ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
حقارت او د ژوندانه سبک (۶)
حقارت د خپل کيفيت د درجې او هغو بېلښتونو (مشتقاتو) پر اساس چې له هغې څخه د تجربې له لارې لاس ته راځي، د سړي د ژوندانه نقشه ټاکي.
په دې چوکاټ کې کولاى شو درې اساسي ميکانيزمونه او وروسته د ژوندانه درې سبکونه په گوته کړو. دغه درې ميکانيزمونه دا دي:
_ د طبيعي جبران ميکانيزم
_ د تېښتې او ناکامۍ ميکانيزم
_ د خيالي جبران ميکانيزم
١. طبيعي يا نارمل جبران: طبيعي جبران د اساسي بيولوژيکي پروسې پر بنسټ ولاړ او د اروايي محورونو واقعي ټاکونکى دى. دغه ښکارنده په دې توگه توجيه کولاى شو:
د ځان ساتنې غريزه د بدني نيمگړتيا لرونكي دې ته اړ باسي چې ځان له نورو سره سيال کړي.
ادلر د گڼو بدني نيمگړتياوو په اړه تر څېړنې وروسته، دې پايلې ته رسېدلى چې په ټوليزه توگه د مرکزي اعصابو سيستم هم له وده ييز او يا سلوکي جبران سره مل وي.
ادلر دا مني چې پر حقارت د غلبې لپاره د مغزو شديد فعاليت او يا «ماغزه ييز جبران» ته اړتيا شته. له دې څخه دا نتيجه راباسي چې نيمگړى غړى په سړي کې يو پراخ اروايي جوړښت رامنځته کوي. په دې توگه د سړي نيمگړى غړى به تر هر وخت زياته وړتيا وښيي، ان تر هغه هم زياته چې په خپل خورا تطابقي (conformation) حالت کې يې ښييلاى شي.
د ادلر په نظر مثلاً په هاضمه سيستم کې نيمگړتيا، کولاى شي خورا لوى ګډ اروايي ظرفيت رامنځته کړي چې ګڼ سيستمونه فعالوي خو په دې مجموعي ظرفيت کې د هاضمې د سيستم د نيمګړتيا اروايي مخبنا پر نورو هغو مقدم دى؛ ځکه چې د جبران د پيل ټكى هماغلته دى. په همدې وجه نورې اروايي غوټې د هغې خوا ته راڅكول كېږي. په دې مورد كې به هر شى چې له هاضمې يا له خوړو سره تړاو لري، ځانگړى «ارزښت» يا انعكاس ولري. په داسې كسانو كې د تغذيې غريزه تر هر څه وړاندې ده. په دې توگه به په سړي كې د تغذيې غريزه او يا د هغې پايلې د «خېټپالنې» يا «مالپالنې» (حرص) په بڼه لومړيتوب ولري او په اروايي زمينه كې به ممكن د خپل موقف د ساتنې په څېر پايلې ولري.
د جبران ميكانيزمونه د هر غړي لپاره په همدې بڼه كار كوي نو دغه پروسه چې د بېلگې په توگه وړاندې شوه، په سړي كې د «اروايي محورونو» پر استقرار باندې ختمېږي چې د يو يا څو «نيمگړو» غړو زياته تابع وي. دغه «اروايي محورونه» د سړي په ارواپوهنه كې څرگندېږي او د هغه په خوب او خيال، د كسب او مسلک په انتخاب او په هر څه كې راښکاره كېږي.
نيمگړى غړى منظم تمرينونه كوي او چې پر ستونزو بريالى شو، دغه فعاليت يې له خوند او خوښۍ سره جبرانېږي. ادلر باور لري چې بدن او اروا له يو بل سره پوره پوره تړلي دي او بېلېدا يې نشته، ان تر دې چې يوه خيالي نيمگړتيا لكه «چپ بر لاسي»[16]∙ يا د سرو ويښتانو لرل هم په جبران لاس پورې كوي، حال دا چې دا كومه واقعي نيمگړتيا نه ده.
اروايي محورونه د سړي د ټولو كړنو په لارښود بدلېږي.
واقعي حقارت د يوه متناسب جبران او د «قطبي کېدو» يا polarization د رامنځته كېدو سبب گرځي چې د اروازېږيو قانونونو تابع دي. همدارنگه خيالي حقارت او هغه حقارت به چې د نورو د سلوك او عقيدې په اثر رامنځته كېږي، همدارنګ تظاهرات ولري.
خو داسې ښكاري چې ادلر او د هغه پليوني به، څنگه چې لازمه وه، پر دوو اساسي شرطونو ټينگار نه وي كړى. حقارت كه واقعي وي كه خيالي د دې لپاره چې داسې جبران رامنځته كړي چې انسان د لاښه تطابق پر لاره سيخ كړي نو دغو شرطونو ته اړتيا لري:
لومړى دا چې حقارت بايد «جبرانېدونكى» compensable وي يعنې له ټاكلي بريده نه وي اوښتى. په بله وينا حقارت بايد د هڅوونكي اغزي په بڼه وي؛ نه د واقعي خنډ په بڼه.
دويم دا چې سړى د بدن او اروا له پلوه، له هغه څه ورهاخوا چې له حقارت سره نېغ په نېغه رابطه لري، بايد داسې سرچينې ولري چې د جبران هلې ځلې سمبال كړاى شي.
نارمل جبران له خپلو ټولو پايلو سره ټاكلي بريدونه لري چې دغه بريدونه د حقارت د درجې او د سړي د مقدوراتو تابع دي.
۲. تېښته او نهيلي: «له واقعيت څخه تېښته» او د نهيلۍ ميكانيزم هله فعالېږي چې نارمل جبران ناشونى وي او يا لاره یې پر مخ تړلې وي. په دې حالت كې سړى ځان ناتوانۍ او ماتې ته سپارې، پر ځان باندې شك كوي، احساس كوي چې انرژي او جرات يې كم دي، همدا دى چې له پرله پسې ماتو سره مخ كېږي. په داسې مواردو كې د ژوندانه طرز له مسووليت څخه د تېښتې او په ناخبره (لاشعوري) توگه له هر ډول هڅې څخه د ډډه كولو پر بنا ولاړ وي. دغه غمجن تحول كرار كرار د وگړي د خلاقو فعاليتونو حوزه ورتنگوي او هغه داسې دردوونكي حالت ته رسوي چې له رنگ رنگ متقابلو غبرگونونو سره مل وي.
۳. خيالي يا بېلښتي (اشتقاقي) جبران: په ځينو مواردو كې د دې پر ځاى چې نهيلي او تېښته پر سړي بره شي، يا خو سړى د خيالي جبران لاره نيسي او يا هغه صفتونه چې په نورو كې شته او په ده كې نشته، حقير او بې ارزښته گڼي او يا پرته له ځنډه به داسې خوندونو ته مخه كوي چې د يوې مودې لپاره به يې له ذهنه د ستونزو فكر وباسي.
په ټولنه كې اوسېدل، پر سړي باندې متقابل محدوديتونه لگوي، د سړي د لويي غوښتنې بېړنۍ موخې پكې ترلاسه كېږي او سړى له نورو سره همكارۍ او مرستې ته اړ باسي. له بلې خوا دا ډول ژوند د اوسېدو يوازينۍ بڼه ده چې سړى به په كې خوندي وي. په دې توگه د حقارت او ناتوانۍ د دردونو تر څنگ مرهم هم ايښودل شوى دى او هغه له ټولنيزې ډلې سره په بشپړه توگه پيوستون دى.
د ادلر په نظر له ډلې سره پيوستون يا توحيد په هر روغ بنيادم كې د «ټولنيز ژوند» له غريزې څخه سرچينه اخلي. دا غريزه سړى اړ باسي چې مينه وكړي، نور ومني او له نورو سره مرسته وكړي. كله كله دغه غريزه د physiogenic «بدنزېږي» لاملونو او يا د سړي د لومړنيو تجربو پر اساس يو څه غښتلې وي. هله چې دا غريزه غښتلې وي، سړى اړ باسي چې خپل «خونديتوب» له ټولنې سره په يوځاى كېدو كې وګوري. په داسې شرايطو كې به سړى هر هغه څه په خپله خوښه ومني چې ټولنه يې د اخلاقي الزام او تكلف په ډول له هغه څخه غواړي.
كله چې دا غريزه كمزورې وي، ټولنيز جوړجاړى له ستونزې سره مخ كېږي. دلته سړى د دې لپاره چې هغه تكاليف چې ټولنه ورباندې تحميلوي، ومني؛ ځينو هڅو ته اړتيا لري. كه دغه هڅې مخ په كمېدو وي نو ټولنيز ژوند ته تمایل به يې نه پراخېږي، بلكې سړى به له ماتې سره مخ كېږي او حقارت به په كې قوي كېږي.
ټولنيزې ډلې ته ننوتل، كه دا ډله لويه وي یا وړه، له ځينو ستونزو سره مل وي. د ادلر د «خونديتوب» مفهوم د دې ستونزو شننه اسانوي.
د دې لپاره چې سړى د ځان په باب ډاډه شي، بايد دا محسوس كړي چې د ډلې (كورنۍ، ټولګى، ښوونځى، ټولنيزې، حرفه يي، او سياسي ډلې) له خوا پرته له كوم قيد او شرطه منل شوى دى.
همدومره چې دا محسوس شي چې ډله حقير يا نااجتماعي كس له ځانه شړي او بې ارزښت يې ګڼي، په سړي كې د ناتوانۍ او حقارت احساس غښتلى كېږي. دلته «ناخونديتوب» شديد وي او په سړي كې له ټولنې سره د پيوستون او د ارزښت موندنې شديده اړتيا رامنځته كېږي خو كه سړى نارمل وي، په دې حالت كې خپل مسووليتونه او خپلې دندې په بشپړه توګه مني او د هغوى د سرته رسولو لپاره جوتې هلې ځلې كوي. په دې توګه سړى د خپل اطاعت او هلو ځلو په مرسته ځان په ټولنه مني. نو انسان بايد تر يوه بريده د خپلې ټاكلې دندې په ترسره كولو او له همكارۍ څخه په خوند اخيستلو سره دغه بدني تطابق ترلاسه كړي. له بلې خوا همكاري په يوازې سر د لويېنې د احتياج د پوره كولو لپاره بس نه وي. په همدې وجه په سړي كې د «مضاعف جبران» او «له واقعيت څخه د تېښتې» غبرګونونه رابرسېره كېږي، دغه غبرګونونه د سړي صفات بې ارزښته كوي. هغه بايد دلته د ګټورو هڅو په مرسته د حقارت د ډېرېدونكي احساس پر وړاندې مبارزه وكړي او خپل لومړني موقعيت ته ورستون شي.
نو كولاى شو د هغه كس پر وړاندې چې غواړي د محدودو وسايلو په مرسته ځان له ټولنې سره ونښلوي، د ټولنې د غړو د سلوك اهميت ښه درك كړو. په دې توګه هغه لومړنۍ تجربې چې سړى يې له نورو سره له اړيكو څخه ترلاسه كوي، پرېكندې دي او له دې نظره د روزنې نقش خورا مهم دى. ځكه چې د روزنې ځينې كړنې او ځينې تېروتنې په منظم ډول ماشوم حقيروي او هغه د ژوند له خوندونو او د همكارۍ له دندې څخه بې برخې كوي. دا مسئله كولاى شي چې د اوږدې مودې لپاره له ټولنې سره د فرد نښلېدل له ستونزې سره مخ كړي.
په هره توګه روزنه تل ستونزمن كار دى. روزونكي هم د بني ادمانو په حيث دا دعوا نه شي كولاى چې خپل حقارت يې په بشپړه توګه شنډ كړى دى. دا ځكه چې د عمر په اوږدو كې له ټولنې سره همګام كېدل، يو تقريبي كار دى. نو دا تصور كولاى شو چې په لويانو كې هم له ټولنې سره پيوستون په بشپړه توګه نه ترسره كېږي.
موږ مخكې وليدل چې واقعي بروالى تل د نورو له خوا منل كېږي؛ په داسې حال كې چې مصنوعي بروالى او د وګړو تر منځ كوچني توپيرونه په يو ډول حقيرولو ختمېږي چې سترګې ورباندې نه شي پټېداى، دا د نااجتماعي غبرګونونو منبع ګرځي. ماشوم له لويه سره له ټولنې سره مطابقت نه وي موندلى نو كه ماشوم له داسې يوه لوى سره مخ شي چې هغه هم دغه مطابقت نه وي حاصل کړی او له دې نظره ماشوم ته ورته وي، نو ماشوم له دې مقايسې څخه حقارت احساسوي خو له خپل حقارته چندانې سترګې نه پټوي. برعكس څومره چې د دغه لوى كس بروالى برسېرن وي او د هغه د شخصيت پر واقعي تعادل او واقعي صفاتو ولاړ نه وي، نو هماغومره به د خپل بروالي كلكه دفاع كوي.[17]٭