لیکنه : محمد عادل عزیزي
زموږ شا او خوا ټول ساه لرونکي او بې ساه موجودات، چې موږ یې وینو او یا يې موږ نشو لیدای ټول زموږ چاپیریال تشکیلوې. دغه ټول موجودات خپلو کې مخامخ او د نورو له لارې تړاؤ لري، هر وجود د بل په متوازن تاثیر لاندې خپل ژوند کوي، او په همدې تسلسل د یو ښه چاپیریال استازیتوب کوې. دغه توازنې تړاؤ په دوه لویو برخو ویشو، یو يې د ساه لرونکیو تر مینځ او بل یې د ساه لرونکیو او بې ساه لرونکیومادو ترمینځ. په چاپیریال کې د دغه خپل مینځې تړاؤ د څښتن تعالی یو حکمت دی چې له کبله يې موږ په دې دنیا کې د هوسا او ګټور چاپیریال څښتنان شوي یو، همدغه هوسا چاپیریال د ټولو ساه لرونکیو موجوداتو د پیدایښت نه نیولې، هغوي ته د مناسب خوړو، د ودې او خپل نسل پیدا کولو، آن د ټول ژوند سالمه دوره وربښلې.
ځمکه !، هغه چې لوی خدای ج د انسانانو د ژوند د بقا او د بشري ژوند د پرمخ بیولو لپاره پیدا کړې او بیا یې د ځمکې پر سر بشر ته د ژوند د پرمخ بیولو لپاره د ځمکې پر د بیلابیلو نورو مخلوقاتو په پیدایښت سره ښکلې ګرځولې ده او دایې ورښودلې چې ژوند وکړه ، تر هغه وخت چې د خدای ج رضا وي خو ځمکه ورسره پاکه وساته .
د الله تعالی امرونو ته په سرټیټولو سره، اسلام انسان دي ته اړ باسي چې له فاني اوغیر فاني، دنیوي او اخروي موجوداتو سره اړیکه ټینګه کړي. او دا اړیکه تر هغه وخته پورې انسان سمه نشي درک کولای چې د اسلام امرونو ته د «سرټیټولو» معنې درک نکړي او پدې پوه نشي چې مخلوق باید خپل له خالق سره د اړیکې درلودو لپاره کوم اعمال ترسره کړي.
مخلوق باید دا ومني چې هغوﺉ په مځکه باندې د الله تعالی «ګمارل شوي» کسان دي. او دا ګمارل شوي کسان خپل په اندازه خلاقیت لري خو خالق ندي. په هره کچه چې انسانان د الله تعالی د رضا په مطابق عمل ترسره کوي، په همدي کچه به الله تعالی ته نږدې کیږي. په یوه مبارک قدسی حدیث کې رسول الله (ص) فرمایي: ” مؤمن بنده له هغو كړو څخه چې ما ته گران دي، په فرايضو ډير رانږدې كيږي او بيا په نوافلو سره دومره رانږدې کیږي چې زه ورسره مینه وکړم، کله چې ورسره مینه وکړم نو زه یې غوږ کیږم چې پرې اوري به، سترګې یې کیږم چې پرې ويني به، لاس یې کیږم چې نیول به پرې کوي او پښې یې کیږم چې پرې درومي به، که څه را نه وغواړي ورکوم یې او که را ته پناه راوړي نو پناه ورکوم. (رواه بخاري) “.
د ځمکې نړیواله ورځ چې د اپریل له ۲۲ نیټې سره برابره ده له نن څخه تقریبا ۵ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومې اسمبالې د یو پریکړه لیک له مخې په دې ورځ ونوموړل شوه او دغې ورځې ته یې د ( ځمکې یا مور) ورځ هم وویل .
د ځمکې پاک ساتل یا د چاپیریال ساتل د انسانو په ژوند مستقیما اړیکه لري ، که چیرې په دغو اړیکو کې طبیعي توازن له منځه لاړ شي د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کیږي، زموږ شاوخوا خاوره، تیګې، اوبه، هوا، ونې، بوټې، کروندې، غرونه، ځنګلونه، دا ټول بې ګټې نه دي. د ژوند لپاره ضرور دي، په ځنګلونو کې د انسان لپاره هغه څه شته چې د بشر په لاسونو نه دي جوړې شوې، بلکې په قدرتي ډول موجود دي او زموږ ژوند ورسره تړلی دي. د ځنګلونو ساتل او لیدل پکار دي نه دا چې ونې او بوټې یې له ریښې نه ووهل شي، نیست او نابود شي، په افغانستان کې د یو وروستۍ سروې له مخې ، د ګڼو ځنګلونو ونې له بیخ نه داسې وهل شوي چې بیرته نه شنې کیږي، هغوي د دې کار پایله ډیره خطرناکه ښيي.
افغانستان یو له هغه هیوادنو څخه دې چې چاپیریال ساتنې ته پکې ډیره پاملرنه نه ده شوې ، دلته خلک د چاپیریال د پاکوالي په فرهنګ تراوسه هم نه دي بلد او دغه راز د خپل ژوند د بقا هیله هم ورسره نشته .
د افغانستان او نړۍ د چاپیریال ساتنې یو شمیر ادارې وايی چې هرکال په افغانستان د جنګ او ځانمرګو بریدونو له امله د مړو شویو په پرتله د ککړ چاپیریال او خرابې هوا له امله د مړو شویو افغانانو شمیر ډیر دی .نو پکار ده چې افغان دولت د خلکو د ژوند ساتنې په موخه د چاپیریال ساتنې ته ډیره پاملرنه وکړي او دغه راز د ښاري ژوند عصري کولو په موخه د نورو هیوادونو په څیر یو سالم فرهنګ رامنځ ته کړي . کوښښ وکړي څو د ډلییزو رسنیو له لارې خلکو ته د هوا د ککړتیا د ناوړه پایلو په اړوند خلکو ته مالومات ورکړي او دغه راز د صنعتي فابریکو لپاره یو لیرې او مصون ځای وټاکي.
هره کورنۍ مسوولیت لري څو د خوړو ترڅنګ خپل د کور شاوخوا چاپیریال ته پاملرنه وکړي ، خلکو اولادونو ته وزده کړي چې زمونږ چاپیریال زمونږ له ژوند سره مستقیمه اړیکه لري ، او د چاپیریال ککړتیا د ژوند د لمنځه تګ سبب ګرځي او پاکه ځمکه او پاک چاپیریال د یو هوسا ژوند د بقا یوه جدي اړتیا بلل کيږي.
ښکلی ژوند او ارام ذهن په یوه پاکه ځمکه او سالم چاپیریال کې ترسره کیدونکی دی.