پرساختمانونو د زلزلې اغیزې څه شی دي؟
What are the Effects of Earthquake on
Structures?
زلزله هغه ترټولو خطرناکه طبیعي پیښه ده چې ساختمان ته د پام وړ اندازه زیان رسوي.څیړنو ښودلې چې دوه تیروتنې ساختمانونو ته په جدي ډول زیان رسوي یو د زلزلې اغیزې له پامه غورځول او بل په بې احتیاطۍ سره ساختماني کارونه ترسره کول .نو همدا لامل دی چې پرساختمان د زلزلې اغیزو باندې سم پوهیدل ډیراړین دي ،او انجینران او قراردادیان باید په ودانۍ باندې د زلزلې قوو تاثیر په پام کې ونیسي څو دساختمان چپه کیدو او نړیدو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر منځ ته راوړل شي.
کله چې زلزله یو ساختمان ووهي نو هغه په ساختمان کې انرشیايي قوې منځ ته راوړي کوم کیدای شي تباه کوونکې وي او تغیر شکل منخ ته راوړي او عمودي او افقي ټکانونه ورکوي.دغه اغیزې دلته د بحث لاندې نیول شوې .
پرساختمان باندې د زلزلې اغیزې څه شی دی؟
1. په ساختمانونو کې انرشیا قوې . Inertia Forces in Structures
په یو ساختمان کې د انرشیا قوو منځ ته راتلل یو له هغو اغیزو دی چې ساختمان په ناوړه شکل اغیزمنوي.کله چې زلزله ځمکه وخوځوي ،د ودانۍ بیخ یا تهداب به حرکت وکړي خو بام به یی په خپل حال ارام پاتې وي.خو څرنګه چې له هغې سره دیوالونه او پایې نښتې وي نو هغه به بام دځان پسې کش کړي.پردغه مهال بام غواړي چې پرخپل ځای پاتې شي چې دغې پیښې ته انرشیا وايي.د انرشیا قوې کولی شي د ساختمان برشي کیدو یاغوڅیدو لامل شي چې په پایله کې به کیدای شي ساختمان چپه شي.نو مانا دا شوه چې څومره چې د ساختمان کتله غټه وي هومره به یی انرشیا قوه هم زیاته وي ،نو همدا لامل دی چې سپک وزن ودانۍ کولی شي د زلزلې د ټکانونو پروړاندې ښه ثبات ولري.
2. په ساختمانونو کې د تغیر شکل اغیز. Effect of Deformations in Structures
کله چې یوه ودانۍ له زلزلې سره مخ شي او د ځمکې ټکانونه پیښ شي ،نو دودانۍ بیخ د ځمکې د ټکانونو سره حرکت کوي.خو د ودانۍ د بام حرکت به د ساختمان د بیخ د حرکت په پرتله متفاوت وي.دا توپیر په پایو کې انرشیا قوې پیداکوي کوم چې غواړي پایې بیرته خپل اصلي ځای ته یوسي.د انرشیا قوې د سختوالي قوې(stiffness forces) هم بلل کیږي .څومره چې د پایو سایز غټ وي هومره به د پایو سختوالي قوې هم زیاتې وي.په یوه پایه کې د سختوالي قوې مساوي دي په پایه کې ددوه انجامونو ترمنځ بې ځایه کیدل ضرب د پایې سختوالی .
3. عمودي او افقي ټکانونه . Horizontal and Vertical Shaking
زلزله د ځمکې په x ،y او z ټولو جهتونو کې د ټکانونو لامل کیږي او په نامنظم ډول دا ټکانونه مخکې او وروسته په ټولو جهتونو کې منځ ته راځي .معمولا ساختمانونه داسې ډيزاینیږي چې د عمودي بارونو پروړاندې ودریږي ،نو په ډيزاین کې د کارول شوو خوندیتوب فکتورونو له امله د زلزلې د عمودي ټکانونو پروړاندې خوندبیتوب تضمین شوی وي.خو د X او Y جهتونو په امتداد افقي ټکانونو منځ ته راتلل د ساختمان دکارکردګۍ لپاره ډير مهم وي،ځکه دا انرشیا قوې او جانبي بې ځایه کیدل پیداکوي .نو د بار د لیږد لپآره باید مناسبه لار شتون ولري څو د زیان رسونکو اغیزو مخنیوی وشي.د چت سلب ،دیوالونو او پایو د ښه ډیزاین او ددې عناصرو ترمنځ دنښلونو په واسطه کیدلی شیي د انرشیا قوو د لیږد لپآره مناسبه لاره منځ ته راشي .باید یادونه وکړو چې پایې او دیوالونه د انرشیا قوو په لیږد کې مهم عناصر دي.دا مالومه شوې چې معماري دیوالونه او نرۍ اوسپنیزکانکریټي پایې دانرشیا قوو لیږد لپاره کمزورې نقطې دي .
4. نورې اغیزې. Other Effects
پرساختمان د زلزلې د مستقیمو اغیزو سره په څنګ کوم چې پورته تشریح شول ،یو شمیر نورې اغیزې هم شته لکه سونامې ،د ځمکې ښوییدل او ذوب کیدل .دا قوي زلزلو غیرمستقیم اغیزې چې د لویو ساختمانونو د تخریب لامل ګرځي.