ژباړه: انجنیر فرید عاطف
DRIVEN PRECAST CONCRETE PILES
ټک وهل شوي مخکې جوړ شوي کانکریټي میخي تهدابونه په ځمکه کې د میخ ټک وهونکي د څټک وهلو په واسطه جوړیږي .په دې میتود کې لرګین ،مخکي متشنج شوي کانکریټي او اوسپنیز میخونه کاریږي .دا میخي تهدابونه د هرډول مقطعې لپاره جوړیږي لکه مربعوي ،څو ضلعي ،مستطیلي او دایروي .
وړاندې له دې چې د ټک وهلو پروسې پیل شي د میخي تهداب د سر د ماتیدو د مخنیوي لپاره باید لازم تدابیر په پام کې ونیول شي.دا کیدای شي د انجامي زغم غوښتنو او ټک وهلو شرایطو له مخې مالوم شي.د مخکې جوړ شوي کانکریټي میخ ټک وهلو میتود نیمګړتیاوې.
کیدای شي د ټک وهلو په وخت میخ په داسې ځای کې زیانمن شي چې سطحه یې نه ښکاري .
که د میخ ټک وهلو پرړاندې په ځمکه کې کوم خنډ پیدا شي کیدای شي له خپل ځایه بې ځایه شي.
د میخ اوږودوالي له ټک وهلو وړاندې محاسبه کیږي ،مګر ددې فرضي دقت په ساحه کې مالومیږي ،که یومخ لنډ وي نو بیا غزول یی ستونزمن دي او که اوږود وي پری کول ستونزمن دي او ډیر لګښت غواړي .
د ټک وهلو لپاره زیاتو وسایلو ته اړتیا وي او همدارنکه د ځمکې سطحه باید پوره سخته وي چې وکولی شي دټک وهلو په وخت ماشین ونه خویږي .