لیکنه: امین پاچا
تر کړکېچنو ټاکنو وروسته کله چې د لودیځو په منځکړیتوب د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د یوه تفاهم لیک پر بنسټ د ملي یووالي حکومت رامنځته شو، د نومړي حکومت رهبرانو له پاکستان سره د اړیکو یو نوی او تازه فصل پرانیست. غني مخکې له دې چې پاکستان ته سفر وکړي یو شمېر نورو هېوادو لکه چین، سعودي عربستان او امریکا ته سفرونه درلودل او له دې ټولو هېوادو یې غوښتنه دا وه چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو له افغان حکومت سره د ترورېزم پر وړاندې ریښتینې مبارزه او وسلوال طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي.
کله چې غني پاکستان ته سفر کوي نو د ده د سفر اصلي موخه سوله ده، غني له پاکستاني چارواکو غواړي چې له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې ریښتینې مرسته وکړي، پاکستاني چارواکي هم له ده سره بېلابېلې ژمنې کوي، دوی غني ته ډاډ ورکوي چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ به د خبرو اترو زمینه برابروي او د دې زمینې د برابرولو په بدل کې غني ته دری غوښتنې وړاندې کوي، چې یوه یې هم له هند سره ښې اړیکې نه درلودل دي.
وروسته له دې د کابل او اسلام اباد د لوړپوړو چارواکو تر منځ تګ را تګ هم زیاتېږي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز او د پوځ لوی درستیز راحېل شریف څو څو ځلې کابل ته راځي او له افغان ولسمشر سره لیدنه کوي.
په لنډو کې باید ووایم چې پاکستان د وسلوالو او افغان حکومت تر منځ د لومړۍ ناستې زمینه برابروي، د اسلام اباد په مري سیمه کې لومړۍ ناسته کېږي، افغان حکومت هم د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي تر مشر لاندې یو پلاوی استوي، طالب مشران هم برخه اخلي او پاکستان د دوی دواړو منځګړیتوب کوي. افغانان هم سولې ته هیله مند شول، په ټولنیزو رسنیو کې تر بل هر وخته د سولې موضوع ډېره توده وه.
مخکې له دې چې دوهمه ناسته وشي، د ملا عمر د مړینې خبر خپور شو او دې خبر د سولې دوهمه ناسته وځنډوله، په داسې حال کې چې د ملا عمر په رهبرۍ افغانانو ته د اختر مبارکۍ پیغام هم استول شوی و، دې پیغام او د ملا عمر مړینې خلک یو ځل بیا پر پاکستان شکمن کړل، کله چې د افغانستان ملي امنیت اعلان وکړ چې ملا عمر دوه کاله وړاندې په کراچۍ کې په یوه روغتون کې ساه وکړې نو افغانان پر پاکستان نور هم بې باوره شول. د ملا عمر د مړینې تر خبر وروسته په کابل او یو شمېر ولایاتو کې خونړۍ پېښې رامنځته شوې چې تر ټولو وېروونکې پېښه د شاه شهید پېښه وه، په دې پېښه کې تر ۵۰ کسانو زیات مړه او شاوخوا ۵۰۰ کستان ټپیان شول. د دې پېښې په دوهمه ورځ افغان ولسمشر اشرف غني یوه ګډ خبري کنفرانس ته را څرګند شو او په دې خبري کنفرانس کې یې په پر پاکستان سختې نیوکې وکړې، ښاغلي غني وویل چې د ترورېزم ځالې اوس هم له پولې د باندې دي او پاکستان د وسلوالو کلک ملاتړ کوي، ده زیاته کړه چې پاکستان نه غواړي زموږ په هېواد کې امن راشي. څو ورځې وروسته اجرائیه ریاست هم په پاکستان سختې نیوکې وکړې، اجرائیه ریاست وویل که پاکستان د ترورېزم پر وړاندې له موږ سره ریښتینې مبارزه ونه کړي نو موږ اړ یوو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړو. پاکستان دا ټول تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې موږ له افغان حکومت سره د ترورېزم په ځپلو کې ریښتینې مرسته کوو.
مخکې له دې چې په کابل کې د ریکا کنفرانس پیل شي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې وویل چې پاکستاني پوځیانو د حقاني شبکه په جنوبي وزیرستان کې سخته ځپلې او دا شبکه اوس د پاکستان په پرتله په افغانستان کې زیاته فعاله ده.
کله چې سرتاج عزیز کابل ته راځي او د ریکا په اقتصادي کنفرانس کې برخه اخلي یو ځل بیا له افغان حکومت څخه د ښو اړیکو غوښته کوي او افغان چارواکو ته ډاډ ورکوي چې اسلام اباد د کابل هرې غوښتنې ته چمتو دی. د دې خبرې علت څه دی؟ علت دا دی چې په دې وروستیو کې د پاکستان او هند تر منځ اړیکې بېحده ترینګلې شوې دي، د هند لوی درستیز تېره اونۍ اعلان وکړ چې موږ باید له پاکستان سره په سرحد کې د تیارسي په حال کې وو، نو له دې مالومېږي چې د کشمیر په سرحدي سیمه کې د پاکستان سرغړونې مخ په زیاتېدو دي او هند هم دوی ته اخطار ورکوي. اوس چې پاکستان له افغان حکومت څخه یو ځل بیا د ښو اړیکو غوښتنه کوي، علت یې دا دی چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو په درلودلو سره کولای شي هند تر فشار لاندې راولي.
اوس پوښتنه دا ده افغان حکومت له پاکستان سره څه ډول دریځ غوره کړي؟
زه فکر کوم چې له پاکستان سره اړیکه هېڅکله د افغان ولس درد نه شي دوا کولای، ځکه پاکستان نه غواړي چې افغان ولس ارام ژوند او هېواد یې پرمختګ وکړي، که دوی غوښتئ نو دا څلوېښت کاله به یې ارام پرې اېښي وو، همدغه نواز شریف چې اوس د پاکستان د حکومت په راس کې قرار لري، ویلي وو چې ما د افغانستان سل کلنه اوردو له منځه یووړه او افغانستان به بیا هېڅکله د داسې اوردو خاوند نه شي او د شعار په ډول اوس هم په خپل منځ کې همدا خبره کوي.
افغان حکومت ته په کار ده چې له پاکستان څخه مستقیمو غوښتنو ته شا کړي، بلکې له غیرې مستقیمو غوښتنو او لارو پر پاکستان فشار راوړي تر څو دې ته اړ شي چې له افغان حکومت سره ریښتینې مرسته وکړي. یعنې افغان حکومت دې نړیوالو ته مخه کړي او له دوی دې وغواړي چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو له افغان حکومت سره د ترورېزم پر وړاندې مرسته او د افغان حکومت په چارو کې له لاس وهنې لاس واخلي.
بله دا چې افغان حکومت باید د پاکستان په پرتله له هند سره سمې اړیکې جوړې کړي، ځکه هند په تېرو دیارلسو کلو کې له افغانستان سره بې شمېره مرستې کړې دي او هند کولای شي په سیمه کې د ترورېزم پر وړاندې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
په پوره درناوي.