ژباړه: حبیب وقار
لېنز
هغه روښنايي چې د صحنې د توکو څخه بېرته کامرې ته انعکاس کېږي له يوې ځانګړې هندارې چې لېنز بلل کېږي تېرېږي او د انځور اخيستلو د کامرې حساسو پيکسلونو ته رسېږي. د کامرې عدسيې د يوې عدسيې په توګه له يو بل سره تړلې دي چې د يوې کړۍ په څېر پرتې دي او داسې جوړې شوې دي چې له يو بل سره يو کار ترسره کوي. د رڼا وړانګې د عدسيې په ماته شوې هنداره له لګېدو وروسته له عدسيې بهر په يوه ځای کې ټولېږي چې هغې ته د عدسيې کانون وايي، د عدسيې او کانون تر منځ واټن ته د عدسيې کانوني واټن وايي. د بېلګې په توګه که د عدسيې واټن ۵۰ ملي متره وي د کامرې د عدسيې پر مخ f:50mm ليکل کېږي. د عدسيې کانون هغه ځای دی چې په هغه ځای کې انځور په څرګنده توګه ليدل کېږي چې هلته د انځور پيکسلونه پراته دي.
عدسيې په ټوليزه توګه دوه ډوله دي:
لومړی: هغه عدسيې چې ثابت کانوني واټن لري.
دويم: هغه عدسيې چې د کانون واټن (د زوم لېنز) يې بدلون مومي.
هغه عدسيې چې د کانون واټن يې ثابت وي.
د عکاسۍ ډېرې پخوانۍ کامرې د ثابت کانوني واټن عدسيې لري. دا عدسيې د ليد ثابته زاويه لري، واټن، د انځور عمق او کچه وړاندې کوي چې په بشپړه توګه د عدسيې د کانوني واټن له زاويې څخه اغېزمن دي. په دې عدسيو کې هر ځای چې کامره اېښودل شوې د انځور د موضوع له پلوه يو ځای ښيي او د انځور د لويولو او کوچني کولو لپاره بايد چې کامره مخته او يا شاته يوسو. دا عدسيې بېل ډولونه لري چې له ډلې يې لاندې برخې دي:
- لويه او پراخه عدسيه
- تله فټو عدسيه
- نورماله عدسيه
- مايکرو عدسيه
- فېش آی عدسيه
- کلوز آپ لېنز
دا د عکاسۍ ځانګړي لېنزونه دي
نورماله عدسيه
هغه عدسيې چې د کانون واټن (د زوم لېنز) يې بدلون مومي.
د دريو وروستيو لسيزو د تکنالوژۍ پرمختګ د زوم لېنز يا د عدسيې د کانون د واټن د بدلون عدسيو د پيداکېدو لامل شو. د دې عدسيې په کارولو سره کولای شو د ليد بې شمېره عدسيې ترلاسه کړو.
دا کار د تڼۍ په کېکاږلو او کړۍ په څرخولو سره ترلاسه کولای شو؟
د زاويې بدلون ته چې د زوم په نوم سره يادېږي ويل کېږي چې له هغه نسبت څخه عبارت دی کوم چې د عدسيې د کانوني واټن زاويه له لرې واټن څخه په لنډ واټن بدلوي. دا واټن د زوم په عدسيو کې توپير لري. د بېلګې په توګه له ۱ څخه تر ۳ او له ۱ څخه تر ۴۰ پورې شته دي. د فلم اخيستنې په ډېرو کامرو کې د زوم نسبت له ۱ څخه تر ۱۰ او يا له ۱ څخه تر ۱۲ پورې دی. دا په دې معنی ده چې که د لېنز د کانون واټن لږ تر لږه ۱۰ وي.
ټاکلی واټن چې غواړي فلم ترې واخلئ واټن له ۱۰۰ څخه تر ۱۲۰ پورې دی. د زوم عدسيه د (t w) تڼۍ په واسطه هم د لاس په کېکاږلو سره کار کوي، پرته له دې چې د کامرې ځای بدل کړو د لاس په واسطه د يادې تڼۍ په کېکاږلو سره له پرانيستې سيمې څخه تر تړلې سيمې پورې فلم اخيستی شو. د زوم عدسيه تر ټولو عدسيو لوړ بيه، درنه او پېچلې ده خو د هغې خوندونو له مخې چې لري يې ډېر ژر دود شوه چې اوس د فلم اخيستنې په ټولو کامرو کې کارول کېږي.
د فلم اخيستنې په وخت کې کولای شو صحنه زوم کړو او تصوير لنډولای شو. دا کار په عمق لرونکو صحنو کې مصنوعي ښکاري، داسې ښکاري چې موضوع د ليدونکو لوري ته لنډېږي. پرته له دې چې خوځښت ولري او د کامرې د ډالې په حرکت سره په بشپړه توګه توپير کوي. خو له بده مرغه د ډېرې کارونې له امله، خلکو له دې حرکت سره عادت کړی او د ټلويزيوني خپرونو د ډالې د وتراولېنګ حرکت خوند له خلکو اخيستل شوی دی.
نور بيا…
[news_box style=”1″ display=”category” title=”نورې برخې” category=”178″ tag=”null” show_more=”on”] [review]