ژباړه: نصرالله ټولواک
ټایتانیک د نړۍ تر ټولو ستره د بخار پرمټ چلیدونکې سورلۍ لیږدونکې بېړۍ ددوو نورو بېړیو یانی؛ المپیک او بریتانیک سره یوځای د هارلند او ولف بېړۍ جوړونکې شرکت له خوا په آیرلند کې جوړه سوه. هغه څه چې تایتانیک ېې د تل لپاره په په یادونو او خاطرو کې وساتل د سمندرګې پرمخ د یوه خوځنده کنګل سره دهغې ټکر او ډوبېدا وه چې کابو د۱۵۱۷تنو دمړینې لامل سوه. دا پیښه د سولې په شتون کې لومړنی او تر ټولو ستر انسانې ناورین وو. د تایتانیک د جوړیدا لپاره د هغه وخت د خورا پرمختللې تکنالوژی څخه کار اخیستل سوی وو.
هیڅ چا دا سوچ هم نسو کړای چې یوه ورځ دې ټایتانیک د دومره سمبالتیا او دومره ماهرو او تجربه کاره کارکوونکو سره سره ډوبه سي. د بېړۍ د جوړیدا لومړنۍ طرحه د کارځای د سروال یانې لردپیر له خوا ورکړل سوه او وروسته له هغه چې د کارځای د مدیرانو له خوا وڅیړل سوه د تایید وړ وګرځیده.
د تایتانیک جوړولو ۲ کاله وخت ونیو او په پایله کې د ۱۹۰۹ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې په پوره سمبالتیا جوړه سوه. د بېړۍ د سورلیو شمیر ۲۲۲۳ تنو ته د کارکوونکو په ګدون رسیده. په دې بېړۍ کې د لامبو ځای، د جیمناستیک ځمګه، کتابتون او ټول د هوساینې توکو شتون لاره، لامپونه داسي غوره سوي وو چي طبیعي په نظر راسي او خپله بېړۍ هم د ګډې تکنالوژۍ او تر کاڼۍ ډیره بر مانده او غوره بېلګه وه.
تایتانیک ته څه ور پېښ سوه؟
د ۱۹۱۲ز کال د آپریل د۱۴شپه وه، هوا او د سمندرګې اوبه په چټکتیاسره سړیدې، په هسک کې سپوږمۍ نه لیدل کیده خو بیا هم هوا څه ناڅه رڼه (صافه) وه.
په ۱۱ بجو او ۴۵ د قیقو یو پیغام تایتانیک ته واستول سو، په دی پیغام کې ګواښ سوی وو چی په لاره کې مو یو ستر خوځنده کنګل پروت دی.
څوشېبې وروسته هم ورته پیغام د یوې بلې بېړۍ له خوا تایتانیک ته ور واستول سو او د ناوړه پیښې ګواښ پکښې سوی وو خو تایتانیک ته بیا یو پیغام هم ور ونه رسید!
په۱بجې او ۴۵ دقیقو ناڅاپه د بېړۍ مخې ته کنګل راښکاره سو، د ګواښ شپول ووهل سو او کاپیټان(چلوونکې) ټوله هڅه وکړه چی د بېړۍ لوری بدل کړې خو نور نور نو کار تر کاره تېر و، ناوخته سوې وه، د بېړۍ ښې لوری دکنګل سره ولګید او څو ځایو ېې ژوره ضربه(صدمه) ولیده.
ناڅاپه اوبه بېړۍ ته ور دننه سوې او وارده صدمې نه جبرانېدونکې وې، کاپیټان سمیت او تامس اندرو دې پایلې ته ورسیدل چې ډیر ژر به بېړۍ ډوبه سې او د شپې په نیماېې کې ېې امر وکړ چې ژغورونکې کیښتۍ دې اوبو ته ور کوزې سې.
تایتانیک یواځې ۲۰ ژغورونکې کیښتۍ لرلې چې د ۱۱۷۸ تنو د ژغورلو وړتیا ېې لرل خو لکه څنګه چې مخکې نغوته ورته وسوه د بېړۍ د سورلیو شمیر ۲۲۲۳ تنو ته رسید.
له دې سره سره لومړی او دوهمه درجه سورلیو په آسانۍ سره ژغورونکو کیښتیو ته لاسرسی لاره دا په داسې حال کې چې درییمه درجه سورلیو بیا ورته اسانتیاووته لاسرسی نه لاره، یوه ستر ور(در) درییمه درجه سورلي له لومړیو او دوهم هغو څخه جلاکول او کله چې دلومړۍ او دوهمې درجې سورلیو ښځې او ماشومان وژغورل سوه،درییمه درجه سورلیو لاهم انتظار ویست، لومړی ېې ښځې او ماشومان سپاره کول، دوو تنو کارکوونکو بیا په پرله پسې ډول د رامنځته سوې ناوړه اکر(وضعیت) ریپوټ ورکاوه، دا پیغام څوبېړیو ته د المپیک په ګډون چې د تایتانیک غبرګونې خور ګڼل کیده ور ورسید خو هغوی بیا دومره لري وه چې په وخت سره ېې پیښې ته رسیدنه نسوه کړای، یوه بېړۍ له پېښې ۴ ساعته وروسته سیمې ته ورسیده؛ هغه وخت چې نور نو ډیر ناوخته وه.
هیڅ یو یونوال ته هم د تایتانیک ډوبېدا د منلو وړ نه وه او هیڅ یوه هم نه غوښتل چې ژر تر ژره ځان ژغورونکو کیښتیو ته ورسوې ځکه نو په سر کې ژغورونکې کیښتۍ څه ناڅه تشې هم وې. خو د لږ وخت له تیریدو وروسته يونوال هم پوه سوه چې اکر په ریښتیا چې کړکیچن دی او بېړۍ ورو ورو په اوبو کې ننوتله. د سهار په ۲ بجو او ۲۰ دقیقو بېړۍ په منځ دوه ځایه سوه، یوه برخه ېې په اوبو کې ډوبه سوه، څو شېبې وروسته پاتې برخه هم د اوبو تل ته شوه(کوزه) سوه اوپه دې توګه نه ډوبېدونکې بېړۍ د تل لپاره ډوبه سوه. داپه داسې حال کې چې د ۲۲۲۳ تنو سورلیو له ډلې څخه یواځې ۷۰۶ تنه وژغورل سوه او پاتې ټول د تایتانیک په ملتیا د اوبو ژورو ته ور کوز سول، له دې ډلې ۱۱۹ د لومړۍ درجې یونوال، ۱۱۹ ددوهمه درجې یونوال، ۱۰۴ د درییمې درجې یونوال، ۶۸۵ د بېړۍ کارکوونکې او ۱۰۳ تنه هم ښځې وې. داپه داسې حال کې چې د ۲۲۲۳ تنو سورلیو له ډلې څخه یواځې ۷۰۶ تنه وژغورل سوه او پاتې ټول د تایتانیک په ملتیا د اوبو ژورو ته ور کوز سول، له دې ډلې ۱۱۹ د لومړۍ درجې یونوال، ۱۱۹ ددویمې درجې یونوال ۱۰۴ د درېیمې درجې یونوال ۶۸۵ د بېړۍ کارکوونکې او ۱۰۳ تنه هم ښځې وې. د ماشو مانو له ډلې هم سم نیماېې ډوب سول، ویل کیږی چې ډیرې سړې هوا هم د مړو د شمیر په ډیرولو کې مرسته وکړه، او په دې سره د تایتانیک ښکلې سورلی وړونکې بېړۍ په سمندرې خاطرې بدله سوه!
لس ټکې چې د تایتانېک په اړه نه پرې پوهیدو!
- په کال ۱۹۱۲ کی د تایتانیک د بیړۍ د بلیټ بیه په لاندی ډول وه.
لومړی درجه بلیټ: 4.350 ډالره (تر ټولو ښه ځای)
دوهمه درجه بلیټ:1.750 ډالره
درییمه درجه بلیټ:30 ډالره.
- د کنګل سره د بیړۍ له ټکر نه وروسته هم د بیړۍ ډوبیدا 2 ساعته او 40 د قیقې وخت ونیو.
- د کنګل د لیدو نه بیا د پیښي د رامنځته کېدو تر ځایه 30 ثانېې وخت وو.
- په بیړۍ کي په هرو 24 ساعتونو کي 000 ګیلنه د څښاک اوبه اوهره ورځ 825 ټونه سکاره کارول کېده.
- په (تایتانیک) کی د ټولو یونوالو(مسافرو) بار 900 ټونه درنښت لاره.
- دیارلس جوړې (نر او ښځه) دخپل شاتو میاشتي(ماه عسل) په موخه وتې وې.
- مورګان رابرټسن د تایتانیک له ناورین څخه کابو 14 کاله مخکې د عبثتوب(بیهودګۍ) تر سرلیک لاندي یو رومان ولیکه، په دې رومان کې هغه د (تیتان) په نوم دیوې تر ټولو سترې بیړۍ په اړه چي تر اوسه جوړه سوې خبري کوي چي د آپریل د میاشتې په یوه توره شپه د کنګل سره نښلي. دواړو بیړیو؛ هم تایتانیک او هم په رومان کي یاده سوې بیړۍ د ډول او راځ (طراحۍ) له مخي پوره ورته والی لاره او د دواړو لقب هم (نه ډوبېدونکې بیړۍ) کیښودل سوی وو.
- د تایتانیک څخه د ژغورل سوو په ډله کې دوه سپې هم وه.
- د تایتانیک اوږدوالی کابو د نیو یارک د سلطنتي ودانۍ سره سم وو.
- څرنګه چی په هغه وخت کې به ېې پیشو ګانې د ښه شګون په موخه بیړیو ته پورته کولې اوهم د موږکانو د له منځه وړو په موخه خو په تایتانیک کې بیا یوه پیشو هم نه وه!
د تایتانیک(نه ډوبېدونکې بیړۍ) د ځینو ژوندې پاتی سوو سورلیو برخلیک!
چا د تایتانیک بیړۍ د ډوبېدا خبر نه مانه. د 1912ز کال د آپریل په شپاړسمه ورځ، یانې د تایتانیک د ډوبېدا څخه دوې ورځي وروسته یوې امریکایۍ ورځپاڼې ولیکل: داسي ښکاري چي تایتانیک ته دي کومه وړه ستونزه ورپېښه سوې وي خو بیرته رغول سوې ده. هیڅ چا زړه نسو کولای چي د تایتانیک د ډوبېدا په اړه خبر خپور کړي ځکه چي تایتانیک نه ډوبېدونکې بیړۍ نومول سوې وه.
لومړنی ورځپاڼه چی دا جرأت ېې وکړ نیو یارک ټایمز وه. د ورځ پاڼې چلوونکي دبېړیو تمځای ته نږدې د یوه مېلمستون(هوټل) څو پوړه اجاره کړه او هلته ېې په لسګونه انځور اخیستونکي او خبر یالان ځای پر ځای کړه. امریکا په بې ساري توګه لاس او پښه سوې وه، د ژغورل سوو د رارسیدو څخه ورځ وروسته د سناتورانو له ډلي یوه ځانګړې جرګه ګۍ وټاکل سوه چي پېښه په پوره ځیرتیا وڅیړي. په میاشتو میاشتو د امریکا او اروپا عامه افکارو د تایتانیک په اړه خبرې کولې او دا پیښه د ورځپاڼو په لومړیو مخونو کې راتله، د ژغورل سوو سورلیو خاطرات سوکه سوکه خپاره کېدل. ځینو ورځپاڼو به د میرمن (ستراس) میړانه ستایله چی خپل خاوند ېې یواځې پری نه ښود او په ګډه د سمندرګي(اوقیانوس) ژورو ته لاړل، او ځینو ېې بیا په ښاغلې بروس چی د تایتانیک څښتن وو نیوکه کوله چی څنګه یې پرته له دې چې د نورو په اړه هم سوچ وکړي ځان ژغورونکي بېړۍ ته ور ورساوه او یواځي پکښي سپور سو!
خو د ځینو نورو برخلیک:
جې .بې .سمای: د (سپین ستوري) د بېړیو د کرښو چلوونکی(مدیر) په کال 1913 کې له خپلې دندي استعفی وکړه او په 1937 کې ومړ خو د ژوند په وخت کې ېې چا جرأت نه کاوه چي د تایتانیک په اړه ورڅخه پوښتنه وکړي.
د بېړۍ چلوونکی(سمیت): دپیښې په وخت کي مړ سو، خو دمړېنې په اړه ېې راځ راځ خبري کیږي.ځیني وایي چی سهار وختي ېې دوه ماشومان په غیږکي تر تمځایه(بندر) راورسول او خپله ېې بیرته د بېړۍ د ډوبېدا ځای ته ور ودانګل، څو سورلیو بیا ویلي چي هغه ځان وژنه وکړه، خو په اړه ېې لا هم کره شواهد نسته.
فریدریک فلیت: ساتونکی او لومړنی سړی وو چې کنګل ېې ولید. د بېړۍ کارکوونکو هغه تورن کړ چې لروین(دوربین) ېې نه لاره خو هغه بیا ویل چې ما سوچ کاوه چې زما ددندې ځای به پوره سمبال وي، هغه ویلي وه که مې لروین په لاس کي وای نو به مي کنګل له څلور کیلومټرۍ څخه لیدلای وای ځکه به نو تایتانیک له داسی ناوړه برخلیک سره نه مخکیدای. ښاغلي فلیت د ژوند په وروستیو کي ورځپاڼي پلورلې او په 1965 کي ومړ.
ادموند او مایکل ناوارتې: لومړی دوه کلن او دوهم څلور کلن و، پلار ېې هغه دواړه له مور څخه غلا کړي وه او له ځان سره ېې امریکا ته بېوله، پلار ېې د پیښې د رامنځته کېدو په وخت بریالی سو چي هغوی وروستۍ ژغورونکي کیښتۍ ته ورسوې او خپله ولاړ تر څو د نورو سورلیو سره یو ځای ځان ډوب کړي.
له کومه ځایه چې د ماشومانو پلار ځانته کوم بل نوم غوره کړی وو ځکه نو څوک نه پوهیده چی د هغوی پلار او مور به څوک وي؟ له همدې امله هغوی د تایتانیک یتیمان ګڼل کیده خو یوه ورځ ېې مور انځورونه ولیدل او وېې پیژندل، هغوی د ژوند تر پایه د تایتانیک د ډوبېدا پیښه هیره نکړه!
.
.
نصرالله ټولواک
[review]