لیکنه: عبدالقدیر مطفي
د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي رهدارۍ یا Economic Corridor رابطه نه یوازي یوه اقتصادي رابطه ده بلکې دا یو ستره سیاسي اړیکه ده ددي لارې به چین او پاکستان خپل اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پیاوړي کړي. د پاکستان او چین دوستي د ریلزم په بنیاد ولاړ دوستي ده چرته چې منفعت او مشترکاتاتو خبره کیږي.
ګډ اهداف او ګډ دښمن خبره کیږي چین د پاکستان سره په یو خوله او یو اتحاد غواړي چې دهندوستان اقتصادي او سیاسي قدرت ضعیفه کړي همدا دلیل دی چې چنیایان په پراخ حضور سره غواړي چې په پاکستان کې نفوس ولري او پاکستان هم چین ته په مکلمله توګه د بلوچستان مکمل کنټرول په لاس کې ورکړي دی.
پدي اقتصادي پلان په اربونو ډالر دچین لخوا مصرفیږي مګر ددي اقتصادي پرواګرم په مخ کې ځينې بنیادي ستونزې شته.پاکستان اوس هم مطمینه ندی چې دوي به دبلوچستان امینت ددي پروژې د تکیمل لپاره برابر کړي د بلوچستان حالات ورځ ترپلې خرابیږي او پاکستان ددي پروژې په سبوتاژ کولو کې دمنطقې دهیوادنو او نړیوالو قدرتونو یادونه کوي.
دوي عملآ دهندوستان استخبارات پدي پروژه کې په لاس وهنه تورنوي او وايي چې هندیان ددي پروژې خلاف سرسخت خلاف دي او دددوي دمخالفت یوازینې علت هم همدا دی چې دوي پوهیږي که چیرې دچین او پاکستان ترمینځ دا قتصادي پروژه تکیمله شي نو هندوستان به په واقعت په ستر مشکل کې راګیر شي.
ددي پروژې د عملي کیدو لپاره نه یوازي د بلوچستان امینت اړین دی بلکې دخوا شا سیمو په شمول دافغانستان امینت هم ډير اړین دی.
پدي ورستیو کې دچین لخوا دافغانستان په سوله کې دګډون یو ستر علت همدا هم وو چې چین غواړي افغانستان د ددي پروژې د دعملي کیدو پورې نسبتآ ارامه کړي ترڅو یاده پروژه په اسانۍ سره طبیق شي.
د هندوستان لخوا دچابهار بندر د جوړیدو هڅه د چین داقتصادي رهدارۍ بدل ګڼل کیږي او په همدي دلیل پاکستان هڅه کوي چې دغه اقتصادي پروژه چې د افغانستان ایران او هندوستان ترمنيځ یو ښه اقتصادي فرصت ګنل کیږي ورته مشکلات پیدا کړي.
پاکستان غواړي چې خپل اقتصادي ستونزې حل کړي مګر په بدل کې په ډير ماهرانه ډول غواړي چې ټول هغه اقتصادي پرواګرمونه ختم کړي په کوم کې چې دوي ته په منطقه کې مسقتیمه ګټه نه رسیږي د چابهار بندر فعالیدل ددوي په بندورنو د افغانستان اتکا ختمولئ شي او همدا دلیل دی چې دوي نه غواړي دا بندر فعاله شي او کار پیل کړي.
دچین لخوا د بلوچستان د اوبو د کنټرول هدف معلوم دی چین غواړي چې په اقتصادي اوسیاسي لحاظ د اسیا تر ټولو مهیمه او استراتیژيکه نقطه په خپل کنټرول کې راولي او پدي توګه وکولئ شي ترڅو هم په اقتصادي او هم په سیاسي لحاظ په خپلو سیالانو تاثیر واچوي
افغانستان هم دمنطقي د سیاسي او اقتصادي تاثیراتو لري نه پاتي کیږي مونږ هم کولئ شو چې ددي سترې اقتصادي پروژې نه د خپل سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره کار واخلو.
دا خبره ښکاره ده چې افغانستان ددي پروژې په تطبیق کې ستر رول لري که چیرې افغانستان وغواړي دا ستره اقتصادي پروژه ناکامه کیدئ شي مونږ باید پاکستان مجبوره کړئ شي چې دافغانستان د مداخلو نه لاس واخلي.
پاکستان باید پرینښودل شي چې دچابهار بندر کارونو مخه ونیسي که چیرې پاکستان داسي کوي نو افغان حکومت هم باید دي چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادي رهدارۍ مخه ونیسي او هم هڅه وکړي ترڅو دا لاره د یو فشار په توګه ترې ګټه واخیستل شي.
چین باید مجبوره کړئ شي ترڅو په پاکستان فشار راوړي ترڅو دافغانستان دمداخلو نه لاس واخلي.
دا هرڅه هغه وخت امکان لري چې د افغانستان حکومت په عملي توګه صحنې ته دمنطقې دسیاسي او اقتصادي بدلونونو برخه وګړځي افغانستان اوس په تاسف د سيمې، نړۍ نیابتي جګړې او د سازشونو ښکار دی ټول اقتصادي فرصتونه زمونږ دلاسه نه دوتو په حال کې دي حکومت ترواسه پورې پدې برخه کې ګوټلي او دکار ګامونه نده پورته کړي…..