لیکنه: عبدالقدیر مطفي
لکه څنګه چې کابل د اسلام اباد لپاره ډير ارزښت لري دا ډول اسلام اباد دکابل لپاره دخاص اهمیت او ارزښت درلودونکۍ دی. دافغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا منطقي انجام رسیدو ته نژدي شوي پاکستان اوس دافغانستان دسیاسي فشار لاندي دی نړیواله ټولنه او نور دمنطقې هیوادونه هم دپاکستان په دوه مخي پالیسۍ اوس پوه شویدي، پاکستان دفشار لاندی دی او ددي فشار نه وتلو لپاره پاکستان هر اقدام ته حاضر دی.
افغانستان د پاکستان نه نور هیڅ هم نه غواړي دافغانستان غوښتنه د امن ده او د نه لاسوهنې پاکستان دکلونو نه دافغانستان په داخلي مسایلو کې لاسوهنې ترڅنګ افغانستان په نا امنه کولو تورن دی. د افغانستان په نا امنۍ کې دپاکستان ګټه په څه کې ده او پاکستان ولې افغانستان نه امنه کول غواړي دا هغه بحث دی چې مونږ د نړیوال سیاست محور ته داخیلوي.
په تاریخي لحاظ چې کله د کمونیزم او کپېټیلزم جګړه په افغانستان کې پیل شوه پدي جګړه کې پاکستان د نورو هیوادنو په نسبت ډيره دلچسپی ځکه وښوده چې دوي ته یوه خاصه موقعه دافغانستان د کنټرول په لاس ورغله ددوي خاص هدف دا وو چې دافغانستان چارې باید دپاکستان په لاس کې ولویږي یو با ثابته او په خپلو خپو ولاړ افغانستان دپاکستان په نظر دپاکستان په ګټه ندی.
په تنظمي جګړو کې د پاکستان ښکیلتیا او د امریکا په مرسته په افغانستان کې دروس افغان جګړې دیو ستر امریکایي حامي په توګه پاکستان پدي ورسیتو کې وکولئ شو چې دافغانستان دبنیاد دخرابولو لپاره بنیادي کارونه وکړي.
دطالبانو نظام دافغانستان په سیاسي تاریخ کې دافغانستان د بنسټ ورانولو او بربادولو دوران وو پاکستان وکولئ شو چې د طالبانو په مرسته لا دا بنسټ په بنیادي شکل وران کړي.
پاکستان له یوې خوا د نړۍ د ستر نظامي او اقتصادي قدرت هندوستان سره جنجالي سرحدونه لري دبلې پلوه دافغانستان سره تاریخي مثله ډيورند لاین په مخ کې لري پاکستان پوهیږي که چیرې افغانستان با ثباته شي ممکن د پاکستان موجودیت دخطر سره مخ شي. په همدي دلیل پاکستان دافغانستان په هکله یو طرفه سوچ لري دوي نه غواړي چې افغانستان په اقتصادي سیاسي او ټولنیز لحاظ په خپلو خپو ودریږي.
کله چې د طالبانو نظام د امریکا په لاسو سقوط وکړو نو پاکستان د خپلې روایتي دود له مخې دوه مخیزه پالیسۍ د افغانستان او امریکا سره پیل کړې.
پدي کې هیڅ شک نشته چې امریکا دپاکستان پدي دوه مخیتوب باندي اګاه او پوره مسایلو پوه دي مګر بیا هم د پاکستان سره ددوستۍ او دوي ته د امتیاز ورکولو تر شا هم ځینې خاص او ځانګړي اهداف شته چې دا یو بیل بحث دی.
پاکستان دافغانستان په ارزښت پوهیږي دوي دافغانستان دچارو د کنټرول لپاره هرې قربانۍ ته تیار دي.
ورسته له دي چې دطالبانو نظام سقوط وکړو نوی افغان حکومت تشکیل شو نو افغانستان په لمړیو ۵ کلونو کې د پاکستان سره د اړیکو او ددوي سره د رابطې په محور په پوره توګه اګاه نه وه ورسته له ډير کمه وخته ورو ورو افغان حکومت دا حس کړه چې دافغانستان په نا امنۍ کې ریاستي لاسونه ملوث دي.
پاکستان د طالبانو په روزولو او ساتلو کې هیڅ نوع دریغ ونکړو دوي ته ېې مالي امکانات برابره کړه او ددوي لپاره ېې امن ځایونه جوړ کړه. او همدا دلیل وو چې نه یوازي طالبانو بلکې نورو ډيرو افراطي ګروپونو ته دکرښې هغه غاړه ریاستي امکانات برابر شوه او افغانستان ته جنګ ته راوستول شوه.
نه یوازي دا بلکې وخت نا وخت پاکستان فوځ په مستقیمه توګه دطالب، ترهګر او افراطي په شکل دافغانستان په جنګ کې مستقیمه برخه واخیسته او حتې شواهد موجود دي چې دهملند ننګرهار او نورو ولایتونو په مختلفو سیمو کې پاکستاني فوځ او ملیشه دافغان امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړې کړي.
دا خبره واضحه ده چې پاکستان په تاریخي لحاظ د ملکي حکومتونو په کنټرول کې ډير کم پاتې شویدي او ددي علت دادی چې پاکستان همیشه لپاره د فوځ د مستقیم او غیرې مستقیم کنټرول لاندي نظام لري.
د پاکستان ملکي حکومت یو سمبولیک شکل لري او اکثره مسایل دفوځ لخوا کنټرولیږي دپاکستان فوځ یا ایېسټبلېشمنټ چې د ملي امنیتي پلانNational Security Plan سربیره بهرنۍ پالسۍ Foreign Policy مکمل صلاحیت لري هیڅکله هم دافغانستان په هکله تغیر ونکړه.
او که ملکي حکومت غوښتې هم دي چې دافغانستان سره اړیکې ښې کړي نو دفوځ دسختو مداخلو او فشار په وجه بیرته شاته شوي.
د پاکستان ایېسټبلېشمنټ په مستقیه توګه دافغانستان په مسله کې رول لري دوي د طالبانو او نورو ترهګیریزه ډلو سره لاس لري په تیرو ۱۵ کلونو کې افغان حکومت هم مختلفې لارې خپلې کړي ترڅو کوشش وکړي چې دپاکستان په بهرني سیاست کې دافغانستان په مقابل کې بدلون راولي پاکستان که څه هم دافغانستان په کوششونو دنړیوالو په مخ کې مخ تورن او زښت زیات بدنامه شو مګر بیا هم پاکستان پدي پوهیږي که چیرې اوس دوي دا قبول کړي چې په طالبانو کنټرول لري نو دوي نو دافغانستان هغه ټولې ادعاوې به رښتنې ثابته شي کوم چې افغان حکومت د تیرو څو کلونو را پدیخوا په پاکستان لري…..