لیکنه: نصیر کوټوال
پانګه د تولید د څلورګونو سرچینو څخه یوه مهمه او کلیدي سرچینه ده. هر څوک د خپل ځانګړې لیدلوري له مخې پانګه تعریفوي. محاسب ته هغه څه پانګه ده چې یو کاروباري یې د خپل کاروبار لپاره لګوي. په کامرس او کاروبار کې پانګه د کاروبار د تمویل په مانا ده او همدارنګه په ملي اقتصاد کې پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید په پروسه کې کارول کیږي. په دغه لیکنه کې مونږ د پانګې په ځانګړتیاوو او ډولونو بحث کوو خو تر هر څه مخکې د پانګې، شتمنۍ، پیسو او عاید په اړیکه خبرې کوو.
د پانګې او شتمنۍ اړیکه: لکه مخکې مو چې وویل پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید لپاره کارول کیږي. د دغه تعریف څخه ښکاري چې شتمني لوی مفهوم او پانګه د هغه په پرتله کوچنی مفهوم لري. ډیر داسې شیان شته چې زمونږ د شتمنۍ برخه به وي خو چې لا مو د تولید پروسې ته نه وي لېږدولي پانګه نه ګڼل کیږي ځکه خو ویلای شو چې ټوله پانګه شتمني ده خو ټوله شتمني پانګه نه ده ځکه پانګه د شتمنۍ ټولې ځانګړتیاوې لکه افاده، کمیابي، د لېږد قابلیت او نور لري په داسې حال کې چې ټوله شتمني د پانګې ځانګړتیاوې نه لري.
د پانګې او پیسو اړیکه: د پانګې عام تعریف په کاروبار کې د پیسو لګښت دی. خو د اقتصاد تعریف پیسې تر هغه وخت پانګه نه ګڼې تر څو چې د پانګه ایزو شتمنیو لکه ماشین آلاتو، ځمکې او نورو په رانیولو و نه لګيږي. هغه پیسې چې د لګښت کوونکو consumers په لاس کې دي او یا هم هغه پیسې چې راکدې پرتې وي پانګه نه ګڼل کیږي.
د پانګې او عاید اړیکه: پانګه عاید زیږوي ځکه خو پانګه منبع یا سرچینه او عاید یې پایله یا موخه ګڼل کیږي. کله چې د عاید څه برخه پس انداز او بېرته په کاروبار کې ولګول شي د پانګې بڼه خپلوي.
د پانګې ځانګړتیاوې:
پانګه د طبیعت لورینه نده او د انسانانو د هڅو په وسیله رامینځته کیږي. دا د تولید دوهمي سرچینه ده چې په مصنوعي ډول پنځول کیږي. پانګه د تولید اندازه زیاتوي او د تولید پروسې ته چټکتیا ورکوي.
د پانګې عرضه د کشش یا ارتجاعیت لرونکې ده. په دې مانا چې د پانګې اندازه د پانګې په جوړښت capital formation پورې اړه لري. د پانګې جوړښت بیا په اقتصادي جریان کې د وګړو او نورو مالي بنسټونو په سپما پورې تړلی دی، البته هغه سپما چې د تولیدي موخو لپاره اقتصادي جریان ته لار پیدا کړي. د پانګې د جوړښت ډېرښت د پانګې عرضه زیاتوي او په مقابل کې یې کمښت په اقتصادي جریان کې د پانګې د عرضې د کمښت لامل کیږي.
پانګه د تولید داسې یو عامل دی چې په اسانۍ سره لکه د کاري ځواک په څېر نه نابودیږي. یوازې په ټاکل شوو استهلاکي دورو کې د پانګه ایزو شتمنیو ارزښت کمیږي او تر یو اوږده مهال وروسته له کاره لویږي. همدارنګه د یو ځای څخه بل ځای ته د پانګې لیږد خورا اسانه دی.
په پانګه رانیول شوې پانګه ایز توکي نیغ په نیغه زمونږ اړتیاوې نه پوره کوي بلکې نوموړي توکي لکه ماشینونه، ځمکه او نور د لګښتیزو توکو د تولید لپاره کارول کیږي او نوموړي توکي بیا په مستقیمه توګه د لګښت کوونکو اړتیاوې پوره کوي.
د پانګې ډولونه:
په دې برخه کې غواړو د پانګې د ځینو ډولونو څخه لنډه یادونه وکړو.
ثابته پانګه: ثابته پانګه یا Fixed Capital هغه پانګې ته ویل کیږي چې په اوږدمهاله توګه د تولید په پروسه کې کارول کیږي لکه ماشینونه، د ترانسپورت وسایل، ودانۍ، تجهیزات او نور. ثابته پانګه د ځای له پلوه د ثابت پاتې کیدلو په مانا نده بلکې دا په هغه پانګه ایزو لګښتونو اطلاق کیږي چې په اوږده مهال کې ثابت وي. د ماشین الاتو، تجهیزاتو، تعمیراتو او نورو دغه ډول شیانو لګښتونه همداسې یوه ځانګړتیا لري.
بدلیدونکي پانګه: دغه ډول پانګه چې Working Capital یې هم بولي د پانګې هغه ډول دی چې یوازې یو ځل د تولید په پروسه کې کارول کیږي، ښه بیلګه یې د تولید لپاره خام مواد دي. دغه ډول پانګه ایز لګښتونه د تولید شوو توکو او چوپړتیاوو د خرڅلاو له لارې بیرته پوره کیږي.
د یوې موخې لپاره کارول کیدونکې پانګه: دغه ډول پانګه چې په انګلیسي یې Sunk Capital بولي، د پانګې هغه ډول دی چې په تولید کې د لګښت ځانګړی ځای لري او له هغه پرته په نورو ځایونو کې ورڅخه کار نه اخیستل کیږي. د بیلګې په توګه د ټوکر اوبدلو یو ماشین چې د ټوکر اوبدلو پرته د کوم بل کار لپاره ورڅخه ګڼه نشي اخیستل کیدای. د پانګې د دغه ډول په مقابل کې هغه پانګه ده چې په هر ځای کې کارول کیږي. دغه ډول پانګې ته لامبو وهونکي پانګه یا Floating Capital وایي. د بېلګې په توګه موټر، بریښنا او نور هغه څه دي چې په هر ځای او هر هدف لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.
ټولنیزه پانګه: ټوله هغه فزیکي شتمني چې په یو هیواد کې د عامه ګټې اخیستنې لپاره رامینځته شوي وي او سوداګریزه بڼه و نه لري ټولنیزه پانګه ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه سړکونه، عامه پارکونه، بریښناکوټونه او داسې نور. د دغه پانګې په وړاندې شخصي پانګه یا Private Capital ده کوم چې د افرادو په واک کې وي او د هغوی د شخصي عاید د زیاتوالي لامل کیږي.
نړیواله پانګه: دا د پانګې هغه ډول دی چې د نړیوالو مالي سازمانونو لکه نړیوال بانک، د پیسو د نړیوال صندوق او نورو په واک کې وي.