لیکنه: افتخار احمد همدرد
د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکن افغانستان او پاکستان ته تر سفر کولو وروسته په خپل نوي اظهاراتو کې ویلي دي، چې پاکستان نه یواځې د حقاني شبکې او طالبانو څخه ملاتړ کوي، بلکې دې دواړو ډلو ته نظامي تجهیزات هم ورکوي او د جګړې لپاره یې افغانستان ته استوي.
جان مکن وايې، په شعار ورکولو سره سوله نه راځي، که پاکستان رښتیا هم سولې ته ژمن وي، نو پخپله خاوره کې دې د تروریستانو اصلي ځالې د منځه یووسي او د دوې په مقابل کې دې د زړه د اخلاصه وجنګیږي.
جان مکن دا خبرې په داسې حال کې کوي چې پاکستان د افغانستان سولې ته ځان یو ژمن هیواد بولي او د تروریستانو د ملاتړ خبره په کلکه ردوي، پاکستان په وارسا غونډه کې د ولسمشر غني د وروستي اظهاراتو په اړه چې پاکستان یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړی، ویلي دي چې دا ډول خبرې د وضعیت په ښه کیدلو کې هیڅ راز مثبت رول نشي لوبولی، د پاکستان په وینا دوی تل په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي نو ښه خبره به دا وي چې افغانستان د خپل داخلي ستونزو پړه پر پاکستان وانچوي.
اوس اصلي پوښتنه داده چې که د افغانستان د بی ثباتۍ او نا امنۍ ستونزه د پاکستان له پلوه نه وي ، نو کوم هیوادونه او ډلې د تروریستي ډلو سره مرسته کوي ترڅو دومره په آسانۍ د افغانستان خاورې ته داخل شي او دلته امنیت د ګواښ سره مخ کړي؟
پاکستان د تیر پنځلس کالو را پدیخوا تل یوه خبره تکراروي،چې مونږ په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو، خو په عمل کې یې تر اوسه هیڅ کوم اقدام نه دی کړی.
پخوا به یواځی د افغانستان چارواکي د پاکستان د مداخلو په اړه خبرې کولې خو اوس نو ټوله نړۍ ته دا خبره ښکاره ده،چې پاکستان په سیمه کې د تروریستانو یواځینې ملاتړی هیواد دی، کله چې جان مکن پاکستان په سیمه کې د تروریزم په ملاتړ ګواښوي، نو دې خبرې څخه داسې انګیرنه کیږي چې امریکا داسې اسناد او شواهدو ته لاس رسۍ پیدا کړی کوم چې دا ثابتولای شي چې پاکستان د تروریزم یو ملاتړی هیواد دی.
یو شمیر شننونکي په دې اند دي، چې پاکستان یو داسې هیواد نه دی چې د مذاکرو او دیپلوماسۍ له لارې یې د مسایلو واقعیت ته متوجه کړو، بلکې دا هغه زخمي مار ته ورته دی، چې تل نورو ته په ضرر رسولو ځان خپلو سیاسي موخو ته رسوي.
ځینې شننونکي په دې نظر دي چې پاکستان که څه هم د ډیورند کرښې مسئله او د هند سره د افغانستان نږدی اړیکې بهانه کوي او غواړي د افغانستان په داخلې چارو کې لاس وهنه وکړي، که چیرې د ډیورنډ د کرښې مسئله حل او همدارنګه د هندوستان هیواد سره د افغانستان اړیکې په کلي شکل ختم شي، بیا به هم پاکستان خپلو مداخلو ته دوام ورکوي او د تروریستي ډلو څخه ملاتړ وکړي، نو دا خبرې مونږ ته دا په ګوته کوي چې ځینې نور مسایل شته، کوم چې پاکستان ته تر دې دوو موضوعاتو هم ډیر مهم دي.
د افغانستان په هکله د پاکستان رښتینی سیاست دا دی چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې قدرت ته ورسوي، پاکستان له شروع څخه د تروریزم پر وړاندې د نړیوالې مبارزې سره موافق نه وو، او ددې برخلاف یې تل د تروریستي ډلو د وسلو تجهیز او ملاتړ ته ادامه ورکړی.
له بل لوری پاکستان د طالبانو شکست په حقیقت کې خپل او د خپل منطقوي سیاستونو شکست ګڼي، پاکستان د کلونو راهیسې هڅه کوي تر څو داسې یوه ډله په افغانستان کې واک ته ورسوي ، کوم چې د دوی آزادانه مداخلو ته پوره لاره هواره کړي او دغه هیواد د دوی په پنځمې سوبی باندی تبدیل کړي، نو ځکه همدې موخو ته د رسیدو لپاره پاکستان هیڅکله هم نشي کولای د تروریستي ډلو د ملاتړ څخه لاس په سر شي.
You also might be interested in
ژباړه: شرر ساپی په فارس ډېره موده واوښته، د زردشت دين[...]
– رحيم الله ځيرک – پښتانه: ځينې وخت لیکوال دې[...]
پړسیدونکي سیمنټ د سیمنټو یوځانګړی ډول دی کله چې له[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی