ليکنه: حبیب وقار
د يوه کار يا يوه مقام له پاره د هغې مقام يا هغې کار وړ کس ټاکل. يا هم په څو توکو يا څو رنګونو کې د يوه رنګ ټاکلو ته ټاکنې وايي. یا هم ټاكنې هغه عمليه ده چۍ د هغې له مخې هغه كسان چې د رايې وركولو شرطونه ولري، د خپلواكو، حزبي او نورو كانديدانو له ډلې څخه د خپلې خوښې كانديد ته د ولسمشرۍ، صدارت، پارلمان او يا بل انتخابي پوست لپاره رايه وركوي.
ټاکنې بايد په سمه او د امن په فضا کې ترسره شي په داسې توګه چې هر شرایط لرونکی کس وکولای شي برخه په کې واخلي. که چېرې ټول اړوند او د شرایطو وړ کسان برخه په کې وانه خيستی شي. په داسې صورت کې به هغه ټاکنې د ګټې په ځای تاوان ولري.
ټاکنې د عمومي رايو په واسطه د مقام، منصب او يا هم كوم مسؤليت ته د رسېدو لپاره د اشخاصو د ټاكنو رسمي بهير ته ويل کېږي چې په پايله کې يې يوه کس ته د کارونو د ترسره کولو واک ورکول کېږي. د واک د څارلو له پاره د آمر يا چارواکي د ټاکلو عمليې ته هم ټاکنې ويل کېږي. له بلې خوا ټاکنې هغې حقوقي كړنې ته وايي چې د هغې له مخې خلك خپلې سياسي ټولنې ته د شراكت له پاره استازي وړاندې كوي.
ټاکنې بايد په يوه ولسواکه فضا کې ترسره شي. د دې له پاره چې د ولسواکو ټاکنو بهير په خپلواک او عادلانه ډول ترسره شي بايد چې ټاکنې استثنايي نه وي عمومي والی يې باید وساتل شي. د رايو مساوي والی، په پټه او مستقيمه توګه د رايو ورکول د ولسواکو ټاکنو له اصولو څخه دي.
د ټاکنو د مشروعيت له پاره د ټاکنو عمومي والی ډېر اړين دی. بايد چې ټول د شرایطو وړ کسان برخه په کې واخيستی شي که چېرې يوه ډله په ټاکنو کې برخه اخلي او بله ډله ترې بې برخې کېږي دلته د خلکو تر منځ کينه او حسد ځای نيسي محرومه او بې برخې ډله هڅه کوي چې له مقابل لوري څخه د خپل محروميت غچ واخلي. همدا لامل د کورنيو بې اتفاقيو او شخړو سبب کېږي. دا ډول ستونزې دا څو کاله موږ په خپل هېواد افغانستان کې په خپلو سترګو وليدې، د ټاکنو په وخت کې د هېواد په ډېرو ځايونو کې سازماني جګړې پېښېږي، د ډلو ټپلو له خوا نمايشي جګړو ته لاره اوارېږي چې دې لامل هر ځل د ولسواکو ټاکنو په وړاندې ستونزې رامنځ ته کړې دي او د ټاکنو بهير يې له ناکامۍ سره مخ کړی.
په مقابل کې يې ډېری هېوادوال د رايه ورکولو له حق څخه بې برخې کېږي. کينه او حسد ورسره پيداکېږي. په پايله کې د مقابل لوري په وړاندې سنګر نيسي او د ټاکنو د بهير د له منځه وړلو له پاره هڅه کوي.
نو که چېرې غواړو په هېواد کې مو تل بريالۍ ټاکنې وشي بايد چې عمومي والی وساتو. په دولت او سياسي واك كې خلكو ته د برخې وركولو تر ټولو مهمه او ديموكراتيكه لاره، په خپلواكو، عمومي او عادلانه ټاكنو كې د خلكو شريكول دي. يوه بله قاعده چې د ټاكنو د عمومي والي په اصل دلالت كوي، د هېواد د اتباعو د حقوقو له مساوي والي څخه عبارت ده.
په ټاکنو کې د هېواد ټول په شرایطو وړ کسان د ګډون حق لري. نه بايد چې هېڅوک هم ترې بې برخې کړل شي د هېواد د اساسي قانون د يوولسمې مادې پر بنسټ په ټاكنو كې هغه څوك برخه اخيستى شي چې لږ تر لږه يې د ټاكنو په ورځ د ۱۸كلونو عمر بشپړ كړى وي، د افغانستان تابعيت ولري، د محكمې د حكم له مخې له مدني حقوقو څخه بې برخې شوى نه وي، نوم يې د ټاكنو د كميسيون له خوا د رايې وركوونكو په فهرست كې ثبت شوى وي.
نو د هېواد د اساسي قانون او ټاکنو د قوانينو له مخې بايد چې د ټاکنو عمومي والی او په ولسواکه توګه د ټاکنو د ترسره کولو له پاره هڅه وشي ترڅو ټول هېوادوال په ټاکنو کې برخه واخلي او د ټاکنو له حق څخه د خلکو محروميت د شخړو او د ټاکنو په وړاندې د خلکو د سنګر نيولو لامل نه شي.
[review]