ليکنه: مصطفی نور
له دفتر څخه بهر د سړک په غاړه موټر ته ولاړ وو، توره عصري دریشي یې اغوستې او ښکلي روسي بوټ یې په پښو وو، ویښتان یې هم څه ناڅه غربي وو او د لب ټاپ بکس یې شا او مخ ته ښوراوو، څو شیبې ورسته د مامورینو مرسیدیس موټر راورسید او د ښکلو جامو خاوند بې سلام او کلامه پکې کیناست، نور مامورین هم له خپلو دفترونو څخه د کور په خوا روان وو، غربي سټایله ځوان د دریشی له جیب څخه سګرټو ډبي راویسته، یو سګرټ یې ترې وکیښ او په خوله کې یې ونیو، له بل جیب څخه یې لیتر د سګرټ د لګیدو لپاره راویست، سګرټ یې اور کړ، په موټر کې ناست مامورینو یو بل ته وکتل او سرونه یې وښورول خو ځوان خپل سګرټ څکوو، موټر کې دود خپور شوو او څو شیبې ورسته سګرټ هم خلاص شوو، د سګرټ پاتي شونی یې له شیشې څخه د باندې په سرک وغورځوو.
د کور څخه لږ لرې د موټره ښکته شوو، په لاره کې دوکان ته وګرځید ژاوله او د فانتا یو بوتل یې راواخیست، دوکان څخه څو متره لرې یې بیا جیب ته لاس کړ او د سګرټو ډبي یې ترې راویسته، یو سګرټ پکې پاتې وو، سګرټ یې راواخیست او ډبي یې د سړک له غاړي څخه د سړک منځ ته خطا کړ.
د سګرټ خلاصیدو ورسته یې د فانتا بوتل سر خلاص کړ او څو غوړپه یې ترې وکړل خوند یې ورنکړ او فانتا بوتل په لغته ووهو تر ډیره ځایه یې لکه توپ له خپلو پښو سره وړلو او ژاوله یې خولې ته واچوله پټوکي یې همالته د بوتل سره یوځای د سړک په سر پریښودل.
ګلالی ځوان د خپلو ښکلو جامو سره د کور په دروازو دننه شوو، کوټې ته په ننتو یې په خپلې خور غږ وکړ چې یو څه د خوراک لپاره ورته راوړي مور خویندو کشر وروڼه سپینږیری پلار یې په کوټه کې ناست وو.
د ماښام آذانو څخه مخکې یې خور ورته ډوډۍ تیاره کړه او کوټې ته یې راوړه، خو د ځوان د پښو د بد بوی له لاسه ټول پاڅیدل او دی یې یوازې پریښود، کله یې چې ډوډې خلاصه کړه کشره خور یې راغله چای یې راوړ دسترخوان یې ترینه ټول کړل له کوټې بهر شوه، ځوان یوه پیاله چای لا نه وو خلاص کړی چې ملا د جومات په لوډ سپیکر کې د ماښام آذان پیل کړ، دی لا په چایو اخته وو چې کشر ورور یې دروازه خلاصه کړه، د غوړو ویښتو واله ځوان چې لا یې خپله رسمي دریشي له ځانه نه وه ایستلې سترګې پرې راویستې او په جیګ غږ یې ورته وویل: او بچه نماز خواندی؟
هلک چې ډير هوښیار وو ورته وویل: نی لالا وضو گرفتم میرم مسجد گفتم اگر خودت آذانه نه شنیده باشی که احوال بتم.
هلک د همدې خبرې سره د کوټې څخه ووت او ځوان خپل لپ ټاپ راواخیست د انټرنیټ موډیم یې ورسره وصل کړ، خپل فیس بوک یې راخلاص کړ پوست یې وکړ: نظافت جز ایمان است!