پرښتې ته يې “نه” وويل!
زموږ ډېری دا ستونزه لري، د نادودو او ځوروونکو پېښو پر مهال له ژونده ستړي او نهيلي شو، وايو موږ مرګ ژوبلو ته پيدا يو، ژوند له موږ سره ملګرتيا نه پالي، رانه خپه دی، رانه ستړی دی، غواړو چې له ده سره خپله کيسه ختمه او د تل له پاره له نهيلۍ سره د ملګرتيا تار وغځوو او…
خو اې!
د ستر انسان، محمد صلی الله عليه وسلم دا کيسه مو نه ده اورېدلې او که مو اورېدلې، ولې مو پرې زړونه نه ډاډه او ژوند ته نه هيله من کېږو؟!
کيسه داسې ده: رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې له خلکو ستړی شوی و د خدای تعالی لور ته د خلکو رابللو په موخه طايف ته ولاړ، خلکو ته يې د خدای تعالی پيغام واوراوه، اسلام ته يې راوبلل او د دې په بدل کې يې د لويې اخروي بريا زېری ورکړ، خو هغوی يې خبرو ته کوم ارزښت ور نه کړ، پرې ويې خندل، ټوکې يې پرې وکړې او خپل کشران يې وهڅول چې دا ستر انسان په کاڼو وولي او له کلي يې وشړي. کشرانو همداسې وکړل، دی یې تر هغې په کاڼو وويشت چې له ټول وجوده يې وینې روانې او په پڼو کې ډنډ شوې…
له هغه ځايه په مات زړه بېرته مکې ته را روان شو، په لاره کې د غرونو پرېښته په مخه ورغله، سلام يې پرې وکړ او د خدای تعالی له لوري یې دا خبر ور واوراوه چې که يې غوښتي وي، د دې سيمې دواړه غرونه به د طايف پر خلکو را يوځای او دوی به يې په منځ کې دلدل کړي…
پام دې دی چې دا څومره دردوونکی حالت و؟! آن د پرښتې زغم ورته پای ته ورسېد او داسې يو وړانديز يې ورته وکړ!
خو پوهېږې چې ستر انسان څه ورته وويل؟!
ژوند او راتلونکې ته د هيله مندۍ په روحيه يې ورته وويل: “نه، دا شی نه غواړم، هيله من يم چې خدای تعالی به د دوی په راتلونکو نسلونو کې داسې خلک پيدا کړي چې له هغه پرته به د بل چا بنده ګي نه کوي!”
ته وا ډېره عجيبه نه ده؟!
که ته له داسې يوه ځوروونکي حالت سره مخ شوی وای، ته وا څه به دې کړي وای؟ حتما به نهيلی شوی، له خلکو او ژونده به دې زړه تور شوی او د دوی د بربادۍ تمه به دې کړې وای!
ښه نو موږ ولې له دې ستر انسان نه زده کړو نه کوو؟ ته وا پر موږ به تر ده هم سختې ورځې راغلې وي؟ ته وا موږ به تر ده هم ډېر مظلوم واقع شوي يو؟ ته وا زموږ ناخوالې د ده له همدې يوې بېلګې سره سيالي کولای شي؟!
نه، په خدای که به تر ده په سخت حالت کې اوسو، خو هغه بيا هم له ژوند او ښې راتلونکې نه و نهيلی شوی، خو موږ د وړې نه وړې پېښې پر مهال پرله پسې نهيلي کېږو، له ژونده مو زړه تورېږي، خپل روح کړوو او آن د ځان وژنې بې خونده فکر کوو!
لنډه يې وايم: که دا دعوه کوو چې د ده پر لاره روان يو، بايد نهيلي نه شو، له ژونده زړه تور نه کړو او هر ډول ناورينونه په ورين تندي وزغمو، ځکه له دې پرته مو بل څه په وس پوره نه دي. که نهيلي او له ژونده زړه توري شو، څه به وشي؟ ګټه به وکړو که تاوان؟
معلومه ده چې ګټه يې نه شته او تاوان مو کړی، نو بايد د هر ډول ناورينونو او ستونزو پر مهال له ژونده ستړي او نهيلي نه شو او له دې سره بايد دا هم هېره نه کړو چې د ناورينونو او دردونو پر وړاندې دا ډول مثبت چلند به مو راتلونکې روښانه کړي، ان شاء الله.