لیکنه: استاد آزادخان ولسي
لنډیز
ستراتیژیک موقعیت او بډایه زیرمې دیوهېواد دداخلي اوبهرني اقتصاد داغېزمنتیا له عناصرو څخه شمېرل کېږي او ددې اغېزې هغه وخت محسوسیدلی شي چې نوموړی هېواد قوي مرکزي حکومت ترڅنګ دغښتلو اقتصادي پالیسېو درلدونکی وي، ځکه دمنظمو اقتصادي پالیسیو او ستراتیژو په اساس دسیمې او نړۍ له هېوادونو سره سالمې اړیکې جوړیدای شي چې له مخي به یې په اقتصادي لحاظ له شته فرصتونو ګټه پورته شي او دعاید کچه به لوړه شي چې بالاخره به دیو باثباته،پرځان بسیا او پرمختللي هېواد ترڅنګ غني هېواد رامنځته شي.
سریزه
افغانستان دآسیا زړه هېواد په توګه او دخپل مهم جغرافیاوي او ستراتیژیک موقعیت له امله، دمنځنۍ اسیا،جنوبي اسیا او منځیني ختیځ ترمنځ دپل حیثیت لري. ددې ترڅنګ دبې شمیره طبعي زیرموله پلوه په نړیواله کچه، د ښه شهرت درلودونکی دی چې دا یوه لویه نیکمرغي ده، ځکه په اوسنۍ نړۍ کې د دولتونو سیاسي او اقتصادي ځواک په دې محاسبه کېږي چې د انرژۍ سرچینو ته لاسرسی او کنټرول په کومه کچه لري. د «جان هاپکینز پوهنتون» د قفقاز انسټیټیوت مشر «فریدریک سټار» وايي:هر هغه چا چې د انرژۍ د نل لیکو پر مسیر او سرچینو کنټرول پیدا کړ، د نړۍ په راتلونکو سترواو برخلیک ټاکونکو مسایلو کې به اساسي ونډه ولري. د سیمې او نړۍ اوسنيو شرایطو ته په پام، دغه واقعیت ښه جوت دی چې د انرژۍ صادروونکي، ټرانزیټ کوونکي او واردونکي هېوادونه هغه ستراتېژیک مثلث دی چې د نړۍ په سیاسي جغرافي کې اقتصادي حوزې رامنځته کوي.پراجکټس چې په واشنګټن کې دمتحده ایالاتو دستراتیژیکو مطالعاتو دانسټیټیوت ریس دی، لیکې چې افغانستان یو تریلیون طبعي زیرمي لري. او پریمانه اوبه یې داقتصادې رشد بل هغه عنصردی چې ددې هېواد اتیاسلنه زراعت بوختو لپاره دکرنیزو ځمکو په زیادښت ،محصولاتودذخېري اومارکیټونولپاره دبریښنا په تولیدکې ستره ونډه لوبوي چې له کورني مصرف څخه څوچنده اضافي بریښنا، دزیات عاید دلاسته راوړلوپه منظورتولیدولای شي. دا هرڅه په هېواد کې یو قوي مرکزي حکومت شتون،قوي ارادي،منظمو پالیسیواو ستراتیژیو ته اړتیا لري، ترڅو وکولای شو دځان بسیایني لپاره له شته فرصتونو ګټه پورته کړو.که ددې برعکس وي نو ډېرغني هېوادونه چې دکمزوري حکومت لرونکې وي، ددې پرځای چې رحمت پري وشي،ډېری په غضب اخته کېږي. ښه دبېلګه يې د(کانګو) هېواد هغه ناوړه سناریو ده چې په پنځه کلنه سېمه یيزه جګړه کې یې ګاونډیان هم په ناورین کې راښکیل شول، نو بناٌ دداسي هېوادونو له طبعي زېرمو او اقتصادي فرصتونو څخه دنړۍ قوتونه او په ځانکړي ډول، ګاونډي هېوادونه ګټه پورته کوي، ځکه چیرته چې جنګ، وي هلته دپرمختګ فرصتونه له منځه ځي او خلک يې په بدبختیو کې را ښکیلیږي. افغانستان هم د اوږدي مودي لپاره دداسې ناورینونو ښکارشوی دی خو له نیکمرغه پدې وروستیو کې له دې بدبختیو څخه دخلاصون یوڅه هیلې راټوکیدلي دي چې هغه هم د افغان حکومت له خوا دیولړمهمو پروژو لو مړني کارونه دې چې په ترسراوې سره به يې ان شأالله،له دې ناخوالوخلاصون ومومو. اړینه بريښي چې ددې حیاتي پروژو په اړه یو څه درسره شریک کړم.
۱- TAPI یا ترکمنستان-افغانستان-پاکستان او هندوستان دغازنل لیکي پروژه
۲- چابهاربندر
۳- کاسازرپروژه
۴- افغان-ترکمن-تاجک اورګاډي پټلۍ پروژه
۵- وریښمولار افغانستان دژغورني لار ۶- ټوټاپ پروژه
۱- ټاپي پروژه
ټاپی غاز نل لیکه چې د (۲۰۰۰)کیلومتره په شاوخوا اوږدوالی لری، له ترکمنستانه به دافغانستان له لاري پاکستان او بیا هند ته ځي.ددې نل لیکې (۸۰۰)کیلومتره به دهېواد له لویدځو ولایتونوهرات،کندهار،فراه او هلمند له لارې بلوچستان څخه تر تېریدو وروسته، دوه شاخه شي چې یوه به یې پاکستان اوبله به یې هند ته کش شي. ددې پروژي تخمیني لګښت (۸۰)اتیازره میلیونه ډالره دی چې زیاته برخه یي په افغانستان کې لګول کیږي اوددې تړون پر اساس به (۳۳)میلیارده مترمکعب غاز، دترکمنستان له خوا افغانستان-پاکستان او هند ته ورکول کیږي چې افغانستان به دري(۳)میلیاردمترمکعب غاز ورڅخه رانیسي او ددې ترڅنګ به د پروژی تر بشپړیدو وروسته، هرکال افغانستان ته (۵۰۰)میلیونه ډالره ګټه، دترانزیټي ټکس له لاري ورکول کیږي او تقریبا (۱۳۰۰۰)زره خلکوته به په مستقیم او غیرمستقیم ډول، دکار زمینه برابره شي چې (۵۰۰۰)دایمي او (۷۰۰۰)به په موقتي ډول پکې کاروکړي .یاده نل لیکه چې له کومو سېموتېرېږي خلکوته به یې وړیا غاز ورکول کیږي. ددې نل لیکي سره په څنګ کې به یوه اوسپنیزه نوري فایبرشبکه جوړه شي چې افغانستان له لاري ترکمنستان او بیا آذربایجان ته ځي او هم دبریښنا یو تاروغځیږي.په ټوله کې یاده پروژه دمتنازع هېوادونو ترمنځ دښومناسباتودرامنځته کیدوباعث کیدلی شي.
۲- چابهاربندر یعنې نړۍ بازارونو ته دافغان سوداګرو لاس رسی
چابهار بندریو سمندري بندر دی چې دایران په سویلي سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعیت لری.په شمال کې دمنځنۍ اسیا او افغانستان، ختیځ کې پاکستان او جنوب کې دهند سمندرګې سره تړلی دی او(۱۴)زره هکتاره مساحت لري.نوموړی بندردمنځنۍ اسیایې هېوادونو(افغانستان،ترکمنستان،اوزبکستان،قرغزستان او قزاقستان)چې وچې پوري تړلي دي، ډیر ارزښت لري، ځکه چې له دې لاري ازادو اوبوته په اسانۍ لاره پيداکولي شي.افغانستان په داسي حال کې ددې بندرله لاری هند ته ترانزیتي لاره پیداکوي چې ددې هېواد دسوداګروسوداګریزه راکړه ورکړه له هند سره د واګې،کراچۍ او بندرعباس له لاري کیدله او ډېری وختونه به افغاني سوداګر دستونزو سره لاس او ګریوان و چې اوس به دغه ستونزي هند ته دترانزیتي لاري پیداکولو له امله تر ډیره حده هواري شي. دایران-هند او افغانستان ترمنځ په دري اړخیز هوکړه لیک کې هند ددې بندر دزیربناوو په برخه کې په اړتیا وړ پانګونه مکلف دی.داقتصادي کارپوهانو له نظره ددې هوکړه لیک له مخي دافغانستان سوداګریزي اړیکې له ایران او هند سره وده مومي او هم دهېواد صادراتو او وارداتولپاره چابهار بندر لاره،دکراچۍ ښه بدیل دی. دا به نه یواځي ددغو هېوادونوترمنځ سوداګري پراخه کړي،بلکي افغان سوداګر به دنړي بازارونو ته په اسانۍ،لاس رسی هم پیداکړي. که چیري په تخنیکي لحاظ دا بندر مجهزشي،دغټوکښتیو ددریدلوځای پکې برابرشي ، تجارتي کښتی ورته راشي اوموږ له ممبی سره ونښلوي، نو دا به نه یوازي دافغانستان په سوداګرۍ کې اسانتیاوي رامنتځه کړي، بلکي هند به هم منځنۍ اسیا ته ډیرنږدې کړي .
۳- کاسا زر پروژه
کاسازرهغه بریښنايې پروژه ده چې له قرغزستان پيل او تاجکستان دوشنبي ښارته تررسیدو وروسته به دهغه هېواد دبریښنا له یواځایوالي سره دکندز،بغلان،پروان،کابل،لغمان او ننګرهار له لاري طورخم ته لېږدول کیږي چې په پایله کې پاکستان ته رسېږي. په یاده پروژه کې به یو زرو دري سوه (۱۳۰۰) میګاواټه بریښنا افغانستان او پاکستان ته راوارده شي. ددې پروژې ټول لګښت یومیلیارد او یوسلواویا (۱۱۷۰۰۰۰۰۰۰) ډالره اټکل شوي چې دافغانستان ونډه پکې څلورسوه څلور(۴۰۴۰۰۰۰۰۰) میلیونه ډالره ده. چې له دې جملې څخه نړیوال بانګ درې سوه شپاړس اعشاریه پنځه میلیونه ډالره اوپاتي نورڅلور میلیونه ډالره افغانستان دبیارغوني صندوق له خوا لګول کیږي. که چیري د مالي کمښت رامنځته شي،نو په دې برخه کې امریکا،انګلستان او اروپا دپانګوني بانک هم ژمنې کړیدي. دکاسازر پروژه به دقرغزستان،تاجکستان،افغانستان اوپاکستان هېوادونو مشرانو دهوکړه لیک پر اساس، په (۲۰۱۸م) کال کې بشپړه شي چې له امله به ېې هرکال دترانزیت له لاري افغانستان (۴۵۰۰۰۰۰۰)میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي. نړیوال بانک د(۳۶۰۰۰۰۰۰)شپږدیرش میلیونه ډالرو په لګښت یواځې په هغوسېموکې چې بریښنا ورڅخه تېریږي، پروژي عملي کوي.
۴- افغان-ترکمن-تاجک اورګاډي پټلۍ پروژه
اقینې اورګاډي پټلۍ افغانستان دترکمنستان له لاري دآسیا له نړیوال اورګاډي پټلۍ سره نښلوي چې پدې سره به اروپا،منځنۍ اسیا او نوروهېوادونو ته لاره پیداکړي. داورګاډي دا پټلۍ دترکمنستان له اتامرات امام نظر څخه پیلېږي او په لومړي پړاو کې نژدي څلور کیلومتره دافغانستان دننه، داقیني بندر کې غځول کېږي چې (۸۵)کیلومتره به دترکمنستان دننه او تر (۳۰۰)کیلومتر ډیره دافغانستان له شمالي ولایتو څخه تېریږي.
دافغان-ترکمن-تاجک اورګاډي پټلۍ دبشپړیدو لپاره داټکل له مخي آسیا پراختیاېې بانک د(۳۸۰) میلیونه ډالرو دلګښت ژمنه کړې.افغانستان په خاوره کې دترکمنستان اورګاډي پټلۍ غځول، دترکمنستان –افغانستان او تاجکستان ترمنځ داورګاډي پټلۍ جوړولو دطرحي یوه برخه ده او دا په داسي حال کې ده چې افغانستان په لودیځ کې له ایران او په شمال کې له ازبکستان سره داورګاډي دپټلیو له لاري نښلول شویدی.
۵- ټوټآپ پروژه
ټوټاپ د افغانستان د برېښنا یوه بله مهمه پروژه ده چې له ترکمنستان څخه د برېښنا مزي د ازبکستان، تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته غځېږي. د برېښنا دغه لیکه په تاجکستان کې له سنګ توده پيلیږي، شیرخان بندر ته نږدې افغانستان ته راځي، له کندز، بغلان او پلخمري ښارونوڅخه تېراو په دوشي کې د هندوکش غرونو ته ورځي.افغانستان ته له ترکمنستانه د” ۵۰۰ کیلو ولټه” برېښنا واردولو پروژه د ۲۰۱۳ ز کال راهیسې د ځېنو ولايتونو د اوسېدونکیو د نظر اختلاف له امله وځنډېده. بامیانو ته د جاپان له لوري د دغه (۲۲۰) کیلو ولټه برېښنا د انتقال له پاره (۱۲) میليونه ډالره ورکول کېږي او د مسوًلوچارواکو پر وینا، که جاپان له دې مرستې لاس په سر شي نو دغه پروژه به د بوديجې له کمښت سره مخ شي خو په دې وروستیو کې داسي فیصله وشوه چې ددې بریښنا)۲۲۰) کیلو ولټه چې (۳۰۰) میګاواټه کېږي، د پروان پشته ی سرخ سیمې څخه به بامیان او دایکندي ولایتونو ته و لېږدول شي.
۶- وریښمو لار افغانستان دژوغورني لار
وریښمولرغوني لار چې دبدخشان ولایت دواخان غرنۍ سیمي له لارې افغانستان له چین سره نښلوي، نه یوازي دافغانستان او چین لپاره بلکي، دنورو اسیاېې هېوادونو لپاره هم دسوداګری او تګ راتګ په برخو کې دزیات اهمیت لرونکې ده. پدې وروستیو کې چین هېواد ددې لاري په جوړیدوکې له افغانستان سره دهمکارۍ ډاډ څرګند کړی.پروفیسور فریدریک ستار په واشنګټن کې دجانزهوپکینزپوهنتون کې دمنځنۍ اسیا او قفقاز دانسټیټیوت ریس دی، پنځه کاله مخکې دوریښمونوي او عصري لاري په هکله نوی کتاب خپورکړ،نوموړي په خپل کتاب کې لیکلي چې دې لاري په جوړیدو سره به ترانسپورتي لګښتونه یو پر دري راکم شي چې داسیا او لودیځ ترمنځ به سوداګري اتیا سلنه وده وکړي چې چین ،روسیه ،پاکستان،هند او نور هېوادونه به هم ددې لاري له ګټوبرخمن شي خو پروفیسور ستاربیا وایې چې دافغانستان ګاونډي هېوادنه کیدای شي ددې اونورو لارو په جوړیدو سره به له افغانستان سره خپله دښمنی پریږدي او دافغانستان ډیرو ستونزوحل پدې لار کې نغښتی دی. له بله اړخه چیناېې چارواکې پدې اند دې چې له دې لارې به مدیتراني ته لاره پیداکړي چې بالاخره به نورو اسیايي هېوادونو سره هم وصل شي.
چیني دولت له نظره پدې پروژه کې افغانستان ګډون دسویلي اسیا،لویدیځي اسیا او مرکزي هېوادونو نښلولو لپاره ډیرمهم دی، ځکه دوریښموڅلورلاري کولای شي دافغانستان له لاري منځنۍ اسیا دسویلي اسیاسره او همدارنګه دختیځي او لویدیځي اسیا هېوادونه له اروپا سره نښلوي.ددې پروژي په بشپړیدو سره به ځیني نورو زېربناوو لکه دلاجوردلار، چین-قرغزستان-تاجکستان-افغانستان-ایران اوسپنې پټلۍ اوترکمنستان-افغانستان-پاکستان اوهند ترانسپورتي دهلیزچې په سیمه کې مهمي پروژي دې دجوړیدو زمینه برابره شي.
وړاندیزونه
یادو پروژو ترڅنګ لاندي برخي هم باید جدي په نظر کې ونیول شي.
۱- زراعت او صنعت دوه هغه عوامل دي چې نه شلیدونکي اړېکي لري اوکه ورڅخه ګټه پورته شي دهېواد په اقتصاد کې حیاتي رول لري دبېګلي په ډول،که د کندز ابدا او مزار لیلي دښتي زاعتي شي، نودټول اهېواد زراعتي اړتیا پوره کولای شی.، دکنړ له سینده که دبريښنا دجوړښت ګټه پورته شي نو (2000MW )بریښنا دتولید ظرفیت لري.دټول افغانستان بريښنايې اړتیا (500MW ) ده او پاتي نوره که پرګاونډیانو وپلورل شي غټ عاید تري په لاس راتلای شي.
۲- افغانستان د(سروه زرو،اوسپني،المونیمو،کوبالت،لیتیمو) او (تیلو، ګازو) غني زیرمي لري. دپراجکټس پروینا دازېرمې تر یو تریلیون ډالرو ارزښت لري چې که په مسلکې او شفاف ډول استخراج شي دنورو له اختیاج مو خلاصولی شي.
۳- سرمایدارو نظامونوکې ددولت ښه ملاتړی خصوصي سکتور ښه وي. که دولت سرمایدارواو مشبیثینو ته دامنیت ترڅنګ په قوانینوکې اسانی راولي،ګمرکې مالي ټکسونه کم کړي اوخپلوتولیداتو ته فابریکي او کمپنی جوړي کړي،تازه او وچومېو مارکیټونه جوړکړي او په بهرنيو تولیداتو ټکس لوړکړي، ترڅو هېوادوال خپلو تولیداتو ته مخه کړي نو هېواد به مو پرځان بسیا او دنور له اختیاجه خلاص شي.
پایله
بالاخره ویلی شوچې، دیادو پروژو په تطبیق سره دافغانستان مناسبات دمنځنۍ اسیا،جنوبي اسیا ، منځیني ختیځ او په ځانګړي توګه، له ګاونډي هېوادونو سره غښتلي کیږې،ځکه دا ډول پروژې د سېمې هېوادونه د تضاد له نقطې،د همکارۍ لور ته هڅوي، یعنې څومره چې دولتونه په اقتصادي لحاظ سره تړل کېږي؛ هغومره د ټکر ګواښونه کمېږي او همکاري پراختیا مومي، نو که خدای کول په پورته ټولو پروژوکې همداسي مناسبات رامنځته کیږي چې په اقتصادي،سیاسي،امنیتي،کلتوري اوټولنیزډول هېوادونه سره نږدي کېږي چې نتیجه کې هر یوه ته یې په خپله برخه کې ډیری ښېګڼي ترلاسه کېدای شي او موږ ددې ډول ورځو دراتلوانتظارکوو ترڅودیوپرمختللي ،هوسا او باثباته افغانستان،سېمي اونړۍ شاهدان واوسو.