ليکنه: ډاکټر لطيف ياد
شنکر اچاریه پانیني د لرغونې ګندهارا یو ژبپوه او ګرامر لیکونکی او د ويدي ژبې نامتو عالم او پوهاند و چې د عیسی مسیح علیه السلام د زېږيدو نه څلور پيړۍ وړاندې د ګندهارا په پشکلاوتي يا دپښتونخوا د اوسنۍ چارسدې په سېمه کې د نندا د واکمنۍ پر مهال ژوند کاوه٠ تاریخپوهان د پانیني د ژوند موده د عیسی مسیح علیه السلام د زیږیدو نه د مخه د ۵۲۰ او ۴۶۰ کلونو تر مینځ اټکل کوي. داسې ويل کيږي چې د پانیني د پلار نوم پاني، د مور نوم يې داکسي، د ورور نوم يې پينګالا او د ماما نوم يې ديادي و٠ پانینی د ټکسیلا په پوهنتون کې چې د هغه عصر دمشهورو پوهنتونو نه و؛ استاد و. په پنچاتترا نومي کتاب کې راغلي دي چې پا نيني د يوه زمري له لاسه ووژل شو٠ پانيني ويدي ژبه کره، سمه او مهذبه کړه او سنسکرېت نوم يې پرې کېښود يعنې سمه، کره، مهذبه، بشپړه او کامله ژبه٠
لوی استاد ارواښاد علا مه عبدالحی حبيبي د کيمبريج هسټري اف انډيا د لومړي ټوک په حواله دپانيني داثارو په اړوند داسي ليکلي دي:
دپانيني آثار اوس هم موجود دي چې د ځينو پو هانو له خوا ژباړل شوي دي٠ د مشهور ختيز پوه ميکس ميولر د وينا پر بنسټ پانيني خپل اثار د ٣٥٠ زېږدېز کال نه د مخه ليکلي دي اودده دمهمو کتا بو نو نه ډېر مشهور يې د ګرامر قواعد او نحويات دي٠ دغه کتاب (اشټ ادهيايا يعنې اته ويناوې نو ميږي چې هره برخه يې يوه ادهيا يا ويناده٠
داسي روايتونه او شواهد هم شته چې تر پانيني د مخه هم ځينو پو هانو د سنسکريت ګرامر کښلی و، ځکه پانيني په خپل کتاب کې ٦٤ تنه اسلا ف ښودلي دي چې تر ده د مخه يې پردې کار ګوتې پورې کړې وې٠ د بېلګې په توګه پانيني دساکاټاينه او ياسکا نومونه اخلي چې ياسکا د پانيني سلف و٠
تر پانيني وروسته نور پو هان هم د ده د کتاب په شر حه بوخت شول٠ دبيلګې په تو ګه يو عالم کانا يانا نومېد چې د ده ياداښتونه او شرحه وارتيکا نو ميږي او اوس هم دا کتاب شته٠ بل مشهور شارح يې پاتانجلي نو ميږي چې دعيسی مسيح له زېږېدو نه ١٥٠ کلونه وړاندې يې د پا نيني لو يه شرحه ليکلې چې مها بها شيه نوميږي او په دغه شر حه کې د کلا سيک سنسکرېت تاريخي او انتقادي پلټنې شته او دپانيني د٤٠٠٠ قاعدو او رولونو نه يې١٧١٣ قاعدې په انتقادي بڼه شر حه کړيدي اوګونارديابلل کيږي٠ سنسکريت د لغاتو کتا بو نه او قواميس هم لري٠ لومړنی مشهور کتاب يې امارا کوسا يا (تلپاتې خزانه ) نوميږي٠
د پانیني ګرامر انګریزی ژبپوه او ګرامر لیکونکی سر ویلیم جونز ته هم په لاس ورغلی و او هغه نظر ورکړی و چې چې دغه ګرامر داوستا، هندی، آریایی او د هغو نه د پښتوژبې سره اړیکي لري.
پانیني ته په لومړي ځل دا پته ولګیدله چې د هرې ژبې الفاظ او توري دخپلې اصلي ریښې او ګردان له لارې جوړیږي .
د پانیني په ګرامر کې موږ د پښتونخوا او افغانستان د ژبو او سیمو څرک هم لیدلای شو لکه کابیشا( کاپیسا). همداراز دپانینی بل کتاب سمکرتیه نومید چې به پښتو کې یې مانا سمې خبرې دي.