ليکنه: حبيب وقار
په داسې حال کې چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې افغانستان له سخت امنیتي وضعیت سره مخامخ دی، ډېر داسې هیله بښونکي خبرونه هم اورېدل کېږي چې ممکن د هېواد او سیمې په کچه د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.
منتقدین په دې باور دي که چېرې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو پروژه ( ټاپي) په سمه توګه رهبري او مديريت شي، وبه کولای شي، د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي، د جګړو د کمښت يا پای ته رسېدو، د امنیت او سولې سبب شي.
همداراز هیلې دي چې د ټاپي پروژې د چارو په پیلېدو سره به ډېری هغو ځوانانو ته چې د بې روزګارۍ له کبله، له هېواد څخه په تېښته دي، په هېواد کې دننه د کار او روزګار زمینه برابره شي.
د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د ټاپي پروژې چارې چې کابو ۲۳ کاله وړاندې یې طرحه ښندل شوې وه، تر راتلونکو دوو مياشتو پورې له ترکمنستان څخه نورو شاملو هېوادونو( افغانستان، پاكستان او هندوستان) ته پیل شي.
د ټاپي پر پروژې د عملي کار د پیل په اړه د کانونو وزارت ویاند محی الدین نوري وايي چې د دې پروژې په اجرایي او فني کارونو کې به کورنيو خصوصي شرکتونو ته لومړیتوب ورکړي، خو په دې شرط چې د کار وړتیا ولري.
همداراز د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم د دې پروژې په عملي کولو کې د خصوصي شرکتونو ګډون ستایلی دی او وايي چې خصوصي شرکتونه کولای شي دا کار په ښه توګه ترسره کړي.
د پروژې امنیت
تر ټولو لومړى كار چې د ټاپي پروژې د برياليتوب چانس زیاتوي، د همدې پروژې لپاره د امنيت خبره ده. که په اوس وخت کې د هېواد حالاتو ته وكتل شي، د هېواد په ډېرو برخو کې جګړې دي. پوښتنه دا ده، ایا د هغو ولایتونو امنیت چې د ګازو نل لیکه په کې تېرېږي، خوندي دی؟ ایا امنیتي ارګانونه به په دې وتوانېږي چې د هېواد په اوسنیو حساسو امنیتي شرایطو کې د دغې پروژې د تطبیق لپاره امنیت ټینګ کړي؟
که د ټاپي پروژې د تړون کوونکو څرنګوالي ته وكتل شي؛ نو دغه پروژه د پاکستان، افغانستان، هند او ترکمنستان هېوادونو تر منځ یوه ګډه پروژه ده، خو په دې منځ کې پاکستان بیا له افغانستان او هند سره پراخې ستونزې لري چې یوې خوا ته کول یې خورا اړین برېښي.
په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو خونې د څېړنو رئیس یونس نګاه وايي چې تر افغانستان او هند، پاکستان د دغې پروژې تطبیق او ګازو ته ډېره اړتیا لري. نګاه وايي:
«د ټاپي پروژې فکر انرژۍ ته د هند او پاکستان د اړتیا له کبله پیدا شو، دغه اړتیا د دې سبب شوه چې اړتیا لرونکي هېوادونه یوه مېز ته سره کېني او یوه پروژه طرحه او پلې يې کړي.»
د نګاه په باور، ټاپي پروژه د دغو هېوادونو دغه اړتیا پوره کولای شي او له بلې خوا کولای شي ځينې ستونزې هم اوارې کړي:
«د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته به د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې غځول چې د ټولو اقتصادي ګټې په کې دي، د دې سبب شي چې دا هېوادونه په ګډه د سولې او ثبات لپاره لاس په کار شي او خپلې تربګنۍ شاته پرېږدي.»
اقتصادي حالت
د کانونو وزارت معلومات ښيي چې د ټاپي پروژې د نل ليکې په اوږدو کې به ۱۲ فرعي پمپ سټېشنونه جوړ شي. له دې ډلې ۵ پمپ ستېشنونه به د يو مليارد ډالرو په لګښت د هېواد په دننه کې جوړ شي او ټولې چارې به يې کورني فني او مسلکي شرکتونه پر غاړه ولري.
د دې وزارت د چارواكو وينا ده چې د ټاپي پروژې په پیلېدو سره به ډېری ځوانان نورو هېوادونو ته له ناقانونه تګ څخه راوګرځول شي او په خپل هېواد كې به خپله فزیکي قوه په كار واچوي.
اټکل کېږي چې په دې پروژه کې به زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره شي. دغه راز شپږه زره امنیتي ځواک به د نل ليکې په سيمه کې امنيت خوندي کوي.
له برخه لرونکو هېوادونو سره د شوي تړون له مخې به افغانستان، پاکستان او هندوستان په دې پروژه کې یو ډول او برابر حقوق ولري. همداراز ویل کېږي چې له دې لارې به هر کال افغانستان ۴۵۰ملیونه ډالره حق العبور اخلي او له ګازو به يې هم ګټه اخلي.
بله لویه ګټه یې دا ده، که چېرې په نل لیکه کې ځای وي؛ نو افغانسان د قرارداد له مخې کولای شي په خپل هېواد کې دننه تولید شوی اضافي ګاز هم پاکستان او هندوستان هېوادونو ته ولېږدوي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې د څېړنو رئیس یونس نګاه وايي:
«د ټاپي پروژې په څېر لويه پروژه به د هېواد له پاره مستقیمې او غیرمستقيمې ګټې ولري. کېدای شي له دې پروژې سره د لنډ مهال له پاره په زرګونو هېوادوال د کار څښتنان شي.»
د ده په خبره، دا پروژه به له ځان سره د کار دايمي فرصتونه هم راوړي: «زه فکر کوم چې دغه اوږدمهاله او دايمي ګټې به يې له لنډمهاله ګټو ډېرې مفیدې وي.»
ټاپي پروژه د هېواد لپاره لویه اقتصادي لاسته راوړنه بلل کېږي. دا پروژه چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې طرحه شوې وه، د امنيتي ستونزو له كبله پر خپل وخت پلې نه شوه. تر ډېره ویل کېږي چې دا پروژه د ګاونډیانو په تېره بیا د ایران د لاسوهنې، ناامنۍ، د طالبانو د واکمنۍ، د بهرنیو کمپنیو لکه یونیکال او بریډاس، تر منځ د سیالیو له کبله له عملي کېدو پاتې وه.
د کانونو نوي وزیر داوودشاه صبا چې څه موده وړاندې د ټاپي پروژې پر سر د خبرو لپاره ترکمنستان ته سفر کړی و، وویل:
«د دې پروژې د امنیت، استملاک، کار، کارکوونکو او له ترکمنستان سره يوې لومړنۍ هوکړې ته رسیدلي يو.»
نوموړي همداراز په خپلو څرګندونو کې وویل، د هوکړه لیک له مخې افغانستان، هر څومره ګازو ته چې اړتیا ولري، له دغې نل لیکې اخستلی شي. د کانونو وزیر داوود شاه صبا په خپلو خبرو کې ویلي چې د نوې هوکړې له مخې چې د ټاپي په پروژه کې له شریکو هېوادونو سره شوې، ويل شوي چې په لومړيو لسو کلونو کې به افغانستان ۵۰۰ متر مکعبه ګاز، په دویمه لسیزه کې به يو مليون متر مکعبه او په درېیمه لسیزه کې به يو مليون او پنځه سوه زره متر مکعبه ولري.
خنډونه
ټاپي پروژه همداراز د امنيتي ستونزو تر څنګ له ګڼو نورو مزاحمتونو او ستونزو سره هم مخ ده. ځينې کسان چې د دې پروژې په نه پلې کېدو کې خپلې ګټې ويني، د دې پروژې مزاحمت کوي. اروپايي ټولنه، امريکا او روسيه د دې پروژې له پلي کېدو سره بشپړه هوکړه لري.
دوی یې د پلي کېدو ملاتړ کوي، خو په سیمه کې د ګاونډي هېواد ایران په اړه ویل کېږي چې د دغې پروژې له تطبیق څخه ناخوښه دی او د همدې له پاره یې د خپل هېواد د سولې د ګازو د نل لیکې د غځولو لپاره کار پيل کړی. ایران په ښکاره تر اوسه د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې په غځېدو نیوکه نه ده کړې، خو هڅې او کوښښونه یې شک پاروونکي دي.
د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب په میاشت کې د ایران او پاکستاني چارواکو ترمنځ د ایران د سولې د نل لیکې له لارې پاکستان ته د ګازو د انتقال پر سر خبرو اترو، دغه شکونه اوس په یقین بدل کړي. د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب په ۴مه د پاکستان کابینې د ایران د ګازو د سولې د نل لیکې له لارې د ګازو د انتقال موضوع تصویب کړه.
که څه هم هغه مهال امریکا پاکستان تر فشار لاندې ونیو او د بندیزونو د لګولو ګواښ یې ورته وکړ، خو سمدستي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند معظم خان هغه مهال د امريكا د دې خبرداري په اړه وویل چې دوى د سولې د نل ليكې په اړه د چا فشار نه شي منلى.
د يادونې وړ ده چې د ټاپي پروژې يا د ترکمنستان د ګازو د پايپ لاین هوکړه ليک د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۰م کال کې د ترکمنستان په مركز عشق اباد کې د افغانستان، هند، پاکستان او ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو تر منځ لاسلیک شو. د دغه هوکړه لیک له مخې په پام کې وه چې د دې پايپ لاین د لېږد کار به په ۲۰۱۷میلادي کال کې بشپړ شي.
که د ټاپي پروژې غځېدل یقیني شي؛ نو د ګازو د لېږد لپاره به شاوخوا ۱۷۳۵ کیلومتره پایپ لاین د ترکمنستان له دولت اباد څخه د افغانستان د تورغندۍ بندر له سیمې پیل او د فراه، هرات، هلمند، نیمروز او سپین بولدک بندر له لارې د پاکستان کوټې او له هغه ځایه هند ته وغځېږي. د دغه ۱۷۳۵ کیلومترو له جملې ۷۰۰ کیلومتره د هېواد په دننه کې تېرېږي.
د ټاپي پروژې د تطبیق په اړه بله خوشبیني دا ده چې دم ګړۍ په دغه پروژه کې څلور واړه شریک هېوادونه غواړي چې دغه پروژه پلې شي. په دې اړه د کانونو وزارت د پټرولیم رئیس جلیل جمراني ویلي وو:
«که چېرې افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان وغواړي، دا کار کېږي او که ونه غواړي، دا کار نه کېږي، موږ ګورو چې دا څلور واړه هېوادونه دا پروژه غواړي.»
پای