ليکنه: ډاکټر جاوید حبیبي
د روان کال د دسمبر میاشتې په دیارلسمه نېټه د ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د طبیعي ګازو د نل لیکې د جوړیدو کار رسماً او عملاً د یادو څلورو هیوادونو د مشرانو لخوا پرانستل شو، په پلان کې ده چې دا لویه پروژه به د ۲۰۱۸ کال تر پایه ګټې اخیستنې ته چمتو شي. دا چې ټاپي څه ډول پروژه ده، څه مخینه لري، هیواد، سیمې او نړۍ په سطحه به څه اقتصادي او سیاسي بدلونونه را منځته کړي او د څه ډول احتمالي ستونزو او ننګونو سره به مخ شي، لاندې لیکنه کې پرې اجمالي رڼا اچول شوې.
ټاپي څه ډول پروژه ده:
ټاپي د نل لیکې پواسطه له ترکمنستانه، د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د طبیعي ګازو د لیږد پروژه ده چې ټولټال څه د پاسه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۰ کیلومتره به ېې د افغانستان له خاورې تیریږي. دا د ۵۶ انچه په پنډوالي نل لیکه به د ترکمنستان د (Galkynysh) له سیمې چې د یاد هیواد د ګازو تر ټولو غني زیرمې پکې پرتې دي پیل، په افغانستان کې د هرات کندهار د لوېې لارې پر اوږدو د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې او په پاکستان کې د کویټې او ملتان له لارې د هندوستان د فضیلکا (Fazilka) په سرحدي ښار کې ختمیږي. په نړۍ کې د طبیعي ګازو نل لیکې معمولاً د ځمکې پر سر تیریږي، خو په افغانستان کې ښايي د خوندیتوب په موخه تر مځکې لاندې تېرې یا خښې شي.
د دې نل لیکې د جوړولو ټولټال مصارف تر لس بیلیونه ډالره پورې اټکل شوي چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه به بشپړ شي. د آسیا پرمختیايي بانک (Asian Development Bank) د دې لوېې پروژې مقدماتي کارونه، سروې ګانې او تخنیکي مشورتي چارې پر مخ بیايي. د دې نل لیکې له لارې به په کال کې تر ۳۳ بیلیونه متره مکعبه طبیعي ګاز لیږدول کیږي چې د اړتیا په صورت کې ښايي دا اندازه لوړه شي.
مخینه:
د لومړي ځل لپاره له مرکزي آسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نل لیکې د جوړولو فکر په ۱۹۸۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد سره پیدا شو، خو په افغانستان کې د دوی ښکیلیدل او ماتې خوړل دا کار ناشونی کړ.
وروسته له هغې، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د ګازو د لیږد د نل لیکې لومړنۍ تفاهمنامه د ۱۹۹۵ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان او ترکمنستان د وخت د حکومتونو لخوا لاسلیک شوه چې وروسته بیا د طالبانو د وخت د حکومت لخوا د افغانستان له لارې د نل لیکې د خوندیتوب او ترانزیت موافقه هم لاسلیک شوه.
په هغې وخت کې هندوستان د دې پروژې برخه نه وو او دا پروژه د TAP (ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) په نامه یادیده او په پام کې وه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د پاکستان ملتان ښار ته ولیږدول شي.
په لومړي سر کې د دې پروژې طرح او تطبیق ته د برایډس (Bridas) په نامه یوې ارجنټایني کمپنۍ لیوالتیا درلودله او په دې برخه کې ېې خپلې طرحې او وړاندیزونه هم د ترکمنستان جمهور رئیس صفر مراد نیازوف سره شریک کړي وو، خو وروسته بیا ترکمنستان د دې پروژې د طرحې او تطبیق قرارداد د یونوکال (Unocal) او دلتا اویل (Delta Oil) چې په ترتیب سره امریکايي او سعودي کمپنۍ ګانې دي، لاسلیک کړ. د دې پروژې مقدماتي کارونه او بحثونه لا روان وو چې په ۱۹۹۸ کال کې په نیروبي او دارالسلام (کنیا او تانزانیا) کې د امریکې په سفارتونو مرګوني بریدونه وشول او د امریکې لخوا القاعده د دې بریدونو په کولو پړه وبلل شوه. څرنګه چې په هغې وخت کې القاعدې په افغانستان کې د طالبانو له نظام سره نژدې اړیکې لرلې او دې پیښو د امریکې او طالبانو د حکومت تر منځ اړیکې زیانمنې او یاد شرکتونه اړ شول چې د دې پروژې له پلي کولو لاس په سر شي.
د ۲۰۰۱ کال په پای کې په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سره د دې پروژې بحثونه یو ځل بیا تاوده شول. د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر په میاشت کې د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان مشرانو په دې اړه ناسته وکړه او د یادو هیوادونو د اړونده سکتورونو د وزیرانو په مشرۍ ېې کاري کمیټه وټاکله تر څو د یادې پروژې تخنیکي کارونه تعقیب او مخکې بوزي. کاري کمېټې د پروژې د مالي او تخنیکي ملاتړ لپاره د آسیا پرمختیايي بانک (ADB) څخه غوښتنه وکړه او یاد بانک هم دا غوښتنه ومنله او خپله طرحه ېې په ۲۰۰۵ کال کې یادې کمیټې ته وړاندې کړه.
د ۲۰۰۸ کال د اپریل په میاشت کې هند هم رسما د دې پروژې څلورم مهم شریک شو، او د TAP پروژه رسما د TAPI (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) په نوم ونومول شوه. له دې وروسته د دې کمېټې مهم بحثونه تر ډیره په څلورو موضوعاتو څرخیدل:
۱) د ترکمنستان لخوا د ګازو د کافي زیرمو تصدیق او ډاډ،
۲) د افغانستان او پاکستان له لارې د ګاز د ترانزیت یا لیږد بیه،
۳) په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او د نل لیکې خوندیتوب،
۴) د پروژې د تطبیق لپاره مالي سرچینې.
له ډیرو ناستو او بحثونو وروسته، د نل لیکې د خوندیتوب او د پروژي د تطبیق لپاره د مالي سرچینو په برخه کې د ځینو اندیښنو د شتون سره سره، په یادوو موضوعاتو اړونده حکومتونه سره سلا، او د روان کال د ډسمبر په دیارلسمه د څلورو یادو هیوادونو د مشرانو لخوا د پروژې کار رسماً او عملاً پیل شو.
پر هیواد، سیمه او نړۍ د ټاپي اقتصادي او سیاسي اغیزې:
اقتصاد او سیاست د یوې سیکې دوه مخونه دي، اقتصاد د سیاست او سیاست د اقتصاد لپاره لوبیږي. د ټاپي پروژې په پلې کیدو او ګټې اخیستنې سره د اړونده هیوادونو، سیمې او نړۍ په کچه د پام وړ اقتصادي او سیاسي بدلونونو اټکل کیدای شي.
لومړی: ترکمنستان د طبیعي ګازو د غني زیرمو د درلودلو له کبله په نړۍ کې څلورم مقام لري چې د طبیعي ګازو ډیره برخه ېې د روسیې د ګازو د نل لیکو پواسطه روسېې، چین، اروپايي او نورو هیوادونو ته صادریږي. د دې پروژې په پلې کیدو سره به له یوې خوا پر روسي نل لیکو د ترکمنستان اتکا کمه شي، د لومړي ځل لپاره به د خپلو طبیعي ګازو د لیږد لپاره خپله نل لیکه وکاروي، د خرڅلاو لپاره به ځان ته نوی لوی مارکیټ پیدا کړي او د جنوبي آسیا د هیوادونو سره به خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پیاوړې کړي. په اوږدمهال کې کیدای شي د همدې نل لیکې پواسطه د ګوادر بندر لخوا خپل طبیعي ګاز غربي هیوادونو ته صادر کړي چې په همدې اساس دې نل لیکې ته د وریښمو د نوې لارې نوم هم ورکړل شوی ځکه چې دا نل لیکه به د مرکزي آسیا هیوادونه د ګوادر بندر له لارې د غربي او په ځانګړي ډول اروپايي هیوادونو سره ونښلوي.
دویم: په افغانستان کې به دا نل لیکه د ۷۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د هرات کندهار د لوېې لارې پر اوږدو د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تیریږي چې له دې برخې به افغانستان د کال شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره د ګازو د ترانزیت عاید تر لاسه کوي. سربیره پردې به افغانستان خپل د اړتیا وړ طبیعي ګاز له دې لارې تر لاسه کوي چې دا په خپل وار تر ډیره د افغانستان د طبیعي ګازو اړتیا پوره کولای شي او له نورو سرچینو به د طبیعي ګازو واردات تر ډیره را ټیټ شي. څرنګه چې طبیعي ګاز د صنعت او پرمختګ لپاره د انرژۍ مهمه سرچینه بلل کیږي، د دې سرچینو شتون به له یوې خوا او د دې لوېې پروژې اعتبار له بلې خوا د دې سبب شي چې یو زیات شمېر کورني او بهرني شرکتونه په مهمو پرمختیايي برخو کې پانګه اچونه وکړي چې دا به پخپل وار د هیواد د پرمختګ څرخ لا نور هم ګړندی کړي. په اوسنیو شرایطو کې چې په هیواد کې د کار قوه په یوه ساکت حالت کې ده، ډیرو مسلکي او غیرمسلکي کارګرانو ته به پکې د کار زمینه مساعده شي چې دا پخپل وار د هیواد او په ځانګړي ډول د هماغه سیمې پر اقتصاد او امنیت د پام وړ تاثیرات اچوي. په اوږدمهال کې افغانستان کولای شي له دې لارې خپل تیل او مایع ګاز هم نړیوالو مارکیټونو ته ولیږدوي.
په سیاسي لحاظ، څرنګه چې د دې نل لیکې یوه لویه برخه د افغانستان له داسې برخو تیریږي چې د وسلوالو مخالفینو د فعالیت اساسي سیمې بلل کیږي، او د پروژې کامیابي هم نیغ په نیغه په سیمه کې د امنیت په شتون پورې تړلې، نو په دې اساس به پاکستان او هندوستان د امریکې په شمول خپلو استراتیژیکو اقتصادي ګټو ته په کتو د په سیمه کې د امنیت او ټیکاو لپاره لازمه همکاري او هڅې وکړي. د هیواد په دې لودیځه لویه سیمه کې امنیت او ټیکاو به له شک پرته د هیواد د نورو سیمو په امنیت او ټیکاو هم ښکارنده اغیز ولري.
دریم: پاکستان چې تر یوه حده ېې صنعت مخ پر ودې روان دی، د دې ودې د ساتلو او زیاتولو لپاره د انرژۍ د کمبود لویه ویره ورسره ده. د دې پروژې په تطبیق سره به نه یوازې خپله د نل لیکې د ترانزیت عواید تر لاسه کوي، بلکې د خپل اقتصادي پرمختګ او ودې د لا چټکتیا لپاره به ټوله د اړتیا وړ انرژي (طبیعي ګاز) له همدې نل لیکې تر لاسه کوي. په سیاسي لحاظ، څرنګه چې په دې پروژه کې د پاکستان او هند دواړو ګډې ګټې نغښتي نو دواړه هیوادونه به اړ وي چې خپلمنځي خړپړ روابط پداسې تعادل کې وساتي چې پاکستان اړ نشي چې دا نل لیکه پر هندوستان وتړي. خو تر ډیره داسې انګیرل کیږي چې د دې پروژي په عملي کیدو سره به د هند او پاکستان روابط ښه شي، چې د روابطو دا ښه والی به په افغانستان هم مثبت تاثیرات ولري.
څلورم: داسې اټکل کیږي چې په راتلونکې کې به هندوستان د لوېې کاري قوې په درلودلو سره د نړۍ د اقتصاد د ملا تیر جوړوي او همدا دلیل دی چې هندوستان د نړۍ د لویو اقتصادي قدرتونو لکه امریکا ځانګړې پاملرنه ځان ته جلب کړې. هندوستان چې اوسمهال په بیساري توګه د اقتصادي پرمختګ او ودې په حال کې دی، انرژۍ ته ېې ورځ تر بلې اړتیا مخ پر اوچتیدو ده چې د ګازو د دې نل لیکې په بشپړیدو سره به دا اړتیا پوره او دا هیواد به نور هم د چټک اقتصادي پرمختګ او ودې په لور اوچت ګامونه پورته کړي. سربیره پر دې به هندوستان له دې لارې د منځنۍ آسیا د هیوادونو سره خپلې اقتصادي او تجارتي اړیکې لا پیاوړې او خپلو تولیداتو ته به منځنۍ آسیا په یوه لوی مارکیټ بدله کړي.
احتمالي ننګونې:
۱) د دې پروژې په پلي کولو او بشپړولو کې د نړۍ د لویو اقتصادي او سیاسي قدرتونو د ارادې بې ثباتي یا نشتوالی چې تل په تاسې حالاتو کې خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته د لومړیتوب حق ورکوي،
۲) د پروژې د عملي کولو لپاره د لازمو او پر وخت مالي سرچینو نه موجودیت،
۳) په افغانستان کې د نل لیکې په اوږدو او سیمه کې د لازم امنیت او خوندیتوب نشتوالی، او
۴) د پاکستان او هندوستان تر منځ سیاسي تاوتریخوالی هغه احتمالي ننګونې دي چې کیدای شي د دې پروژې عملي کول ستونزمن کړي.