ليکنه: ګل رحمن رحماني
پرښته او شيطان دواړه د سهار تر لمر خاته وړاندې په يوه لار روان وو، يو بل يې نه پېژندل، ځکه دواړو جامې بدلې کړې وې، د شيطان د فرېب او شيطانت جامې له واريه معلومېدې، خو د پرښتې له جامو د مينې او مهربانۍ اسماني نور ورېده.
له دواړو څخه هر يوه د خپلې ورکړل شوې دندې لپاره بېړه کوله چې تر ټاکلي وخت وړاندې ځانونه خپل منزل ته ورسوي. د لمر راختو سره سم دواړه د يوه کور په دروازه کې تر ورکړل شوي وخت وړاندې ودرېدل.
پرښتې غوښتل چې د د روازې په ټک ټک سره د انسانانو د ژوند اداب مرعات کړي، خو شيطان هڅه کوله چې د دروازې له سره د غله په څېر ور واړي.
پرښتې پرې غږ وکړ:
دا د دوى د ژوند اصول نه دي چې د خداى (ج) د يوه بنده کور ته په خپل سر ور ننونځې!
د شيطان سترګې وغړېدې، د پرښتې د غږ خوږلت او اشنايي يې حس کړه، لاسونه يې سست شول او له را شا ته کېدو سره يې بيا پرښتې ته وکتل:
ته څوک يې چې زه دې وليدم او له دې کار مې منع کوې؟
پرښتې ځواب ورکړ:
زه پرښته يم. خپل بادار مې له اسمانونو را استولې يم چې د هغه دا دوست د خالق حضور ته ور وبولم …
شيطان ورخطا شو
يانی …
هو! ياني امر شوی چې په جنت کې نور د هغه ماڼۍ او عالي مکان ور وسپارل شي.
شيطان مغرورانه خندا وکړه.
پرښتې! ښايي کور دې غلط کړی وی، په دې ځمکه د ډېرو انسانانو خپل کورونه په يوه ډول او له يوبل نه په تقليد جوړ کړي دي، کوم انسان چې ته نن جنت ته غواړې، هغه نن زه دوزخ ته راسره بيايم، بلکې زه نه ، خپله يې دا پرېکړه کړې، ته خو پوهېږې چې زه هم يو وخت پرښته وم، خو بيا مې وغوښتل چې مقام مې له دې هم لوړ شي او هېچا ته سجده ونه کړم.
پرښتې بيا دروازې ته وکتل
نه، نه! موږ نه تېر وځو. ته پرښته نه، د دې نړۍ تر ټولو بد موجود يې، ته په همدې سرکښۍ د تل لپاره رټل شوى يې، خو هغه انسان چې په دې کور کې دی، تر ماهم غوره دی.
دوی په دې خبرو کې وو چې وړاندې يو ستړى ستومانه انسان را ښکاره شو، خپله بوډۍ مور يې را په شا کړې وه او په لاره کې په سختۍ د کور په خوا را روان و.
شيطان بيا وارخطا شو او پرښتې ته يې وکتل:
دا څه دي؟
پرښتې ځواب ورکړ:
دا هغه غريب انسان دی چې خپله ناروغه مور له تېر يوه کال راهيسې د درملنې په هيله د ښار په طبيبانو په شا ګرځوي او شپه ورځ يې خدمت کوي، اوس يې هم د شپې کوم طبيب ته وړې وه، خو زما د رب امر دی چې نور يې خپل حضور ته وغواړي او څو ورځې وروسته يې مور هم ورسره يو ځای کړي…
شیطان يې خبرې ور پرې کړې…
نه، نه ده خو بېګاه نيت کړی و چې خپله ناروغه مور چېرته لرې وغورځوي او ځان ترې خلاص کړي، ده زما خبره منلې ده، نن يې …
پرښتې وخندل
تېروتی يې! همداسې و، خو نن شپه يو ځل بيا د خپلې مور په ژورو دعا ګانو کې پټ شو، د مور دعاګانې يې عرش ته ورسېدې، هغه د خپل رب په لور يو بل قدم واخيست او خداى”ج” ورته دومره را وړاندې شو چې اوس يې بېلتون نه شي زغملی.
را روان کس چې څنګه خپله ناروغه او زهيره مور له شا کوزه کړي، نو هغه له ما سره ځي، هیله کوم چې نور دې رټل شوې څېره له مانه لرې کړې، په دې دروازه نن الهي نور ورېږي، هسې نه چې څېره دې په کې وسوزي.
شيطان لړزې واخيست، خو مخکې له دې چې روان شي، د نور يوې زورورې څپې وړاندې ګوزار کړ ، چيغې يې يوازې پرښتې او را روان انسان واورېدې.
۲۰۱۴ فبروري ۶مه
[review]