لیکنه: عبدالوافي نايبزی
د پانــګې مفهوم
د اقتصاد په علم (سپماعلم) کې د پانګې مفهوم د عامې اصطلاح سره توپير لري.
په اقتصاد کى د پانګې نه موخه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د نوي عايد د لا سته راوړلو لپاره کارېږي. يا په بل عبارت، پانګه د دولت (شتمنۍ) هغه برخه ده چى د نور دولت د لاسته راوړلو سبب ګرځي لکه، سرکونه، ماشينونه، تعميرونه، برېښنا بندونه، خام (اومه) مواد او داسى نور.
پانګه نېغ په نېغه (مستقـيماً) د تسکين سبب نه ګرځي بلکه د تسکين په خاطر د نورو توکو او خدماتو د رامنځته کولو وسيله ده. د بېلګې په ډول که چېرې يو شخص د شخصي کارونې لپاره يو موټر اخيستی وي نو پدى صورت کې دا پانګه نده، مګر که چېرې همدغه موټر د سپرلۍ لپاره وکارول شي نو بيا پدې صورت کې دا پانګه ده، په همدې ترتيب سره که د ډبرو د سکرو بېلګه راواخلو نو که چېري په کور کې د سوځېدلو لپاره وکارول شي نو پدې صورت کې دېته پانګه نشو ويلی او که چېرې همدغه ډبرو سکاره راواخلو او د خښـتو په داش کې يې وسوځوو نو پدې صورت کې مونږ بيا همدغې ډبرو سکرو ته پانګه ويلی شو.
ياده دې وي چې يوازې اويوازې هغه څيزونه په پانګه کې شامېلېدای شي چې د نورې پانګې د لاسته راوړلو وسيله ګرځي.
پانګه داسې تعريفولی شو:
پانګه د هغې ثروت (شتمنۍ) څخه عبارت ده چې د هغې د دوران په بنسټ په پولي او مالي بازارو او بېلابېلو سکتورونو کي عايد لاسته راشي.
يا: پانګه د هغې مالي وسيلې څخه عبارت ده چې د توليد په لاره کې د خدماتو/توکو د عرضې بڼه اختيار کړي او پکار يوړل شي .
په همدي ترتيب وتلو اقتصاد پوهانو پانګه په لاندې ډول تعريف کړيده:
١- اډم سميت: سرمايه ( پانګه ) د يو شخص د شتمنۍ هغه برخه ده چې د نوي عايد د لاسته راتلو باعث ګرځي.
٢- الفرډ مارشال: پانګه عبارت له ټولې هغه شتمنۍ څخه ده چې د توليد د عواملو د يو عامل په حيث وکارول شي.
پانــګه او پانــګونه؟
کله چې مونږ د پانګونې خبرې کوو نو پرته له شکه زمونږ ذهن ته پانګه راځي، نو همدغه پانګه ده چې د پانګونې لپاره لاره اواروي . پرته د پانګې څخه، ځمکه، کار، مشري (رهبريت)… چې د توليد د اړينو عواملو څخه شمېرل کېږي، مونږ نشو کولی چې د پانګې اچونې څخه خبرې وکړو نو پدى ترتيب هر يو د دغو عواملو څخه د توليد او خدمت په وخت کې د ځانکړي اهميت درلودونکي دي. کله چې مونږ وغواړو ترڅو د کار او ځمکې د منابعـو (سرچينو) څخه د پانګونې لپاره ګټه پورته کړو نو لومړی بايد چې د پانګونې د تمويل لپاره فکر وکړو، تمويل بل څيز نه بلکې د پانګې برابرول او تراکم دى.
يو پانګوونکی پس له دى نه چې وکولی شي د پانګونې لپاره سرچينه (منبع) تمويل کړي نو د توليد د نورو عواملو په يوځاى کېدو سره به په پانګونې پيل وکړي . مونږ کولی شو چې په بېلا بېلو برخو کې لکه کرنه، صنعت، سوداګرۍ، معادن او داسې نورو کې پانګونه وکړو.
پانګه د توکو او خدماتو د توليد د يو اړين عامل په توګه پېژندل کېږي. که چېرې پانګه په عادلانه توګه ووېشل شي نو د يوې ټولنې د ژوند د سطحې د لوړوالي سبب ګرځي، ولې په هغه صورت کې چې پانګه په غيرې عادلانه توګه توزيع شي نو په يوه ټولنه کې به د ژوند په سطحه کې واټن نور هم پراخه شي. او په همدې ترتيب به د يوې ټولنې د خاصې طبقـي د ژوند سطحه لوړه شي او پاتې ټولنه به لکه د پخوا په څېر د فقـراو غريبۍ لاندې ژوند تېروي.
همدارنګه پانګه يوه د اړينو عواملو د پانګونې څخه ده چې د هغې د مقدار لپاره کوم بريد (حد) نه دی ټاکل شوی او يوه اړينه او عمده وسيله د ګټـې د لاسته راوړلو شمېرل کېږي چې پانګه د خدماتو د عرضې او د توليد په جريان کې زياتېږي.
څـرنګه چې پانګه د توليد د اړينو عواملو څخه يو اړين عامل شمېرل کېږي نو ښه به دا وي چې د دغه فکتور په اړه کې چې افغانستان يې د کمښت سره مخ دی يو څه زيات روښانه کړو چې د دغو څرګندونو په مرستې سره مونږ پوهېدلی شو چې افغانستان ولې د پانګې د کموالي سره مخ دى او د دغې ستونزې څخه د وتلو لار به څه وي؟
نور بیا…