پرخاوره درې محوره برشي ازمایښت –پروسیجر او ګټې . Triaxial Shear Test on Soil – Procedure, Advantages
درې محوره برشي ازمایښت د خاورې د میخانیکي خواصو د اندازه کولو لپاره کاریږي.په دې ازمایښت کې ،د خاورې نمونه له تشنج سره ،داسې مخ کیږي چې په یو جهت کې تشنج د هغې په عمود بل جهت کې تشنج مختلف وي.د خاورې میخانیکي خواص لکه برشي مقاومت زاویه (angle of shearing resistance) ،چسپش(cohesion) او جلاوالي (dilatancy)تشنج ددې ازمایښت په واسطه پیداکیږي . دا ازمایښت د خاورو ډیری ډولونو لپآره د پلي کیدو وړ دی .
د درې محوره برشي ازمایښت وسایل . Triaxial Shear Test Apparatus
د درې محوره برشي ازمایښت مهم وسایل په لاندې ډول دي.
1. د درې محوره ازمایښت ماشین له مکمل حجرې(cell) یا سیل سره .ددې واحد اصول دادي چې سلنډري خاورې نمونه په کې داخله کړای شي کومه چې د رابري غشا په واسطه سیل(sealed) شوې وي څو دجانبي مایع د ننوتومخه ونیسي.د پستون په واسطه شعاعوي او عمودي تشنج واردیږي .دا واحد کولی شي د نمونې د تخریب مخه ونیسي.په حجره (cell) کې د مایع فشار د یو فشار اندازه کوونکې په واسطه په نښه کیږي.
2. د بار واردولو وسایل .
3. د بار او تغیر شکل اندازه کولو وسایل .
د درې محوره برشي ازمایښت اصول . Triaxial Shear Test Principle
یوه سلنډري نمونه چې د اږودوالي او قطر ترمنځ نسبت یې 2 وي ،په ازمایښت کې کاریږي او د محوري متناظر شرایطو لاندې متشنج کیږي.
د نمونې نورمال سایز به 76mm x 38mm او 100mm x 50mm وي .نمونه له درې اساسي تشنجاتو سره مخ کیږي .له دې درې تشنجاتو ،دوه یې داوبو د فشار له امله دي کوم چې محصور شوې(confined) حجره کې وي .دا دوه قیمتونه سره مساوي وي.د حجرې په بره طرف د بار واردول د یو رام په واسطه کیږي چې دریم تشنج دی ،دا تشنج له پورته دوه نورو تشنجاتو سره فرق لري.دازمایښت نمونه د بره او لاندې طرف څخه د خولۍ(cap) او رابر په واسطه سیل کړای شوی وي .که د سوري فشار(pore pressure) اندازه کول په پام کې وي ،بیا کیدای شي سورۍ شوې تیږې د نمونې بره او لاندې طرف کې کیښودل شي.فشاري تراندیسور(transducers) ددې لپآره کاریږي چې د نمونې په داخل کې تولید شوی فشار اندازه کړي. درې محوره برشي ازمایښت په دوه مرحلو کې ترسره کیدای شي.
1. د خاورې نمونه چمتو کیږي او په درې محوره حجره کې کیښودل کیږي .بیا محدود کړای شوی فشار پرې واردیږي.\
2. په دویم قدم کې ،انحراف کوونکی تشنج پرې واردیږي،کوم چې اضافي محوري تشنج دی ،دا بیا په نمونه کې برشي تشنجات تولیدوي .محوري تشنج ترهغې ورزیاتیږي څو چې نمونه ناکامه یا ماته شي.
وارد شوي تشنجات ،محوري سټراین او د اوبو خالص فشار په دواړو مرحلو کې اندازه کیږي .
ددرې محوره برش کیدو ازمایښت پروسیجر . Triaxial Shear Test Procedure
نمونه کیدای شي یو تازه قالب یا داسې قالب کې چې لاس ورسره نه وي وهل شوی یعنی (undisturbed) چمتو شي . لاس نه وهل شوی خاوره به په داسې خاوره ازمایښت شي چې پوره چسپش ولري .ددې لپاره چې نوې خاوره په نښه شي ،چسپش لرونکې خاوره راټولیږي او په ښه شکل تخته کیږي .
درې محوره ازمایښت په دې بیلو بیلا تغیرونو سره ترسره کیږي .ترټولو عام یی په لاندې ډول دی .
1. نه متراکم شوی او اونه به ایستل شوی.UU
2. متراکم شوی او نه اوبه ایستل شوی .CU
3. متراکم شوی او اوبه ایستل شوی .CD
1. نه متراکم شوی او نه اوبه ایستل شوی ازمایښت Unconsolidated Undrained Test (UU)
لکه له نوم یې چې ښکاري ،د خاورې نمونه له حجرې فشار سره مخ ده ،پرته له دې چې اوبه ترې وویستل شي.دلته د حجرې فشار ثابت قیمت سره ساتل کیږي او انحراف ورکونکی تشنج(deviator stress) پرې ترهغې واردیږي چې نمونه ماته شي یا ناکامه شي.دیته چټک ازمایښټ وايي.
2. متراکم شوی او نه اوبه ایستل شوی ازمایښت . Consolidated Undrained Test (CU)
دلته ،پرنمونه د حجرې فشار واردولو پرمهال ،اوبه ایستل کیږي .او انحراف ورکوی تشنج واردیږي څو د حجرې فشار ثابت وساتي له اضافي اوبو ایستلو.
3. متراکم شوی اوبه ایستل شوی ازمایښت . Consolidated Drained Test (CD)
دیته اوبه ایستل او ورو ازمایښت ویل کیږي .دلته انحراف کوونکی تشنج زیاتیږي او اوبه ایستلو ته اجازه ورکوي او دحجرې فشار ثابت ساتل کیږي.دلته بار په کراره واردیږي نو داسې به په نمونه کې سوري فشار وارد نه شي.چمتو شوې نمونه په یو ممبران کې رانغاړل کیږي او په درې محوره حجره کې ځای په ځای کیږي .ددې لپاره غوښتونکی جانبي فشار پرې واردیږي.جانبي فشار ترهغې واردیږي چې نمونه ناکامه شي .عمودي تغیر شکل او باراچولو مقدار اندازه کیږي .ددې ازمایښت لویه موخه داده چې د خاورې د چسپش (cohesion)او دداخلې اصطکاک زاویې قیمتونه پیداشي.ددې کار ترسره کولو لپاره درې مختلف جانبي فشاري قیمتونه باید په یوه نمونه کې ازمایښت شي.
محاسبه . Calculations
د ازمایټ نمونه له ټولو خواو له جانبي فشار (سګما)σ3 سره مخ کیږي .وارد شوي انحرافي تشنجات σd او ټول عمودي تشنجات σ1 دی نو .
σ1 = σd+ σ3
د x پر محور د σ1 او σ3 او د y پر محور برشي تشنجاتو په رسمولو سره د مهر دایره رسمیږي .ددایرو سره تانجنت په رسمولو د مهر ماتیدو حلقه رسمیږي.تانجنت به د y محور قطع کړي.د y محور قطع کول به د چسپش c قیمت ورکړي.د ماتیدو مستوي یا تانجنټ خط به دخاورې داخلې اصطکاک زاویه ورکړي.باراچول کولی شی د خاورې نمونې عرضي مقطعې مساحت زیات کړي.دا به د انحرافي تشنج اصلاح قیمت ورکړي.دلته د اصلاح قیمت پرې واچو او فرضوو چې نمونې حجم ثابت او مساحت یې متغیر دی .اصلاح شوی انحرافی تشنج (deviatric stress)
σd= (P1/Po) *(1-(l1/lo)
p1 =وارد شوی بار .
Ao =د اصلي عرضي مقطعې مساحت .
Lo = د نمونې اصلي اوږودوالی .
L1 = د نمونې تغیر شکل اوږودوالی .
د نمونې برشي مقاومت t=C+ σ1 tang
موثر تشنج شرایط . Effective Stress Conditions
د خاورې پرنمونه عمل کوونکې موثر تشنج په شکل کې ښودل شوي.په دې حالت کې موثرو وړو اصولو تشنجات مساوي دي د حجرې فشار(مایع فشار) منفي سوري اوبو فشار سره .اساسي اصولو تشنج مساوي دي انحرافي تشنج جمع حجري فشار .نو موثر اساسي اصولو تشنج مساوي دي ،اساسي اصولو تشنج منفي سوري اوبو فشار.
د سوري اوبو فشار اندازه کول . Pore water pressure measurement
د سوري فشار باید داسې شرایطو کې اندازه شي چې په نمونه کې د اوبو هیڅ جریان نه وي ،نه دباندې او نه هم دننه خواته .شونې ده چې د سوري اوبو فشار د نمونې په انجام کې داسې وخت کې اندازه شي چې په بل انجام کې اوبه ویستل ترسره کیږي .د نه جریان شرایط د یوې وسیلې په کارولو ساتل کیږي چې Null indicator بلل کیږي.
د درې محوره ازمایښت ګټې . Advantages of Triaxial Test
1. د تشنج ویش د ناکامې شوې مستوې پر ټولو برخو یو شان وي.
2. نمونه ازاده وي چې په کمزورې مستوي کې ناکامه شي.
3. په اوبو ایستلو مکمل کنترول وي.
4. د سوري فشار تغیر کوي او حجمي تغیر کیدای شي مستقیما اندازه شي.
5. په ټولو منځنیو مرحلو کې تشنجات تر ناکامیدو پورې مالوم وي.
6. دا ازمایښت د تحقیقاتي کارونو لپاره مناسب دی.
د درې محوره ازمایښت نیمګړتیاوې. Disadvantages of Triaxial Test
1. وسایل یې قیمته او مشرح دي .
2. اوبو ایستلو ازمایښت ډیر وخت نیسي.
3. په غټو سټراین نمونو کې شونې عرضي مقطعې مساحت پیدا شي.
4. ددې ازمایښت د نمونې متراکم کیدل ایزوتروپیک دي ،په داسې حال کې چې په ساحه کې متراکم کیدل ایزوتروپیک ضد وي.