لیکنه: سيال احمدزی
پاکستان له پيدايښت نه تر اوسه پورې دافغانستان پر وړاندېيې پاليسي دوه مخي او له منافقت ډکه وه ,خو نړيوالو نه منله هغوي ځکه نه منله چي دهغوي منافعي زمونږ په در به دري کي وي،
له کلنه چي امريکا په افغانستان يرغل کړيده،پاکستان ته يې په ميلياردونو ډالر ددي دپاره وکړي چي دوي پري تروريستان وځــــپي،خو پاکستان پر ځاي ددي چي تروريستان وځـــپي هغه يې نور هم تقويه کول پخپله خاوره کي يې ورته داوسيدو سهولتونه او ټرينينګ مرکزونه په پراخه کچه جوړ کړل،
افغان حکومت ډيري چيغي ووهلي خو نړيوالو نه منله او په پاکستان يې فشار نه راوړ خو کله چي اسامه بن لادين په پاکستان کي ووژل شو،امريکايانو يو څه پري اعتبار کم شو،
افغان حکومت بيا چيغي پيل کړي چي دتروريزم مرکزونه په پاکستان کي دي خو چا ورته غوږ نه نيوه،
کله چي ملا اخترمحمد منصور د طالبانو مشر په پاکستان کي په نښه شو،نو نړيوالو ومنله چي حقيقت هغه څه دي چي افغان حکومت يې ووايي،ورسره دافغان حکومت قوي بهرني پاليسي په زور وکولاي شول چي نړيوال پدي قانع کړي چي پاکستان د تروريزم حامي ده .
کله چي افغان حکومت له نورو لارو په پاکستان فشارونه زيات کړل پاکستان په افغان خاوره کي جنګونو ته زور ورکړ،چي وروستي زور يې کندز وه،چي هغه هدف ته چۍ دوي ټاکلي وه،ونه رسيدل .
ورپسي افغان حکومت دهند سره دوستي تردي اندازي زياته کړه چي پاکستان يې په ويره کي کړ،
هند افغان حکومت ته پوځي او نوري مالي مرستي زياتي کړي چي پاکستان تري سخت په ويره کي شو .
اوس ددومره فشارونو وروسته پاکستان دي پايلي ته ورسيده چي نور دوي دجنګ او دربه دري له لاري نشي کولاي په افغانستان کي خپلو اهدافو ته ورسيږي،نو بنآ دوي مجبور دي چي په افغانستان کي دهند سره اقتصادي رقابت وکړي چي دا زمونږ دهيواد په بيا وداني کي مهم رول لوبولي شي،پاتي دي نوي چي دوي دا مرستي دښي ورځي نکوي،ددوي هڅه داده چي هند افغانانو ته له نور نزديکته وساتي،
نو دوي مجبور دي چي يو دبل سره دجګړي پر ځاي اقتصادي سيالي وکړي چي پدي کي زمونږ خير ده .
راځو اصلي موضوع ته کله چي امريکا او نړيوالي ټولني دا ومنله چي پاکستان د تروريزم حامي او ملاتړي ده نو امريکا هغه مرستي چي په کلني ډول به يې ورکولي پري بندي کړي او سخت خبرداري يې ورکړل چي نور دي دتروريزم له ملاتړه لاس واخلي کنه نو بنديزونه به پري ولګوي .
پاکستان چي کله خپل کورني او بهرني موقف ته وکتل دځان ريښتيني څيره ورته په خطر کۍ ښکاره شوه .
هغه څه دي چي پاکستان تري په ويره کي ده .
1:بلوڅ مجاهيدين چي ورځ تر بلي قوي کيږي او نړيوال ملاتړ يې ورځ په ورځ زياتيږي .
2:دهند او افغانستان ستراتيژيکه ملګرتيا چي دوي ته به سخته سياسي او اقتصادي ضربه ورسوي .
3:ضعيف او دنورو په مرستو ولاړ اقتصاد .
4:په کراچي ښار کي دهندي مهاجرو تاوتريخوالي چي ورځ تر بلي زياتيږي .
5:دافغانستان نړيوال ملاتړ زياتيدل .
6:دسعودي شاهي حکومت اعتبار پر دوي له منځه تلل چي ددوي دپاره ښه اقتصادي منبع وه .
7:په داخل دنظام کي يې دپوځ او ملکي حکومت ترمنځ داړيکو خړ پړ کيدل .
او داسي نور ډير واړه او لوي دلايل شته چي ددوي ضعف ښکاروي .
بنآ ددغو ستونزو په نظر کي نيولو سره پاکستان بالاخره مجبور شو چي طالبانو ته امر وکړي چي مرکزونه مو افغانستان ته نقل کړي .
او په نړيواله کچه يي ورته دوه تمويلونکي هيوادونه په لاس ورکړل چې يو يي روس او بل يي چېن،دا دوي ددي دپاره وکړل چې دوي دوباره خپل ضپل شوي حيثيت اعاده کړي خو داسي ښکاري چې دوی نور دحيثيت داعادې له درجۍ وتلي .
روسيه داعش دامريکا پروژه بولي او داسي انکيري چې ددوي په ضد يي جوړه کړيده،
نو روسيي ددي دپاره چې دداعش مخه په شمالي سيمي کي ونيسي نو طالبانو ته يي ضرورت پيدا شو او مستقيمآ يي دطالبانو ملاتړ پيل کــــــــړ .
ايران ددي دپاره چې خپلي ګټي خوندي وساتي هغه ګټي چې دوي يي دافغانستان په ګډوډي کي لري هم طالبان ښه وسيله وبلل او مرستي يي ورسره پيل کړي .
ايران ته دافغانستان په زرګونه متره مکعب اوبه بي له کوم لکښته ورځي،نو ايران ويره لري چې قوي افغان حکومت ددوي ځخه دغه غنيمت اخلي او دوي ته ستونزي جوړيږي نو بنآ طالبانو ته پوره پوره مرستي ورکوي ترڅو دقوي او پياوړي افغان حکومت مخنيوي وکــــــړي چۍ ددوي دا ارمان به هم پوره نشي،
ايران هڅه کوي چې افغانان دشيعه او سني په نومونو سره وجنګوي خو دالله پاک رحم ده پدي پلان کي هم ناکام ښکاري .
اوس راځو دي ته چې څنګه کولاي شو ددي ټولو پلانونو چې دوښمنان يي زمونږ په وړاندي لري ځانونه خوندي وساتو .
ددي ټولو بدبختيو يواځيني او قوي عنصر يووالي دي يواځي دافغانانو يووالي کولاي شي چې ددوي شوم پلانونه خنثي کړي .
دسرلوړي متحد او پرمختللي افغانستان په هيله .
ستاسو ورور:سيال احمدزی