ژباړه: حبيب وقار
بېټرۍ
تل په ياد ولرﺉ چې که چارچ اخيستونکې قلمي يا ليټيوم بېټرۍ او يا هم معمولي بېټرۍ واخلئ، دواړه محدود عمر لري. تر دې به بله بده نه وي چې يوه ښه او ډراماټيکه صحنه د بېټرۍ د ختمېدو له امله له لاسه ورکړﺉ.
د بېلابېلو بېټريو ځانګړتياوې له يو بل سره توپير لري او همدارنګه د ډېجېټل کامرو ځانګړتياوې توپير سره لري. د دوی د بېټريو لګښت هم يو ډول نه دی او همدارنګه د ډېجېټل کامرې بېلابېلې برخې بېلابېل لګښتونه لري چې ځينې يې ډېره انرژي لګوي.
د کامرې د بېټريو د سم لګښت لپاره بايد په دې برخه پوه شو. د کامرې هغه برخې چې ډېره انرژي لګوي عبارت دي له: د LCD پاڼه، فلش او هغه ماشين چې د کامرې ميخانيکي برخې لکه د زوم ماشين، په خوځښت راولي. ډېجېټل کامرې تاسې ته اجازه درکوي، چې اخيستل شوی انځور د LCD د پاڼې په مخ وګورﺉ او يا دا چې تاسې د ښودونکي د کړکۍ په ځای کولای شئ انځور د LCD په پاڼه ووينئ، او له هغې پاڼې انځور واخلئ. د LCD پاڼه يو څه ډېره انرژي لګوي. که چېرې تاسې يو څه وخت له ډېجېټل کامرې کار وانه خلئ د بېټرۍ د لږ لګښت لپاره يې LCD په خپله غلی يا ګل کېږي. له همدې امله د انرژي ساتونکي وايي چې وخت يې د کامرې له مينو څخه د برابرښت وړ دی. کله چې د خپلې ډېجېټل کامرې په تنظيماتو بوخت ياست، د LCD پاڼې د غلي يا ګل کېدو وخت لږ وټاکئ. دلته د کامرې د بېټرۍ د وخت د ډېرولو لپاره يو څو ټکي يادوو، څو د خپلو بېټريو له انرژي ډېره ګټه واخلئ.
ــ LCD يا هماغه د انځور ښودنې پاڼه غلې کړﺉ او له ښودونکې وړې کړکۍ کار واخلئ. له LCD يوازې هغه وخت کار واخلئ چې له ښودونکې وړې کړکۍ کار نه شئ اخيستی. له همدې امله کله چې تاسې يوه کامره اخلئ بايد پام مو وي چې وړه ښودونکې کړکۍ لري او که نه.
ــ څومره مو چې وس وي هڅه وکړﺉ د LCD پاڼې له لارې انځورونه مه ګورﺉ.
ــ کله چې اړتيا نه وي د انځور اخيستو په وخت کې زوم مه کاروﺉ، هر ځل چې زوم کاروﺉ د انرژي لګښت ډېرېږي. هغه کامرې چې د آپټيکل زوم لرونکې دي د زوم کولو په وخت کې ډېره انرژي لګوي. داسې هم نشو کولای چې له زوم هېڅ کار وانه خلو خو بايد چې لږ يې وکاروو. په ډېرو ډېجېټل کامرو کې د انځور اخيستو لپاره يوه تڼۍ شته. دلته دوه پړاوه دي، په لومړي پړاو کې د تڼۍ په لږ کېکاږلو سره د انځور چاپېريال زوم کوي او همدلته درېږي په دويم پړاو سره چې دويم ځل تکمه لږ ډېره کېکاږل کېږي او انځور واخيستل شي. د تڼۍ د کېکاږلو په لومړي پړاو کې که په تڼۍ ډېر فشار راوړل شي انرژي ډېره لګول کېږي.
ــ د بېټرۍ چارچ ته هر وخت پام وکړﺉ. د وخت په تېرېدو سره د بېټرۍ چارچ ختمېږي. تر دې که کامره نه هم کارول کېږي بيا يې هم چارچ ختمېږي. نو که اوس ستاسې مسلک عکاسي وي، نو ښه ده چې بېټرۍ مو تل چارچ ولري. زما وړانديز دا دی، که چېرې هره ورځ عکاسي کوﺉ نو د کامرې بېټرۍ بايد په ورځ کې يو ځل چارچ کړﺉ. البته نن ورځ په پلورنځيو کې د چارچ قلمي بېټرۍ شته دي چې په يو ځل چارچ کولو سره تر ۹ مياشتو پورې خپله ۹۰ په سلو کې انرژي ساتي. دا بېټرۍ Always Ready او Ready 2 Use نومېږي.
ــ د بېټرۍ لګښت ته هر وخت پام وکړئ. که چېرې تاسې يوازې څو انځورونه له يوې صحنې څخه د ورځې رڼا ته واخلئ ډېرې انرژي ته اړتيا نه لري، خو که چېرې غواړﺉ ټوله ورځ عکاسي وکړﺉ او فلش ته هم اړتيا ولرﺉ نو ښه ده چې مخکې تر مخکې مو د بېټريو چارچ ته پام وکړﺉ.
ــ کله چې مو ډېجېټل کامره له فلش څخه غلې کوﺉ د کامرې ISO مو لږ لوړه کړﺉ يا يې هم له نور سره حساسيت ډېر کړﺉ. پام مو وي هر څومره لوړه ISO چې ولرﺉ ښه او وړ ډېجېټل فايل به ولرﺉ.
قليايي معمولي بېټريو يا NICAD او NIMH ته مو پام وي. دا بېټرۍ په بشپړه توګه زهري دي، د هغوی د لرې غورځولو لپاره بايد يو سم پروګرام ولرﺉ.
[news_box style=”1″ display=”category” title=”نورې برخې” category=”178″ tag=”null” show_more=”on”]