شفیق امیرزی
انساني ژوند په نورو انسانانو پورې تړلی ژوند دی، د انسان ګټې او زیانونو د نورو انسانانو سره په اړیکو کې خوندي دي پرته له یوه ګروپ او ټولنې انسان خپل ژوند ته په هومره لوړوالي او چټکوالي وده نه شي ورکولی لکه په یوه ټولنه کې چې کولی شي.
موږ په ټولنه کې ژوند کوو خو په ټولنه کې ژوند ځینې اصول لري، دا سمه چې ډيری انسانان زموږ سره په دې ګروپ کې چې ټولنه ورته وایو ژوند کوي، خو داسې کسان بیا کم دي چې په دې ژوند کې ځان ثابت کړي داسې کسان به وي چې په ټولنه کې شته خو دومره بریالی نه دي په ټولنه کې فزیکي شتون لري خو د ټولنې لپاره یې ګټه نشته آن تر دې چې ټول عمر یې تېر شي بیا یې هم تر سلو کسانو ډير نه پیژني، یا دا چې تر مثبت شهرت یې منفي شهرت ډير وي، دا هم امکان لري چې په ټولنه کې یې تر ګټې تاوان ډير وي.
ټولنیز ژوند اخلاق لري، دا ژوند ځینې ځانګړي نزاکتونه لري چې ژمنتیا غواړي.
ټولنه یوه ځنګل ته ورته ده په هغې کې ډول ډول ونې شته ځینې لویې دي ځینې وړې دي چې وړې ونې د لویو ونو په وجه له ځنګله بهر سیمه نه وینې او نه هم دا هڅه کوي چې ځان لوی کړي، ځینې بیا واړه واړه بوټي وي انساني ژوند هم همداسې دی چې د هر ډول انسانو یوه ټولګه ده یو لوی دی یو ټيټ دی یو بیا تر خپل ځان پورې محدود دی خو ځينې بیا د نړۍ په کچه فکر کوي د ټولې نړۍ او انسانیت ښېګڼه غواړي هغه لویو ونو ته ورته وې چې له خپل شاوخوا چاپيریاله پرته لرې ځاینوه هم ویني.
ټولنه له ګڼو کسانو ډکه ده په ټولنه کې با وجدان سړی وي، هوښیار وي، د فکر خاوند وي، با ایمانه، سیاستوال ، دیني عالم، او دې ورته کسان وي خو په مقابل کې یې بې وجدانه، خاین، بې ایمانه، او دې ته ورته کسان وي هغه کسان چې ښيګڼې لري ښيګڼه خپروي ښېګڼې کوي خو هغه چې مضر وي یوازې د ضرورونو زېږونه کوي.
ټولنه له یو بل سره په اړیکو ولاړه ده دا چاپېریال د انسان په روزنه کې تر وراثت ډیر اغېزه لري هغه کسان پیاوړي کسان دي چې په ټولنه کې د سالمو او نیکو اړیکو درلودونکي وي.
د ټولنې له مثبتو اړخونو ګټه واخلي منفې اړخونه یې د امکان تر حده د ښېګڼې لپاره و تراشي خو که چېرې له صیقل وروسته د ټولنې په ګټه نه وو هغه له منځه یوسي او له بدیو پاکه ټولنه جوړه کړي.
ټولنیز ژوند انسانان جوړوي انسان پرته له ټولنې ژوند نه شي کولی او ټولنه پرته له انسانه شتون نه لري خو ښې ټولنې د ښو انسانانو محصول دی چې بیا وروسته ښې تولنې ښه انسانان جوړوي په دې مانا چې که مو راتلونکې نسل ته ښه ټولنه میراث پرېښوده به بیا ټولنه ښه نسل روزي.
ښه انسانان په خپل ټولنیز ژوند کې یو احساس لري په زړه کې د دردمنو په لیدو درمنېږي خو هغه کسان چې هغوی د نورو درد نه شي حس کولی هغوی په ټولنه کې شته خو د ټولنې له نظم سره برابر نه ځي.
که موږ وګورو هغه ټولنې چې هلته خلک د یو بل کس درد او غم خپل ګڼي هغه ټولنې له یو بل سره کلکې ولاړې او په هر حال کې یې د یو بل لاس نېولی وي.
په اصل کې د ټولنې د رامنځ ته کېدو فلسفه همدغه وه چې انسانانو د بهرنیو خطرنو په وړاندې د یو قوت کېدو لپاره د خپلو غوښتنو او فکرونو د رامنځ ته کېدو لپاره یې ټولنې جوړې کړې وې.
دا جوړښت ورو ورو لوی شو آن چې اوس لویې ټولنې را منځ ته شوې دي چې انساني ژوند ته یې بدلون ورکړی دی دا ټولنې د یوه فکر په بنسټ ولاړې دي هغوی د انساني همدردۍ په وجه تل یو بل ته ګټور پرېوزي.
کومې ټولنې چې په روښانه افکارو جوړې شوې هلته د یو بل زغمل وي، ښه اخلاق د خلکو په زړه او عمل حاکم وې او هغه ټولنې چې هلته خلک د یو بل د شخصیت په وړاندې حسد نه کوي او د یو بل د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړ نه کړې هغه ټولنې که په مادي ډول شاته پاتې هم وي خو په معنوي ډول په داسې ټولنو کې خلک د امن، سولې او خوښۍ احساس کوي.
خو بیا هغه ټولنې چې هلته انساني رښتنې اخلاق نه وي، خلک د یوه ښه دود پیروي نه کوي، انسانان له یو بل څخه د بد امنی احساس وکړي، خلک یې د یو بل د پرمختګونو په وړاندې خنډ شي، یو د بل د مال او شتو په وړاندې حسد او بخیلي وکړي، یو د بل د شخصیت د له منځه وړو لپاره توطیې جوړې کړې په داسې ټولنو کې په مادي ډول پرمخ هم تللې وې خو دا ټولنه ټيټه ده ځکه پداسې ټولنه کې خلک د امنیت احساس نه کوي ټول له یو بل ډارېږي خپل مال اولاد او آن سره په خطر کې ویني.
زموږ ټولنه ورو ورو په داسې یوه ټولنه بدلېږي چې خلک د نا امنی احساس کوي دلته ډيری وګړي د یو بل په درد ځان دردمن نه بولي.
وګړي په یوه داسې حالت کې ژوند کوي چې نیم یې له لوږې مړه کېږي او نیم یې له مړښته انساني ژوند په دې ټولنه کې تقریبا په خطر کې دی.
دلته ډيری کسان ځان مسول نه بولې آن د قانون په وړاندې هم احترام نه لري زموږ په ټولنه کې هغهه کسان چې خپله قانون جوړوي هغه خپله د قانون په ماتولو لګیا دي.
له وړو چارو نېولې آن تر ډيرو لویو چارو خلک د قانون او دودونو په وړاندې ولاړ وي بېل نومونو او د بېلو ډلو د رهبرۍ په نامه څو کسان د ټول ولس حقونه تر پښو لاندې کوي د ټولنو د زوال یو علت په ټولنو کې بې عدالتي ده.
عدالت یوازې په شتو او پیسو کې نه ده په هر څه کې عدالت ته اړتیا ده قانون هم د یوې ټولنې د فقیر او شتمن لپاره یو ډول وي.
حکومتونو باید هڅه وکړي چې په ټولنه کې د ټولنیز عدالت د پلې کولو لپاره هڅه وکړي.
ښې ټولنې هغه ټولنې دي چې هلته هر وګړۍ ځان د نورو په وړاندې مسوول و بولي د یو بل د ګټو لپاره هڅې وکړي او د یو بل د ګټو په وړاندې خنډونه را منځ ته نه کړې د یوې سوکاله ټولنې په هیله.
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی