وحيد عالمزی
وايې چې لمر په دوه ګوتو نه پټیږي نو پاکستان هم دا نشي پټولي چې د افغانستان په کورنیو چارو کي مداخله نه ده کړي او هم یی نه کوي او همدارنګه له دي څخه هم انکار نه شي کولي چې دوي د افغانستان موجوده جکړه نده روان کړي، دا ځکه چې پاکستان د افغانستان د کورنیو جکړو څخه د تاریخ په اوږدو کي خپله اعظمی ګټه پورته کړي ده او همیش یی کوښښ کړي دي چې د افغانستان سرحدي ولایتونه د خپلو جاسوسانو لخوا تر ډیره بریده د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره وکاروي. پاکستان همیش د خپل هیواد د ګټو د خوندي ساتلو لپاره د څو تکتیکونو څخه کار اخستي کله یی هم د جکړې له لاری خپلی ګټې خوندي کړي دي او کله هم د دوستي له امله. دا چې په تیرو څوارلس کلونو کي یی د جکړي میدان تود ساتلي وو او په ښکاره یا هم پټه یی د وسلوالو مخالیفینو ملاتړ کولو، اوس نو ولی د د وسلوالو مخالیفینو د له منځه وړلو کوښښ کوي؟ دا هغه سوال دي چې ډیری سیاسی شنونکې د جوابولو لپاره خپلی هڅې کړي دي زه هم غواړم چې د خپل سیاسی درک له امله یی جواب کړم.
پاکستان همیش توند لارې وسلوال روزلي دي تر څو د دوي پواسطه هند او افغانستان تر ډيره بریده وویروي، دا چې دوي توند لارې څنګه روزي او د کومو تکتیکونو له لاری دي ته اماده کوي تر څو وسلوال بریدونه، بمي چاودني، ځان مرګي بریدونه ، دانسانانو د سرونو غوڅول او دي ته ورته نور اعمال ترسره کړي واضح او ښکاره خبره ده چې دوي ته د هند او افغانستان ټول وکړي د اسلام د مبارک دین له نظره واجب القتل( باید ووژل شي) ور پيژني او هغه څه ورته د روزلو په جریان کي ښکاره کوي چې د هغي ډيره برخه په پاکستان کي په ښکاره بڼه لیدل کیږي. دا چې ددوی ذهنونه دي ته اماده شوي دي چې ددوي به نظر یو غیر اسلام عمل وګوری نو باید خپل جدیت ښکاره کړی نو له دي امله پاکستان هم ددي توند لارو له امله تر ډیره بریده تر تهدید لاندي دي دلته پاکستان د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره او خپلو خلکو د مسؤن ساتلو لپاره باید نور دا توند لاری له منځه یوسي ځکه چې اوس یی تر یو برید پاکستان هم قرباني ورکوي، په داسي حال کي که افغانستان د ورځي د شلو وکړو قرباني ورکوي خو پاکستان هم د ورځی د لسو څخه د زیاتو قربانیو شاهد دي.
که چیري پاکستان په خپله کړي وعده وفا وکړي او په رښیتا هم ددي توند لارو وسلوالو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان ملاتړ او همکار ووسې نو په دي حالت کي پاکستان دوه ګټی تر لاسه کوي یو خو د خپلو وګړو د خوندي ساتلو موخي ته ورسیدل او ددي تر څنګ په افغانستان کي هم خپلي ګټي خوندي وساتی هغه ځکه چې دوي د افغانستان په حکومت باندي بعضی ناروا غوښتنو منل غواړي، او غواړي چې په دي حساسو شرایطو کي چې د افغانستان حکومت ددوی په نظر په ټولو اسیایی هیوادونو کي یو ضعیف اود خپل منځي شخړو څخه جوړ یو حکومت دي نو ددي موقع څخه بیا هم خپله اعظمي ګټه پورته کوي او تر ډیره بریده د افغانستان حکومت ددوي غوښتنو ته لبیک هم ویلي دي. د پاکستان عمده غوښتنې د ډیورنډ د کرغیړني کرښی په رسیمت پیژندل، د اوبو د موضوع حل، پاکستاني جاسوسانو ته د بعضي کلیدي او امنیتي وزارتونو سپارل او همدارنګه د ټولو سرحدي ولایتونو والیان، ملی امنیت ریسان او نور امنیتي ځواکونه ددوی په خوښه ګمارل ددوي عمده او اساسي غوښتني دي.
غواړم په دي اړه یو څه بحث وغځوم، څو ورځي وړاندي مونږ ولیدل چې بعضي نوي والیان وټاکل شول چې د هغي جملي نه یو هم د ننګرهار ولایت لپاره د سلیم خان کندوزی ټاکل وه، دا چې د پاکستان غوښتني منل شوي او که نه. اوهمدارنګه غواړم په دي اړه یو لنډ نظر د لوستونکو سره شریک کړم: ښاغلی سلیم کندوزی چې ذده کړې یی د فیصل اباد په پوهنتون کي د کرني په برخه کي ترسره کړي دي او تر ډیره بریده داسي ګنکوسی هم اوریدل کیږي چې ګواکی نوموړي د ISI د اداری یو ډير برجسته او فعال مزدور دي چې ددوي په مالی او سیاسی ملاتړ د یو عادي پوست څخه د معنیت او بیا د یو داسي ولایت والی ټاکل کیږي چې پاکستان همیش ددي ولایت په ټولو سرحدی ولسوالیو کي د مخکي تګ او ان تر ۱۵ کیلو متره خاوري د نیول هڅي کړي او بریالی شوي هم دي. مخکیني والیان هم د ISI فعال غړي وه هغه ځکه چې د یو هیواد خاوره دي د ګاونډی هیواد پواسطه تر ولکۍ لاندي راځي او دوي دي خاموش ناست وی دا ددي ښکارندوي کوي چې کواګي دا ښاغلې هم ددوی خپل خلک وه. اوس دلته په ښکاره څرګندیږي چې پاکستان خپلی غوښتني په افغان حکومت تر ډيره بریده منلي دي.
افغانستان د جکړي ختمول غواړي هغه ځکه چې په جکړه کي د افغانستان، پاکستان او همدارنګه د سیمي هیوادونو ښګڼه نه لیدل کیږي، د افغانستان د حکومت بهرني پالیسی هم ورځ تر بلي د تغیر او تبدیل په حال کي ده د ملی وحدت د حکومت په رامنځ ته کیدو سره او د ولس مشر غني د ویناوو څخه په ښکاره څرګندیدله چې د افغانستان بهرنی پالیسی ډیره واضح او ښکاره ده چې د هغي جملي څخه یو هم د پاکستان سره د خاموشي جکړي خبره وه او دا یو واضح حقیقت وو چې تیر حکومت ورباندی سترګي پټولي، ددي پالیسی سره جوخت د پاکستان حکومت ډير ورخطا او ان تری لاره یی ورک وه، دا چې ولی دې پالیسي دومره ژر تغیر وکړو دا یو بله د بحث موضوع ده خو دلته غواړم چې لږ ورباندي تم شم: د افغانستان په موجوده نظام کي بعضي لوړ پوړي چارواکې د ISI مزدوران او پیسه خواره دي هغو په ولس مشر غني دا ومنله چې باید د افغانستان په بهرني پالیسي کي د پاکستان په وړاندي تغیر راوړي. د ولش مشر غني په لومړي بهرني پالیسي کی د طالبانو سره جکړه او خبري نه بلکي د پاکستان سره باید سوله وشي دلته په ښکاره ګوت څنډنه پاکستان ته وه چې دا څوارلس کاله جکړه تا روانه کړي ده او نور که جکړه ختمه نکړي مجبور یو چې ستاسره(پاکستان) په مستیقما جکړه کي ځان ښکیل کړو. خو د ډير کم وخت په تیریدو سره دا خبره له منځه لاړه او بیا پاکستان د یو دوست هیواد په توګه را ښکاره شو او هماغه د کرزی د واکمني بهرنې پالیسی د پاکستان په وړاندي خپله کړه چې د پاکستان څخه یی د مرستي غوښتنه او جکړه یی بیا خپله داخلې جکړه وبللله، پاکستان یی د جکړي له منځه وویستلو، د یو هیواد بهرني پالیسی کي بدلون د هغه هیواد د ملی ګټو سره ستره جفا او خیانت دي د هر هیواد بهرني پالیسې باید ښکاره د ملی ګټو تضمین کوونکی وي خو بدبختانه زمونږ د هیواد بهرنې پالیسي زمونږ د هیواد ملي ګټې د خاورو سره خاوري کړي.
ــــــــــــــــ
يادونه: د ليکنې د منځپانګې او ادعاوو د ثبوت مسؤوليت د ليکوال په غاړه دی. لومړيتوب په دې اړه بې طرفه دی.