لیکنه: آغاملوک سهار
لمړی باید دا معلوم شی چې زه غواړم په راتلوونکي کې څوک ووسم،څه باید ولرم.
څوک چې پرمختګ ته ژمن وي، نو د نورو د کلونو مزل میاشتو او ورځو ته را لنډ کړي.
پرمختګ زار نلري،یوازې له خپلو وړتیا او امکاناتو ښه او موثره ګټه اخیستنه ده،نو مهمه داده چې څنګه له خپلو وړتیاوو او امکاناتو ښه ګټه پورته کړو.
پرمختګ د هر چا ارزو ده، خو ځینې یې په واقعي ډول هوډ وکړي، نو لمړی په دي ځان پوهه کړي چې څه څنګه او چیرته وکړم، ځان اصلي مسیر ته برابر کړي، او خپل ټول تمرکز یې په هدفونو وي.
که څوک غواړي پرمختګ وکړي باید د وخت سپمولو هنر زده کړي، له ډیر فرعې مسالو ځان لري کړي، یا په بل عبارت له ځینو ستونزو او کارونو باید د تیښتي هنر زده کړو، ځکه ټولي ستونزې په حل کولو هم نه ارزې، یایې حل کول نور ستونزو ته لار خلاصول دي.
د پرمختګ لپاره نور ډیر څه ضرور دي خو وخت او هوډ کلیدي رول لري، که ته وخت ونلري خو نور هر څه ولري نو ډیره کمه پاته فاصله به دي ناکام کړي، که هوډ ونلری نو فرصتونه یو به په بل پسي له لاسه ورکړي.
د وخت سپمولو لپاره بهتره لار داده چې د نورو له تجربو ګټه واخلو، یوازې د لوستلو له لارې د تجربو راټول بسنه نه کوي، باید د لیدلو، رول لوبولو،رسمولو،یعنې په ټوله کې یو دوراني حالت ورته جوړ کړو، چې هر وخت او هر څه باید موږ ته یوه مانادار څه راکړی،چې په تصمیم نیوني کې ډیره کلیدي مرسته وکړي.
موږ په عقل،شعور،تجربو، زده کړو ژوند کوو، نو بهره ددي ټولو ودي ته پام وکړو،ددي ټولو مناسبه وده، د پرمختګ لپاره د اساسي حل موندل دي.
د خپل مسلک او کار له با تجربه ،مخلص کسانو سره کینو، پوښتني ترې وکړو، یوازې په کتابونه او لیکنو یې اکتفا ونه کړي. خپله مخامخ یې ووینو، وپوښتو،مشترکات ورسره ډیر کړو ځکه ډیر داسې څه وي چې څوک یې لیکل نه خوښوي، یایې لیکل معمول نه وي، خو تر لیکل سويو ډیر مهم وي.
خو ته باید دا هنر ولري چې هغه تاته د کلونو کلونو د کار او تجربو محتوا او غورچاڼ ووایې. دا کار ته باید د ژوند تر پایه ادامه ورکړل سي ځکه مهم ده.
ځان لپاره مربی یا مینټور ولرو، سلاکار او د مربی ترمنځ فرق دا وي چې سلاکار تاته په ځینو مسایلو مشوره درکوي. خو مربی ستا په ټولو کرکټرونو کار کوي،څه،چیرته او څنګه یې وکړه دا ټول. زموږ تاسو تر ټولو ښه مربی ګان خو مور او پلار وي خو هغه مو تر محدود وخت پورې په ژوند کې دخیل وي. نو اړ یو د کار او مسلک اوړند مینټور ځان ته پیداکړو. چې اوږدي لارې لنډي کړو، او نامناسب خویونه له ځان نه لیری کړو،څنګه د ژوند له لوړو او ژورو ځان تیر کړو،او تصوري غوښتنې په واقعیت بدلي کړو.
زما تر اوسه څو مینټوران تیر سوی، دوه خو اوس هم لرم،یوه امریکایې میرومن ده، چې کلونه کلونه یې په ډیرو هیوادونو کې کار کړي. د ښوونځي په دوره کې له یو ډاکتر سره شاګرد وم،ده بهر کې زده کړي کړي وی، خو دی مې اړ کړ چې زما مربی هم سي، ځکه له اخلاص سره سره ښه ارواپوه هم وو. نو ده ماته د نورو ډیرو لارښونو سره سره د ټلویزوني پروګرامونو کتل هم راښودل، چې هر چینل کې به مهم د پرمختګ، نوښت پروګرام وو چې دي کتلو ارزښت یې درلود، ډاکتر به راته ویل دا ګوره، که هغه دا کار نه واي کړي ممکن زه د جنګي یا عاطفی سریالونو یا نورو دیته ورته پروګرامو په کتلو اموخته سوی واي. خو ښه خبره داده چې ته د مربی ټولو خبرو ته غوږ ونیسې،راز ساتل او د غوږ نیوني مهارت ولرو،خبري پری نکړو،چې د زړه له تله هر څه درته ووایې او دده په مخ يې وړاندیزونه رد نسي، مناست او نامناسب، منل او نه منل یې له ځان سره وسنجوي.
بهتره داده چې وخت په وخت خپل مربی بدل کړو، نوي کسان ځانته ومومو، کنه یو کس سره ډیر وخت پاته کیدل ژوند یو نواخته کوي.
له نورو سره خپلی تجربې او معلومات شریکول انسان دوستي ده، خو ځان ښودنه بیا روانی ناروغي ده، نو ښه داده موږ په ژوند کي نور ته دا فرصت ورکړو چې هغوی خپلی تجربي په راحتي له موږ سره شریک کړي،ځکه دا زموږ په ګټه ده.
د وخت سپمولو سره باید طرزفکر هم جوړ کړو، چې څنګه یو کار،مشکل ته ښه منطقي حل پیدا کړو،څنګه د نورو له هڅو په الهام نوي مفکورې رامنځته کړو،څنګه په ژوند او هڅو کې نوښت دود کړو،څنګه نور ځان ته را جذب کړو، دا ډیر مهم دی.