• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت

Home انجنیريپرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت

پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف

پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت . Permeability Test on Concrete

پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت ددې لپاره ترسره کیږي څو مالوم شي کانکریټ له چاپیریال څخه د وظیقوي ژوند پرمهال څومره اوبه جذبوي .هغه فکتورنه چې د کانکریټو د نفوذ قابلیت باندې اغیز لري په لاندې ډول دي .
i. د کانکریټو مخلوط تناسب .
ii. د کانکریټو په مخلوط کې د اضافي کیمیاوي موادو او سیمنټي موادو شتون.
iii. د هوا مقدار .
iv. د ډکوونکوموادو او سیمنټي موادو جوړښت او فزیکي خاصیت .
v. کانکریټو ته له اچولو وروسته د اوبو ورکولو ډول او موده .
vi. د کانکریټو د ځای په ځای کولو میتود.
پرکانکریټو د نفوذ قابلیت د ازمایښت لپاره لاندې پروسیجر ترسره کیږي .
1. د کانکریټو درې نمونې غوره کیږي چې قطر یې د کانکریټي ساحې 200mm او لوړوالی یی 120mm او کانکریټ اچول کیږي .
2. وروسته له 24 ساعتونو منځنۍ نمونه په 100mm قطر سره زیږه کیږي او پاتې برخه یې د سیمنټي مسالې سره سیل کیږي .
3. نمونه د 28 ورځو لپاره خوندي ساتل کیږي او اوبه ورکول کیږي او د نمونې په منځي برخه اوبه په فشار سره ورپریښودل کیږي څو د کانکریټو دننه اوبه ننوځي .د اوبو فشار به په لاندې ډول وي .
i. د 48 ساعتونولپاره 1kg/cm2 د اوبو فشار .
ii. د راتلونکو 24 ساعتونو لپاره 3kg/cm2 فشار.
iii. د راتلونکو 24 ساعتونو لپاره 7kg/cm2 فشار.
4. وروسته له دې ،نمونه دوه ټوټې کیږي او ماتیږي څو دننه اوبو ننوتل وکتل شي.نمونه په فشاري ماشین کې ماتیږي او په دوه مخامخ نقطو کې له مرکزمحور څخه لري پرې متمرکز بار واردیږي .
5. د نفوذ اوسط قیمت پیداکيږي .د اوبو د ننوتو ژوروالی باید له 25mm زیات نه وي .که داسې ونه شي نو ګڼل کیږي چې نمونه په نفوذ قابلیت کې ناکامه شوې .

د کانکریټو د نفوذ قابلیت کیدای شي د اوبو-سمنیټو نسبت په قیمت ټیټولو .ښه تخته کولو او ښو اوبو ورکولو سره راکم شي .
د اوبو –سیمنټو نسبت او نفوذ قابلیت ضریب ترمنځ اړیکه په لاندې ډول ده .
i. که داوبو –سیمنټو نسبت 0.32 وي د نفوذ قابلیت ضریب 1 x 10-3 (یو ضرب لس په توان منفي درې)
ii. که داوبو –سیمنټو نسبت 0.50 وي د نفوذ قابلیت ضریب 10 x 10-3 (لس ضرب لس په توان منفي درې)
iii. که داوبو –سیمنټو نسبت 0.65 وي د نفوذ قابلیت ضریب 100 x 10-3 (سل ضرب لس په توان منفي درې)

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان پوښتنې  او ځوابونه پنځمه برخه

Jul 12, 2018

ژباړه: محمد فريد عاطف اته دیرشمه پوښتنه . DPC څه[...]

د کانکریټو لپاره د کنګل کیدو ضد علاوه کونکي مرکبونه

د کانکریټو لپاره د کنګل کیدو ضد علاوه کونکي مرکبونه

Dec 16, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف Antifreeze Admixtures for Concrete په سړه[...]

د اوبو لاندې ساختمانونو د ترمیم لپاره تګلاره او میتودونه

Dec 11, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف Methods and Procedure for Repair of[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022