لیکنه : سیف الله ( هلمند )
افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې، له کلتوري او مذهبې لحاظه سره تړلي دي خو له سیاسي لحاظه تل دیوبل په وړاندې قرار لري. دغه سیاسي تقابل دهغوی ترمنځ په تجارتي اړیکو باندې منفې اغیز غوړولی دي.
دافغانستان او پاکستان تجارتي اړیکې په تیرو وختو کې دسړې جګړې دسیاسي دلایلو له کبله چندان تودې نه وې، خو له حاکم رژیم څخه دپاکستان ملاتړ د دغو دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د برابرولو لپاره لاره هواره کړه چې په اساس یې ددواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي بهیر هم تغیر وکړ، د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني تجارت د ورته اړیکو پایله ګڼل کېږي.
هغه احصایه چې د ډیلي ټایمز په ورځپاڼه کې پاکستان کې نشر شوېده، د دې ښودنه کوي چې، په ۲۰۰۵ کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته صادریدونکو توکیو ارزښت ۶۶ میلیونه امریکایي ډالرو او یا ۷۱۲۰۰ بلیونه پاکستانیو روپیو ته رسېده، چې، پدې لړ کې له پاکستان څخه د وریجو دصادراتو ارزښت ۲،۴۱۲ بیلیونه پاکستانیو روپو ته رسېده چې د ۲۰۰۴ کال په پرتله د ۶۴۵ میلیونو زیاتوالی ښودنه کوي. په ورته توګه په ۲۰۰۵ کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته دوریجو کچه ۵،۴۲۱ بیلیونه روپيو ته رسېدله چې، د ۲۰۰۴ کال په پرتله ۲،۶۸۷ بیلیونه زیاتوالی پکې لیدل کېږي.
که چېرته له پاکستان څخه افغانستان ته دصادریدونکو توکیو لست ته ځیر شو، لیدل کېږي چې، دا یو اوږد لست دی چې په ۲۰۰۶کال کې یې مجموعي ارزښت ۴۱۸،۷۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسېده.
پاکستان ته دافغانستان صادرات هم مخ په زیاتیدو دي، پاکستان ته دصادراتو رقم د افغانستان دصادراتو دجدول په سرکې ځاي لري. په ۲۰۰۵ کال کې پاکستان ته دافغانستان دصادراتو مجموعه ۲۶۴،۶ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېدله چې، ترټولو سرته برخه یې له لاندې صادراتي توکیو څخه تشکېلیدله.
پنبه ۱،۲۱ زره ټنه چې مجموعي ارزښت یې ۱،۳۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېده، وړۍ او پوستکي ۰،۶۷ زره ټنه چې ارزښت یې ۱،۳۴ میلیونه ډالرو ته رسېده، کولمې ۵،۴۵ زره حلقې چې ارزښت یې ۰،۱۹میلیونه ډالرو ته رسېده، شحمي حبوبات ۰،۳۸زره ټنه چې ارزښت یې ۰،۳۲ میلیونه ډالر، طبې بوټي ۷،۲۹ زره ټنه چې ارزښت یې ۵،۹۳ ډالرو ته، وچې او تازه میوي ۹۵،۵۶ زره ټنه چې ارزښت یې ۸۵،۶۶ میلیونه ډالرو ته او بلاخره عالۍ او ټغرونه ول چې شمېر یې ۱۴۴۵،۵ زره متره مربع او ارزښت یې ۱۴۳،۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېده.
سمندري لارې ته دافغانستان نه لاس رسی او په وچه باندې د دغه هېواد چاپيره کېدل د افغانستان له سترو تجارتي ستونزو څخه شمیرل کېږي. سمندر ته افغانستان درسېدلو تر ټوله اسانه او نژدې لاره له پاکستان څخه تېریږي او په ځانګړي توګه دکراچي له بندر څخه عبارت ده.سره لدې چې په ۱۹۵۸ کال کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ یو لړ مهم ټرانیزیټي قراردادونه تر سره شوي او مرعې الاجرا دي، خو په عمل کې لاهم خورا زیاتې ستونزې شتون لري.
دیادونې وړ ټکی دادې چې، دپاکستان دولت له همدغې ترانزیټي لارې څخه دافغانستان په ضد داقتصادي او سیاسي فشار دوسیلې په توګه استفاده کوي، پداسې حال کې چې په راتلونکي کې دغه میتود زیات ګټور نشي ثابتدیلای، ځکه لکه مخکې چې ورباندې بحث وشو افغانستان دمنځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ دتجارت دلارې په سر باندې واقع دي، نو پاکستان هم دورته سیاست دتعقیب کولو په صورت کې نشي کولاې خپل اموال دافغانستان له لارې څخه منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر کړي. د دې ترڅنګ دچابهار دبندر دتاسیساتو درغونې هڅې واقعیت له کبله دغه هېواد، پاکستان اړ دي چې، افغانستان ته دترانزیټي لارې په اوږدو کې کوم خنډ او ستونزه ایجاد نکړي.
یوه بله موضوع چې دبحث وړ ګڼل کېږي داده چې، دهغه اموالو یوه زیاته برخه چې د افغانستان لپاره یا دافغانستان په نامه واردیږي. په افغانستان کې نه مصرفیږي، بلکې پاکستان ته قاچاق کېږي. سره لدې چې افغان تجار له ورته معاملې څخه سودمند کېږي، خو په نهایت کې دغه معامله د دواړو هېوادونو په ګټه نده.
څه چې غوړو دلته یې اضافه کړو داده چې په افغانستان کې دنوي حکومت او نسبې سولې له ایجاد سره نړیوالې ټولنې په مرسته دزیاتو تجارتي اړیکو زمینه برابره شوېده او افغان سوداکړ کولای سې نړیوالو بازارونو ته لاس رسی پيداکړي.
له ایران سره دافغانستان سوداګریزې اړیکي:
له ژورو کلتورې او فرهنګي اړیکو له کبله ایران دافغانستان داړیکو په برخه کې ځانکړی مقام لري. پدې رسیره چې ایران دافغانستان دتجارتي لوریو یو مهم هیواد دي، دطالبانو دسقوط او په افغانستان دنوي سیاسي نظام دکار له پیله وروسته له غربي ګاونډیانو سره دافغانستان داړیکو پراختیا دیادوني وړ ده.
په ۲۰۰۶ کال کې دایران څخه افغانستان د وارداتو مجموعه ۱۸۸،۶۸ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېدله چې، له چین، جاپان او پاکستان څخه وروسته وارداتو څلورم ستر رقم دي.
په ۲۰۰۶ کال کې دایران له هیواد څخه افغانستان ته په عمومي توګه ماشین الات او ټرانسپورټي وسایط واریدیل چې، ارزښت یې ۶،۸ میلیونه ډالرو ته رسېده. دنفتي موادو او روغنیاتو ارزښت یې ۳۰،۶ میلیونه امریکایې ډالرو، دفلزاتو او فلزي محصولاتو ارزښت یې ۴۲،۲ میلیونه ډالرو، دټایر او ټیوب ارزښت یې ۳،۳۴ میلیونه ډالر، دساختماني موادو ارزښت یې ۴،۱میلیون ډالرو، د ارتزاقې موادو ارزښت یې ۷،۹۷ میلیونه ډالرو، دمنسوجاتو ارزښت یې ۱،۷میلیونه ډالرو ته رسېده، د درملو ارزښت یې ۴،۱میلیون ډالرو، البسه یې ۱،۲۶ میلیونه ډالرو، قرطاسیه یې ۰،۳۳میلیونو ډالرو او تلویزیون یې ۷،۴ میلیونو ډالرو ته رسېدل. خو ایران ته دافغانستان دصادراتو کچه نژدې له نشت سره برابره ده. په د۲۰۰۶ م کال کې دافغانستان څخه ایران ته دوړیو دصادراتو مقدار ۰،۳۲ زره ټنو ته چې مجموعي ارزښت یې ۰،۵۴ میلیونه ډالره کېدله. دپنبې صادرات چې مجموعي مقدار یې ۰،۶ زره ټنو ته او ارزښت یې ۰،۰۶ میلیونه ډالر، شحمې حبوبات چې مقدار یې ۴،۳زره ټنه او ارزښت یې ۳،۱۲ میلیونه ډالره، طبي بوټي چې مقدار یې ۰،۴۵ زره ټنه او ارزښت یې ۰،۲۸ میلیونه ډالره، وچه میوه چې مقدار یې ۰،۱۱ زره ټنه او ارزښت یې ۰،۱۱ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېدل. چې له افغانستان څخه ایران ته دصادرشویو توکیو مجموعي ارزښت ۵،۴۴ میلیونو ډالرو ته رسېدده. پدې صورت کې که چېرته له ایران سره دافغانستان تجارتي بېلانس محاسبه کړو نو په ۲۰۰۶ م کال کې یوبدمرغه کسر پکې لیدل کېږي.
سره لدې چې زموږ دشرقې ګاونډي په توګه ایران تل غواړي زموږ بازارونه په خپله ولکه کې وساتي چې دنوي نظام په لمړیو کې ایران ته له اړوند موخې سره په تړاو غوره فرصت برابر وو، خو وضعیت ورځ تربلې تغیر کوي او فعلآ دافغانستان په مارکیټونو کې دایراني توکیو اخستونکي مخ په کمیدو دي چې، ترټولو څرګند دلیل یې له نورو هېوادونو څخه دباکیفیته او ورته ارزانه موادو واردیدل او دایراني تولیداتو د کیفیت ښکته کېدل دي. د دې ترڅنګ دوېیم دلیل له افغانستان سره دایران دناسمې تجارتي پالیسي له اثراتو څخه عبارت دی.