کوه! سر دې له کړکۍ مه وباسه…» د دغو دوو ميندو په خبرو کې اختلاف يوازې د هغوى په لحن کې دى. دغه دوې ميندې بالکل په مختلفو نيتونو خپل اولاد له کړنې منع کوي خو د اولاد له نظره د دغه دايمي نهي حاصل به يو خېل وي او سره ورته پايلې به ولري.
د دې لپاره چې د حقارت مخنيوى وشي، د يادو لارو تر منځ يوه منځنۍ لاره جوړه شوې ده. دا لاره د هغو مادي او ټولنيزو توقعاتو په چوکاټ کې جوړه شوې ده چې هر سړى د هغه تابع دى. وينې (Vinet) دغه لاره په استادانه توگه تعريف کړې ده. دى وايي: «سړى بايد داسې وروزو چې د ځان بادار اوسي چې خلكو ته بهتره او زيات خدمت وکړي.»
دا ډېره مهمه مسئله ده؛ ځکه چې د حقارت د مخنيوي په اړه د روزونکي دندې دا دي چې بايد وگړي کار کولو ته لېواله کړي، بايد ښوونځى په يوه واقعي ټولنيز محيط بدل کاندي او د هر وگړي فردي ځانگړنې په پام کې ونيسي.
کار يعنې هغه فعاليت چې پر يوې مسئلې او پر یوې ستونزې د برلاسۍ لپاره يې ترسره کوو. دغه مسئله که مادي وي، که فکري د کار موخه هماغه ده. بايد داسې لارې چارې ولټول شي چې د انسان پام خپل ځواک او خپل شخصي ارزښت ته واوړي او په پايله کې په هغه کې د برلاسۍ حس ارضا شي خو په يوه شرط او هغه دا چې کار سړي ته د هغه د ایګو (ego) د ارضا په توگه وروښودل شي. د دې لپاره چې کار دغه صفت پيدا کړي، بايد له يوه داسې ژور تمايل سره پيوند شي چې ارضا كول يې د يوې اړتيا په توگه محسوس شي. هله به کار هم په خپل وار سره د يوې اړتيا، اشتها او يا د مړولو د يوې وسيلې په توگه څرگند شي او سړى به خپل ټول وس د دې کار په کولو وکاروي.
دا په دې وجه چې په هغه صميمانه اړيکو کې چې د هر سړي د ایګو او کار تر منځ شته، کار او پوهه يوازې د عمل لوازم دي. پوهه په دې درد لگېږي چې د هغې په مرسته کار په برياليتوب سره ترسره کړو. عمل بل څه نه دى، يوازې د شخصيت او د هغه د عالې غوښتنو اثبات دى. که چېرې سړى دغه اړيکي له منځه يوسي او کار د هغه له حياتي چوکاټه بهر په پام کې ونيسي، يعنې دې ته پام ونه کړي چې کار د سړي د ایګو له غوښتنو سره تړاو لري که نه نو دغه کار به له لاندې پايلو څخه يوه پايله ولري:
يا خو ماشوم به تحميل شوى کار مطلق گڼي او دا ورته د يوه «قانون» په بڼه ښکارېږي، په پايله کې به حقارت په كې پيدا کېږي.
يا دا چې خپل مقاوم ایګو به ورښيي چې څنگه کار تحقير کړي، ځکه چې دغه کار به ځان ته بې ارزښته گڼي.
موږ بيا دغه خبره په تکرار سره وايو چې کار به هله ارزښت ولري چې موږ ته دا موقع په لاس راکړي چې خپلې موخې او خپلې غوښتنې ته ورورسيږو. ځکه چې که موږ وشو کولاى د کار په مرسته پر محيط باندې خپله برلاسي پراخه کړو نو د لویېنې تنده به مو ماته شي. نو هر وگړى بايد د ژوندانه په پيل کې پرهدې وضع خبر او پوه شي.
په پخوا وختونو کې به هر څه د زور، فشار او رټنې په وسيله پر شاگردانو تپل کېدل. پخوانو باور درلود چې ماشومان له کاره بېزاره دي، حال دا چې سړى په ماشومتوب او ژڼيتوب كې تر بل هر وخت ډېر کار کوي. ټنبلي ممکن د لويانو طبيعي حالت وي خو موږ ډاډه يو چې ماشومان او زلمکي لټان نه دي.
که چېرې هغو فعاليتونو ته پام وکړو چې انسان يې د ژوند په لومړيو کلونو کې کوي او هغو شيانو ته ځير شو چې پخپله يې زده کوي (لکه د ژبې زده کول) نو ځان ته به دا حق ورنه کړو چې ماشوم ټنبل وگڼو. هر وگړى خصوصاً د ماشومتوب او ژڼيتوب په پړاو کې يو داخلي محرک ځواک لري چې دى اړباسي هر څه په خپله ولکه کې راولي. د روزونکي (مور، پلار، ښوونکي او ټولنيز محيط) هنر بايد دا وي چې د زده كړې موضوعات له دې ځواک سره غاړه غړۍ کړي. په دې توگه به کار او تعليم سړي ته داسې ښکاره شي لكه خپلو هيلو ته د رسېدو په شان. سړى به له داسې كار سره مينه ولري. له دې کبله بايد له کلاپارد (E.Claparede) سره همغږي شو چې وايي: «انسان بايد هېڅکله هغه کار ونه کړي چې زړه یې نه غواړي او وار له مخې ورته لېوال شوى نه وي» خو په خواشينۍ سره هغه کسان چې د دې وينا ژورو ته يې پام نه دى، دغه وينا يې د يوه وچ فورمول په بڼه اړولې ده. دوى دعوا کوي چې د روزنې نوى ميتود، ماشوم هغه لور ته بيايي چې د خپلې خوښې ټول کارونه په كې کولای شي. حال دا چې دغه مفهوم د کلاپارد له وينا سره بشپړ توپير لري. موږ وايو سړى بايد مخکې تر هغې چې يو کار ته لاس پورې کړي، له زړه نه وغواړي چې ترسره يې کړي. ايا کله چې سړى خپله منلې دنده د ځان وگڼي او له زړه ورسره مينه ولري، ترسره کول به يې د فعاليت تر ټولو عالي او شريفه بڼه نه وي؟
خو که چېرې هر ډول اجبار او تکليف له دې وېرې له منځه وباسو چې د حقارت احساس به راويښ کړي او د وړتيا او توان احساس به راوخوټوي نو بايد له ځانه وپوښتو چې د اخلاقي ودې برخليک به څنگه شي؟ ځکه چې مطلقه ازادي د انسانانو نه په برخه کېږي. د هر انسان ازادي د نورو انسانانو د ازادۍ په وجه محدودېږي.
انسان بايد له ماشومتوب څخه له دې مفهوم سره اشنا شي او زده يې کړي ځکه چې دغه مفهوم هله ښه زده کېږي چې تجربه شي. دلته د روزنې د محيط د اجتماعي کولو مسئله راپورته کېږي. هم د انسان د روزنې محيط او هم د کار او فعاليت محيط بايد اجتماعي وي. په ټولنيز ژوند كې وګړي له يو بل سره مرسته كوي، دا د هغې «دړې» يا پانګ حيثيت لري چې د تسلط غوښتنې په مقابله پله کې اېښودل کېږي او نه پرېږدي چې درنه شي. د همدې ټولنيز ژوندانه په وجه، قواعد رامنځته کېږي او د هغو پر اساس له نورو سره د وگړو اړيکي ټاکل کېږي.
زموږ (لويانو) په نظر به دغه ټولنيزې غوښتنې او محدودوونکي قواعد، د اجبار او فشار حيثيت ولري خو د ماشومانو په سترگو داسې نه ښکاري؛ ځکه چې دا له داسې ځایه نه وضع کېږي چې هغوى ته نا اشنا وي. دا قواعد په مکافات او مجازاتو پورې تړلي معلمانه نفوذ او مقرراتو څخه ډېر لرې دي. نو ماشوم دغه محدودوونکي قواعدو ته د ظلم په سترګه نه ګوري؛ بلکې د يوې طبيعي بلنې په توګه يې مني. دا بلنه له ماشومانو غواړي چې ځانونه دې د ډله ييز ژوند د غوښتنو پر اساس جوړجاړي ته چمتو کړي.
دا ځل به قواعد د هغوى ذهن ته له اشنا څېرې سره لاره کوي نه د وچو کلکو امرونو په بڼه. کله چې قانون او اخلاقي قواعد د انسان له بېړنيو اړتياو سره پيوند شي او انسان د هغوى له زده کولو سره ژوند کړى وي نو دغه قواعد د سړي د وجود يوه برخه گرځي او د سلوک له بودې او تنستې سره يې غوټه کېږي. دلته د دې ډول محيط ښېگڼه جوتېږي او د روزنې د پخواني ميتود له محيط سره يې توپير په ښه توگه ليدلاى شو. زموږ د ټولنې په روزنيزو محيطونو کې، مثلاً په ښوونځيو کې د شاگرد د غوره والي معيار دا دى چې هغه دې تر نورو مخکې وي. نیتجه دا چې رقابت او سيالي تر اخري بريده مخ ته ځي او دغه محيط د هغو شاگردانو لپاره چې تر نورو لږ استعداد لري، عملاً له زهرو ډک او تقريباً د نه منلو گرځي. حال دا چې بايد د سړي د سلوک محور د هغې وړې ډلې په گټه د توازن رامنځته کول وي چې دى هم په كې شامل دى. هر څوک بايد خپله ټوله هڅه د دغې ډلې له گټو او غوښتنو سره سم وكاروي او چېرته چې اړتيا یې وي، خپله ګټه ترې ځار کړي. بالکل د فوټبال د لوبې په څېر چې په هغه کې فردي گټه او غرور له عمومي گټې او غرور سره يو شان دى. دلته به خبره په دې کې نه وي چې هر سړى دې بايد شخصاً بريالى شي؛ بلکې هر څوک به د خپلې ډلې برى غواړي. هر څوك به د خپل لياقت او وړتيا پر اساس خدمت وکړي. يعنې نور د تسلط غريزه نه؛ بلکې د يووالي غريزه مطرح کېږي. نور به يو تر بله د مخکې کېدو خبره، نه؛ بلکې د همکارۍ او متقابلې مرستې خبره په منځ کې وي.
ښکاره ده چې په داسې شرايطو کې به ماشومان او زلمکي په يو بل باندې ملنډې نه وهي، له يو بل سره به رخه او کرکه نه لري، دوى به له يو بل څخه نه وېرېږي، يو بل به نه تحقيروي؛ بلکې په ډېره طبيعي توگه به هڅه وکړي چې په خپلو منځو کې تفاهم سره پيدا کړي، يو بل محترم وگڼي او له يو بل سره مينه وکړي…
په داسې نظام کې د ځان او ټولنې تر منځ روغه جوړه او يا په ټوليزه توگه په ټولنې پورې د ځان تدريجي نښلول، د حياتي ودې بڼسټ جوړوي. انسانان لکه موم نه دي چې د بهرني فشار په اثر، څرنگه چې غواړو، هماغسې يې جوړ کړو؛ بلکې دوى ژوندي دي، غبرگون ښيي او په گڼو تمايلاتو باندې سمبال دي. اصلاً مسئله دا ده چې دغه تمايلات بايد سره موزون کړو، له هغوى څخه عالي او اصيل بهيرونه جوړ کړو او د اړتيا په صورت کې يې بايد د sublimation [11]∗ په لوري بوځو.
همدې مفهوم ته په پام سره، روزنې ته د «ژوند» نوم ورکړل شوى دى.
په دې نوي نظام کې د روزونکي نقش نسبتاً ناڅرگند خو تر پخوا ظريف او حساس دى. دلته که روزونکى د روزل كېدونكو کسانو د ژوندانه له ډول سره مبارزه كمه کړي او ځان هغوى ته د حريف په بڼه ونه ښيي نو اکثره شاگردان به يې د لارښوونې مينه وال اوسي. روزونکى بايد د لږ استعداد لرونکي شاگردان وپوهوي چې په مېړانې سره د خپل حقارت منل، پخپله لويي ده. د روزونکي دغه زېرى هم گټور او هم له مهربانۍ ډک دى؛ ځکه چې هر رنګه خلک شته: لږ استعداد والا، غښتلي، احمق، پڅ، چابک، ارام، بې قراره، فعال او سيل کوونکي، دا ټول په ټولنه کې شته نو ايا کولاى شو چې ټول په يوه ميتود سره وروزو؟ ښکاره ده چې نه. په همدې دليل د روزونکي دنده دا ده چې د وگړو تر منځ فردي توپيرونه په پام کې ونيسي. لا هم داسې کسان ډېر دي چې له دې مفهوم سره نه دي اشنا. دوى گومان کوي چې هر څوک هر کار کولاى شي خو په دې شرط چې ويې غواړي. هر کس ته جلا پام كول او د هغه د ځانگړنو په پام کې نيول، د «اندازې پر بنسټ» د روزنې مسئله مطرح کوي. يعنې هر څوك بايد د خپل وړتيا او ظرفيت په اندازه وروزل شي؛ ځکه چې نه يوازې د وگړو د فکري استعداد له نظره؛ بلکې د هغوى د شخصيت او سلوک پر اساس هم بايد د روزنې په لارو چارو کې تغيير راولو. مثلاً ځينې ماشومان ډېر سخت انضباط او رټنه زغملاى شي، پرته له دې چې ورباندې بد اثر وکړي. دوى لکه لښته د باد پر وړاندې کږېږي خو ماتېږي نه. خو ځينې نور بيا بيخي د دې ډلې اپوټه دي چې موږ دغه مسئله د هغوى د پېژندلو لپاره مطرح کوو.
موږ نه شو کولاى له ټولو سره يوشان چلند وکړو. د حيرانتيا خبره خو دا ده چې د وگړو د بدن په اړه هر څه راته د منلو وړ دي. مثلاً د دې لپاره چې د يوه زلمکي ملا کړوپه نه شي، ټول په دې باور دي چې د کار مېز يې بايد ټيټ وي. هېچا ته داسې بوټونه نه ورپه پښو کوو چې په پښو کې يې تنگ وي؛ ځکه چې د تگ پر وخت به يې پښه وخوږوي. خو کله چې د مغزو او د عقلي عاطفي مسئلو خبره کېږي، هېڅوک اعتراض نه کوي. هر څوك گومان کوي، د روزنې هره لاره چې غوره کړي، د ټولو وگړو له حال سره به مناسبه وي خو متاسفانه ښايي د هېچا لپاره به مناسبه نه وي. د خلکو په نزد، څومره چې بدني او ظاهري ځانگړنې مطرح دي، د اروايي توپيرونو مسئله هومره نه ده مطرح. گواکي د يو چا د اروا ځورول د هغه د بدن د ځوروونې په اندازه خراب كار نه دى.
روزونکى بايد دا هڅه ونه کړي چې ټول وگړي په يوه قالب کې وروزي، ټول په يوه تله كې وتلي او د هغوى په اړه حکم وکړي. د روزونکي وظيفه خورا نازکه ده. که چېرې دى لازم مهارت ونه لري نو ډېرې بې عدالتۍ به ځنې وشي. په ورځني ټولنيز ژوند کې هم تل همدا تېروتنه تکرارېږي چې له مختلفو استعدادونو څخه د يو خېل او د يوې اندازې کار تمه کېږي. ايا دا خورا لويه بې عدالتي نه ده؟
له دې خبرو دې پايلې ته رسېږو چې د حقارت د مخنيوي لپاره بايد د وگړو د ودې اساسي پړاونو يعنې ماشومتوب او ژڼيتوب ته ډېر پام وکړو. ښکاره ده چې سړى په دې پړاونو کې لومړى په کورني چاپېريال کې او وروسته د اوږدې مودې لپاره د ښوونځي په محيط کې روزل کېږي. په دغو دواړو محيطونو کې تر ټولو مهمه دنده روزنه ده نو د حقارت د مخنيوي لپاره اول گام د روزونکو روزنه ده. روزونکى که مور يا پلار وي، که ښوونکى او يا د کورنۍ سرپرست، بايد وپوهېږي چې ټول د ده په شان نه دي، په انسانانو کې بېلابېلې روحيې شته. روزونکى بايد زده کړي چې ځان د ماشوم او يا زلمکي د عمر په کچه برابر کړي، په هغه کې د يوه مشاور يا ملگري په حيث نفوذ وکړي، نه د حريف په څېر. دى بايد د خپل تفاهم، پوهې، مهربانۍ او ښېگڼې پر اساس د روزل كېدونكي کس په نظر لوى او بر ښکاره شي؛ نه د هغې وېرې پر اساس چې د هغه په زړه کې يې وراچولې ده.
په دې توگه روزونکى هغه ارزښتناکه بېلگه ده چې وگړي تقويه کوي او مخ په بره يې بيايي، نه هغه مستبد انسان چې خلک سپکوي، تحقيروي او خواروي يې. د وگړو روزنه بايد هېڅکله د هغوی له خوارولو او شرمولو سره مله نه وي.