• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ښه انځور څنګه واخلو؟ (لومړۍ برخه)

Home ښوونه او روزنهانځورګريښه انځور څنګه واخلو؟ (لومړۍ برخه)
ښه انځور څنګه واخلو؟ (لومړۍ برخه)

ښه انځور څنګه واخلو؟ (لومړۍ برخه)

  • د فلم اخيستلو کمره (Camera)
  • ژباړه: حبيب وقار
  • د فلم اخيستلو کامره څه شی ده؟ د کامرې اصلي برخې او د کامرې د کارولو ډول.

کامره په فلم کې د پرلپسې او تړلو انځورونو د ثبتولو يوه څانګه ده. په خلاصه توګه ويلای شو، هغه څه چې د فلم اخيستلو په وخت کې رامنځ ته کېږي دا دي چې:

کامره په صحنه کې د فلم اخيستلو په وخت کې، په يوې ټاکلې چټکتيا سره له ټاکلې صحنې څخه د بېلګې په توګه (په ثانيه کې ۲۴ قابه) په پرلپسې توګه فلم اخلي. دا انځورونه د فلم په مخ د قاب په ډول په قاب کې ثبت کېږي. وروسته دا فلم د نندارې په دستګاه کې ږدي، په همغه چټکوالي سره چې فلم اخيستل شوی، هغه نندارې ته وړاندې کوي، د انسان د سترګو د پرلپسې ليدلو د ځانګړنې له مخې، يو پر بل پسې حرکت رامنځ ته کوي.

نن ورځ په بېلو اندازو کې د بېلو وړتياوو لرونکې کامرې توليدېږي چې په بېلو طريقو سره په بېلو ځايونو کې د فلم اخيستو لپاره کارول کېږي. موږ به دېجېټل کامره و ارزوو.

د ډېجېټل کامرې بېل ډولونه:

د ډېجېټل کامرې ارزښت لرونکي ډولونه عبارت دي له Mini DV، Digital8 ، MicroMV، DVD، سخت ډېسک او آن HD- DVD چې هغوی ته به هم په لنډه توګه اشاره وکړو.

Mini DV

د فلم اخيستو ډېره دوديزه کامره ډېجېټل ده، د کاسټ فېتو په ډول فيتې لری چې وخت يې هم په بېلابېله توګه له نيم ساعت څخه تر ۲ ساعتونو پورې دی. د کامرې دا ډول د فلم اخيستو ټول ډېجېټل امکانات لکه ښه تصوير همدارنګه د کاروونکو په واک کې د PCM سټوډيو ښه غږ په آسانۍ سره ورکوي. ځينې له دې فيتو څخه يوه وړه برخه لري چې نېټه، ساعت او نور اطلاعات پکې ثبت دي.

Digital8

سونيDigital8 کامرې دHi8 فيتو يا ۸ کيلومتره واټن څخه د فلم اخيستو وړتيا لري. له mini DV څخه لږ لويې او ارزانه دي.

د دې کامرې په کارولو سره به وکولای شئ د پخواني انالوګ ۸ ملي متري فيتې هم خپرې کړﺉ او هغه په ډېجېټل هم بدلوی شئ چې البته دا د خصوصي موډلونو ځانګړتيا ده. د Digital8 کامرې د ماشين چټک ګرځېدو ته په پام سره، د يو ساعته فيتې په مخ به يوازې نيم ساعت فلم ثبت شي. Mini DV او Digital8 د DV د انځورونو د واړه کولو له سټنډرد نه ګټه اخلي.

نور بيا…

[news_box style=”1″ display=”category” title=”نورې برخې” category=”178″ tag=”null” show_more=”on”]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

کيسې ته موضوع څنګه غوره کړو

کيسې ته موضوع څنګه غوره کړو

Oct 26, 2015

ليکوال: مطيع الله همدرد کابل ادبي بنډار خپله ۶۴ مه[...]

ټاپي؛ د افغانستان او سیمې امنیت

ټاپي؛ د افغانستان او سیمې امنیت

Oct 19, 2015

ليکنه: حبيب وقار په داسې حال کې چې په دې[...]

حبيب وقار

بڼونه د انسانانو ځانګړې خوشالي

Jan 17, 2015

ليکنه: جان روسل ژباړه: حبيب وقار – برتانيه يوه بڼ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022