لیکنه: روښان خادم
درنو دوستانو د وطن د ملی شخصیتونو سره زما د سترګو لیدلی حال دی
عبدالملک خان عبدالرحیم زی او ملی متحده جبحه.
ببرک کارمل د دسمبر دمیاشت په ۷نیټه کال ۱۹۷۹ دروسانو په تیاره کښی کابل ته راوستل شو او د یو تالی څټی او مزدور په حیث د برژنیف د قوماندی لاندی د کابل په تخت کښینول شو
کارمل اوپرچمې ملګرو يې خانته مادرن کمونستان ویل او کوښښ یې کاوه چې د یو لړ بدلونو په راوړو سره د افغانستان په مجاهد ملت کښی خپل پلویان زیات کړی او دغربی نړی هیوادونو ذهنیت کښی هم یو څه نرمې راولی خو د روسی عساکرو په موجودیت کښی دده هر اقدام د افغان مجاهد ملت او نړی د تردید سره مخ وه . افغان مجاهد ملت د مقابلی اراده کړی وه دین . وطن او ټول ملت د خطر سره مخامخ وه بله داچی دا وخت دروس او امریکا بین المللی سیاسی سرحدات معلوم و خو د روس یرغل دامریکا ګټی اوبین المللی سیاسی سرحدونه د ګواښ سره مخ کړی و پاکستان چی د امریکا او انګلیس د نږدی دوستانو څخه و او ددغه دواړهیوادنو ګټی او اهداف یې په منطقه کښی ساتل دهغو په اشاره هغه اعمال تر سره کوول چې د هغوی خیر او سلا پکښی وه نه د افغانانو خیر . .
ببرک کارمل په لومړی قدم کښی یو عده زیات سیاسی او غیر سیاسی بندیان د پلڅرخی له زندان څخه خوشی کړل چې ددغه سیاسی بندیانو په ډله کښی یو هم مرحوم وزیر عبدالمالک عبالرحیم زی و ا و زما د بحث موضوع هم همدا ده
مرحوم عبدالمالک خان ( ۱۹۵۳-۱۹۶۳) د مرحوم شهید سردار محمد داوود خان د صدارت په لومړیو کالوکښی دمالیی د وزیر په حیث به حکومت کښی وظیف درلوده او په ډیر جدیت او ایماندارئ سره یې د افغنستان دترقی او پرمختیا په خاطرد مرحوم داوود خان سره ګډ کار کاو خو وروسته له یو څه مودی په کوم دلیل زندانی شو او د ۱۹۷۹ع کال پوری بندی و ددغه ملی شخصیت د ژوند دا برخه یو ځانګړی تحقیقی ، تحلیلی او عمیق بحث دی چې ددی لیکنی موضوع نه ده
کله چې عبدالملک خان له زندان څخه راووت ( ۱۹۷۹) او په خپل کور کښناست د روس د بی شرمانه تیری او دهغوی د غلامانو په ضد یې د وطن د ازادئ په خاطر په کار مصروف شو او د (میلی متحدی جبهی ) تر نامه لاندی یې د خلکو په راټولو پیل وکړ او دا په دغه دوران کښی لومړنی ځل و چې په دغه نوم یو جریان په حرکت پیل وکړ چې اساسنامه او مرامنامه یې درلوده او اختصاری صورت یې د کابل پوهنتون په محصلینو کښی په سرعت سره خپور شوی او د کابل ښاریانو ته هم رسیدلی و دا څو پاڼی د یو تن په وسیله ماته هم راورسیده او د لوستلو وروسته یې ما سره سوالونه پیدا شول .
یوه ورځ هماغه شخص چې دا پاڼی یې راکړی دعوت کړم چې دوزیر صاحب سره وګورو ماهم ومنله ورخ مو وټاکله زه او زما یوبل دوست دمرحوم عبدالملک خان کورته چی د غازی لییسی ته مخامخ و ورغلواو دغه ملګری اودکور خدمتګار دملاقات کوټی ته بوتلو کله چی کوټی ته ننوتلو ما غوښتل چې په یوه یو نفری کوچ کښینم خو دغه دوست زما مانع شو او راته یې وویل دلته وزیر صاحب کښینی دا د هغه کرسئ ده زه هم بل ځای کښناستم او یوه څو شیبی لا ناست نه و چې وزیر صاحب کوټی راداخل شو . د تعرف او معرفی نه وروسته مرحوم مالک خان د ملی متحدی جبهی په اړوند ډیری خبری وکړی . د مصونیت په خاطر مونږ هم نه غوښتل چې ډیر ورسره کښینو او رخصت شو . څه وخت وروسته داسی فیصله شوی وه چې باید عبدالمالک خان ته قناعت ورکړشی چې پیښور ته ولاړ شی . زه او زما ملګری دی کارته موظف شو دا ځل زه زما ملګری ……… د مرحوم کورته ورغلو دا هغه ورځ وه دا چې ببرک کارمل یوه شپه مخکښی درادیو څخه په خپلو خبرو کښی ویلی وو (بعضی ها در خانه ها ی خود نشسته ان و خوابهای سلطنت میبیند ) . عبالرحیم زی صاحب پوښتنه وکړه چې بیګا مو د ببرک خبری واوریدی مونږ ورته وویل هو . هغه وویل دا د خوابهای سلطنت خبری ماته راجع وی او ما هم ورته خواب ورلیږلی چې : بعضی ها در درون تانکهای روسی نشته اند و خوابهای حکمرانی میبینند هغه د خپلو خبرو په دوام کښی وویل چې ببرک احوال رالیږلی و چې کرار په خپل کور کښی ارامه کښینه ستا د متحدی ملي جبهی هغه کاپی زما سره ده چې تا پری خپله د چایو پیاله ایښی ده مونږ په دی ورځ د وزیر صاحب عبدالرحیم زی خبری واوریدی او ورڅخه رخصت شو خو یو څو اونی وروسته بیا زه زما ملګری او ډاکتر صاحب ممتاز چې یو دیر عالم تحصیل کرده او د اخلاقو او وطنپرستی یو غوره شخصیت و بیا د عبالمالک خان لیدو ته ورغلو د پخوا پشان په ډیر احتیاط او ډار سره مو ځان د هغه کورته ورساوه او دمیلمنو کوټې ته بدرګه شو مونږ لا د چایو پیاله را پورته کړی نه وه چې وزیر صاحب کوټی ته راغی او د روغبړ نه وروسته په خپل ځای کښیناست دوطن په باب خبزی پیل شوی او مونږ هم خپلی پوښتنې کولی دا هغه شپی ورځی وی چې د ببرک په حکومت کښی شٌون اسلامی په نوم یو نوی وزارت هم جوړشوی و . ما پوښتنه وکړه چې دا نوی وزارت څه ګټه لری چې دوی جوړ کړ وزیر صاحب وویل : دا یې ددی دپاره جوړ کړی چې اخوانیان راضی کړی او که دا ملت ددوی څخه په یو وزارت خلا ص شی دا به لویه کامیابی وی ځکه دوی د وطن دپاره ډیر خطرناک دی . روسان به حطما ماتیږی اوتښتی به حفیظ الله امین خو نظامی سړی نه ویو معلم و نو ځکه تری روسانو هر څه په څو ساعتونو کښی ونیول که زه دده په رنګه دتاجبیګ په سترا تیژیکه نقطه کښی وای شپږ میاشتی خو ورسره جنګیدم روسان خلقیان او پرچمیان دی وطن او ملت ته مهم نه دی دوی به شکست خوری ډیره خطرناکه موضوع چینایې کمونستان دی که هغوی قدرت ته ورسیدل ددی وطن په هره دروازه به زرهاو چینایې عسکر ودروی . ما ورته وویل چې وزیر صاحب ستاسو خبری او ملی موقف د اهمیت وړ دی او په پاکستان کښی د ملې رهبری د خلا د ډکیدو او د یوی ملی رهبرئ د جوړیدو په خاطر کښی تاسو تصمیم ونیسئ چې پاکستان ته حجرت وکړی نو مونږ مو د وتلو تر تیبا ت نیسو . عبالرحم زی صاحب وویل تاسو ځوانان باید ځان په خبرو پوه کړۍ د افغانستان لومړی دښمن پاکستان دی او تاسو غواړی چې ما ددښمن لاس ته کښینوی ؟ هر څوک چې دا فکر کوی د پاکستان څخه به افغانستان د روس څخه خلاصوی او بیا به ملی او مستقل وی دا غلط فکر دی په پاکستان کښی اوسیدل او ژوندی پاتی کیدل یو ستر شرط لری او هغه د پاکستان په اشارو ګډیدل او عمل دی کنه وژل کیږی نو ولی ځان خپله دښمن ته په لاس ورکړم ؟ زه هر ګز پاکستان ته نه ځم او له همدی ځای دننه په خپل وطن کښی د روس سره جنګیږم .
عبدالملک خان د یوه ملی شخصیت په حیث په ډیرو خبرو تر هر چا ښه پوهیده او مونږ په سترکو ولیدل چې د افغانستان ملی شخصیتونه لکه پروفیسور بهاوالدین مجروح ، عزیز الفت ، کړوخیل ، جنرال عبدالحیم خان کټوازی ، ډاکټر شګیوال ، شهیدجنت خان غروال ، ډاکټر لودین او په سلهاو داسی شخصیتونه په مرموز صورت په قتل ورسیدل چې تر ننه یې بیا چا پوښتنه هم ونکړه او نن یې حتی څوک یادوی هم نه او په سلهاو نور مجبور شول چې لاس په سر شی او نورو ملکونو ته پناه یوسې لکه مرحوم استاد عبالحمن پژواک ، مرحوم عبالوکیل صداقت چې په ۱۹۸۰ کال کښی یې په کوټه کښی د جهاد په عصر کښی د لومړنې لویې جرګی د جوړیدو اقدام کړی و ، ډاکټر عبالصمد حامد ، او داسی ډیر نور اشخاص چې د جهاد د سنګر څخه لیری وساتل شول تر څو د جهاد په لیکو کښی ملی موثریت ونه لری او افغانان د ملی یووالی خاوند نشی برعکسی په تنظیمونو کښی تقسیم او یو دبل سره اشتی نا پزیره او متخاصم واوسی .مونږ دهغه زهر اثرات اوس هم د خپل واحد ملت په ملی رګونو کښی حس کوو په ظاهره کښی دوستان او په باطن کښی مو زړونه د کینی څخه ډک دی او خپله دملی یووالی سر دښمنی کوو.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.