لیکنه: عبدالقدیر مطفي
د پاکستان دولت استراتیژي او اهداف د افغانستان دحکومت په مقابل کې په تاریخي لحاظ ثابته ده پاکستان هېڅکله یو ازاد اباد او سوکاله افغانستان نه غواړي چون په تاریخي لحاظ افغانستان د پاکستان سره ځينې بنیادي مسلې لري هغه مسایل واضحه دي د ډيورند کرښه، او د افغانستان په خاروه حاکمیت ددې نه علاوه پاکستان غواړي چې دهندوستان دنفوذ دمخنوي لپاره د کابل په خاوره خپل تاثیر ولري د دوي دا خوب د پوره کیدو نوم ځکه نه اخلي، ځکه دوي چې هغه اور دافغانستان لپاره بل کړي وو ددي اور لمبو لوګیو د دوي مخونه هم تور کړل پاکستان دیو ترهګر هېواد په توګه په ټوله نړۍ کې وپيژندل شو. پاکستان د ترهګرۍ دملاتړ سربېره د ترهګرۍ صادرات او د ترهګرو ساتنه کوي چې عملاً دافغانستان ولس ترې په اور کې ولاړ دي دپاکستان منفعت دافغانستان په بې ثباتۍ کې دی چون له یوې پلوه دافغانستان په خاوره خپل حاکمیت دافغانستان په سیاسي جغرافیه قایموي او دبلې پلوه دافغانستان اقتصادي بنسټونو نه ګټې اخلي.
په تیرو ۱۳ کلونو کې او دهغې نه مخکې د افغانستان په داخلي اموارتو کې پاکستان ښکاره لاسوهنه کوله ددې لاسوهنې اساسي هدف هم دافغانستان بې ثباته کول وو، او دافغانستان دخاورې نه دخپلو شومو اهدافو ته درسیدو لپاره زمینه سازي کول وو، په افغانستان د روسانو دحملې ورسته پاکستان د امریکا په آمریت او مرسته د افغانستان په داخلي اموارتو کې لاسوهنې ته عملاً لاره هواره کړه او دکابل په زړه يې منګولې ښاښې کړې. دوي دافغانستان د بنیاد د ورانولو کې هېڅ دریغ ونکړو او په ډېرې بې رحمئ سره ېې دخپلو جاسوسانو په لاس کابل د خاورو سره برابر کړو.
د پاکستان لخوا دافغانستان اقتصادي بنسټونه په نښه شول او د ورانولو لپاره يې رنګا رنګ منصوبې جوړې شوي ترڅو افغانستان په اقتصادي لحاظ دخپو وغورځيږي او پاکستان پدې کار کې ځکه کامیابه شو. چون په څنګ کې يې یو تعداد جاسوسان دافغانانو په نوم ولاړ وه او دوي ددې هرڅه مسولیت هم په غاړه واخیست.
د روس دجګړې په دوران کې د پاکستان لخوا دطالبانو ایجاد دا خبره یقني کوي چې پاکستاني ایسټېبلېشمېنټ د افغانستان د بربادۍ لپاره منظمه برنامه درلوده او دوي په دې کار کې ځکه کامیابه شوه چون دوي دافغانستان بنسټونه له دوخته د روس افغان جګړه کې له مینځه وړي وه.
دطالبانو په راتګ سره دوي په مستقیمه توګه کابل ته را داخل شوه او دافغانستان باقي مانده بنسټونه هم له مېنځه یوړه، دافغانستان سل کلن بنیادي بنسټونه په ډېرې بې رحمۍ سره ختم شوه، ورسته د امریکا له راتګ سره پاکستان بیا خپله پالیسي دافغانستان د ریاست د ګټو خلاف عیاره کړه او دوي له امریکا هم دخپلې وفادرۍ په بدل کې دکابل د خاورې تسلت غوښته په تېرو ۱۳ کلونو کې د حامد کرزي دحکومت په مهال يې داخوب دخاورو سره خاورې شو. پخواني ولسمشر حامدکرزي د پاکستان دسیاست په مقابل کې تېر ۱۳ کلونو کې یو منظم سیاسي دريځ غوره کړه چې په مکمله توګه دافغانستان دملي ګټو لپاره په فایده تمام شو.
پخوانۍ حکومت په دې وتوانیده چې دپاکستان اصلي څېره ټولې دنیا ته ښکاره کړې چون پاکستان له يو یوې پلوه د ترهګرۍ سره دجګړې ترعنوان لاندې امیتاز اخلي او له بلې پلوه د ترهګرۍ په ساتلو ، روزلو، او صادرلو کې عملاً ونډه اخلي.
په تېرو ۱۳ کلونو کې دطالبانو دحقانې نېټ ورک لپاره امن ځایونه د طالب جنګیالیو لپاره د جنګ وسایل او ددې ترڅنګ ددې د ترهګرو لپاره پټنځایونه جوړل د پاکستان په ولکه کې وه. پاکستان په مسلسل توګه دافغانستان اردو، ملي پولیس او ملي امینت سره په جګړه کې مستقیسمه لاس لري دوي په دې پوهېږي چې یو اباد او ځان بسایه افغانستان دپاکستان زوال دی.
نه یوازي دا په تیرو ۱۳ کلونو کې دپاکستان د فوځي ايسټېبلېشمنټ لخوا دافغانستان د ډاکټر، معلم، انجنیر، نه نیولې تر اردو پولیس امینت او ددې ترڅنګ حتې د ماشومانو ښونځي هم په تکراري توګه هدف ګرځیدلي او پاکستان په خپل پوره کوښښ سره دافغانستان په بربادۍ کې دهېڅ راز کار نه دریغ نه دي کړي. په تېرو ۱۳ کلونو کې دافغانستان حکومت په بار بار سره نړیوالې ټولنې ته دپاکستان د دوه مخيتوب په اړه خپل احتجاج کړي خو لکه څرنګه چې پاکستان دافغانستان په بربادۍ کې منافقت کوي همدا ډول په اړیکو کې هم د نړیوالو قدرتونو سره د یو منافق هېواد په توګه چلند کوي پاکستان د امریکا نه دخپل فوج لپاره سالانه ملیاردونو ډالر تر لاسه کوي او ددې پیسو هدف د ترهګرۍ سره دجګړې تر عنوان لاندي اخلي مګر برعکس همدغه پیسه دوي دجنګونو لپاره استعمالوي دافغانستان نا امنۍ کې دپاکستان لاس معلوم او ثابت دی مګر نړیواله ټولنه هم په دې اړه هېڅ دريځ نه ښکاره کوي لکه څرنګه چې انګریزان پاکستان د یوState Dominated ترعنوان لاندي جوړ کړه هماغسې نړیوال قدرتونه هم دپاکستان دغلامۍ داد ورکوي او هېڅکله يې په اړه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.
په افغانستان کې ورځ تر بلې نا امنۍ او د سولې دمذاکرتو دناکامۍ عمده علتونه دی پاکستان دافغناستان په سوله کې هېڅ ډول منفعت نه ویني او پاکستان غواړي دجنګ له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.
په تېرو کلونو کې یوه خبره ټولې دنیا ته معلومه شوه چې دافغانستان په نا امنیو کې د پاکستان لاس دی مګر بیا هم هغه تکراري مسایلو باندې غور کېږي چې هېڅ لاسته راوړنه نلري. د تیر حکومت سیاسي دریځ دپاکستان په مقابل کې د یو خاص منطق په بنیاد ولاړو وو، تېر حکومت وویل که موږ دپاکستان سره دوستي غواړو خو دا دوستي باید په شرایطو برابره دوستي وي دپخوانۍ ولسمشر حامدکرزي تر ۲۰ زیات سفرونه پاکستان ته هم ددې خبرې ثبوت دی چې افغان حکومت همېشه پاکستان ته دوستۍ لاس اوږد کړی دی مګر پاکستان برعکس د جنګ، انتحار او مداخلو نه علاوه بل هېڅ څه افغانستان ته نه دي ورکړي. پاکستان د هندوستان او افغانستان اړیکو ته په تشویش کې دي دوي دافغانستان خود مختاري نه مني. پاکستان دافغانستان اړیکې هم په خپله خوښه عیارول غواړي.
موږ باید یوه خبره په نړیوالو اړیکو کې واضحه کړو چې زموږ اړیکه د هندوستان سره دپاکستان لپاره نه ده او دپاکستان سره دهندوستان لپاره نه ده افغانستان یو خودمختاره هېواد دې او هر چاسره چې زړه وي تجارت به کوي اړیکه به ساتي او هر چاسره چې زړه وي دښمني به کوي.
خو لکه څنګه چې پخوانۍ حکومت د پاکستان په مذهب پوهېده هماغه ډول اړیکه يې ورسره ساتله، برعکس د نوي حکومت راتګ سره یو چانس بیا د پاکستان دو مخیتوب ته ورکړل شو. په لمړي ځل افغانستان خپل فوج پاکستان ته واستوه، دپاکستان او افغانستان ترمېنځ استخباراتي تفاهم لیک موضوع راپورته شه او ځيني نور موضوعات وه ، پاکستان هم خپله مکارانه پالیسي پیل کړه او دیو څو ګرمو ګرمو سفرونو سره يې یو ځل بیا افغانستان کې دثبات راوستولو لپاره د درغو قسمونه وخوړل مګر برعکس امینت ورځې تربلې لا پسې خرابه شو.
دافغانستان جګړه لا ګرمه شوه او پاکستان خپلو مداخلو ته لا زور ورکړو چون دوي پوهیده چې دافغانستان د کمزوره کولو همدغه وخت دی دا حکومت ته ځکه هغوي ډېر خوشحاله دي چون پوهېږي چې ددې حکومت سیاسي اراده په ډېرو مسایلو کې سسته ده.
د کابل ورستیو شدیدو حملو ورسته دملي وحدت حکومت هم په سر وخوړه او دوي هم پوه شوه چې دپاکستان نیت او دپاکستان هدف څه دی پخواني حکومت په واضاحت سره وویل : موږ ډیورند کرښه هېڅکله په رسمیت نه پېژنو او له هندوستان سره اړیکه هېڅکله هم نه خرابوو.
دا یوه معلومه خبر ده چې پاکستان دافغانستان مشکل دی او ددې مشکل حل باید افغانان را پیدا کړي موږ ته پکار ده چې ملګرو ملتونو کې د پنځه دایمي غړو نه وغواړو چې په پاکستان دي سیاسي بندیزونه ولګوي پاکستان د ترهګرو په روزلو کې عملاً لاس لري او ددې مخنوي دي وشي.
افغان حکومت ته پکاره ده چې دپاکستان دمداخلو مخنوی دې وکړي او ددې په مقابل کې د متقابل سیاست غوره کړي.
افغان حکومت ته پکار ده چې په امریکا فشار راوړي ترڅو پاکستان سره خپلې مرستې ودروي افغان حکومت باید نړیوالې محکمې ته رجوع وکړي او دافغانستان دبې ثباتۍ او ددې قتل عام پوښتنه دې له پاکستان وکړي. پاکستان باندې باید سیاسي بهرني فشارونه زیات شي ترڅو نړیوالو ته هم ثابته شي چې دافغانستان مشکل پاکستان دی او ددې مشکل دحل لپاره باید هر ممکنه اقدامات وشي.