ليکنه: سلوی العضيدان
ژباړه: ظاهر عمار
- ايا په دې باور يې چې هېڅوک د خپل پلار د بې وزلۍ او ټولنيز ارزښت نه لرلو له امله هغسې بريا نه شي تر لاسه کولای چې هيله يې لري؟
- ايا ته پر دې باور يې چې ګواکې نصيب دې ښه نه دی، ټولې لارې دې پر مخ تړل شوي، ټول فرصتونه ستا پر ضد دي او په خپل کار کې دې د پرمختګ امکان نه شته؟
ښه نو پرېږده چې يوه خبره درته وکړم: ته په غلطه يې، انګېرنه دې سمه نه ده، ځکه په نړۍ کې په زرګونو داسې لويان او مخترعين شته چې ستا په څېر يا تر تا هم بدو شرايطو سره لاس او ګرېوان وو، خو هغوی له دې سره سره هم نهيلي نه شول، بلکې بريا ته لا نور هيله من شول او خپلو هڅو ته يې دوام ورکړ تر دې چې خپلو اهدافو ته ورسېدل او ټاکل شوې برياوې يې تر لاسه کړې. دا يې څو بېلګې دي:
- د لوی انګليسي شاعر، شکسپير پلار قصاب و او مور يې له هغو ميندو يوه وه چې په ډېره مشکله يې ليک او لوست کولای شو!
- فرانز شوبرټ، هغه کس چې لا يې هم نړۍ په خپلې موسيقۍ حيرانه کړې، د يوه بې وزله ښوونکی زوی و چې په لږې اجورې به يې د شتمنو په کورونو کې اشپزي کوله.
- ميشل فراډای، هغه انګرېز عالم چې نننۍ نړۍ يې د برق په برخه کې پر کړيو تحقيقاتو وياړي، د يوه اهنګر زوی و.
- بنجامين وسټ چې د نړۍ په معاصرو انځورګرانو کې د سر سړی بلل کېږي، په يوه بې وزله کورنۍ کې لوی شوی و.
- امريکايی ميليونر، ارکريټ چې د ماشين په واسطه د پنبې پاکولو د صنعت په پرمخ بېولو کې يې تر ټولو لويه ونډه درلوده، د خپل ژوند په پيل کې يو عادي سلماني و چې ان د خلکو د سر ويښتان به يې هم سم نشوای جوړولای. هغه به د درېيو سنټو (Cents) په بدل کې د خلکو ږيرې ور خرېيلې او خپل ژوند به يې پرې تېراوه!
- مشهور انګرېز ليکوال، بن جانسن په پيل کې يو عادي خټګر و چې د خورا لږې اجورې په بدل کې به يې کورونه جوړول.
- نيوټن، هغه نابغه چې د جاذبې قانون يې کشف کړ، د يوه بې وزله ماڼو زوی و.
- جورج سټيفنسن، د انجن مخترع په پيل کې يو اهنګر و.
- د طبيعي علومو د لوی عالم، ايډوارډز پلار څپلۍ ګنډونکی و.
- د امريکې د پخواني ولسمشر، اينډريو جانسن پلار خياط و.
ايا تر دې وروسته هم له بريا تر لاسه کولو نهيلی يې؟!
ولې؟!
ځکه چې بې وزله يې؟!
نو راځه دا کيسه واوره:
“برنارډ بليس” له بې وزلۍ سره سره پوره شپږ کاله پرله پسې خواري وکړه او خپل تحقيق ته يې دوام ورکړ، پايله يې دا شوه چې هڅو يې رنګ راووړ، بريا يې نصيب شوه او د پلاستيک جوړولو ابتکار يې په برخه شو چې اوس په صنعت کې لوی ارزښت لري!
ايا له دې امله نهيلی يې چې د زده کړې وخت او عمر درنه تېر شوی؟!
ښه ده، راځه چې دا کيسه درته واوروم:
يوه انګرېز کارګر پوره درې دېرش کاله د نساجۍ په يوه فابريکه کې د ورځې څو ساعته کار وکړ، له خپل کارځای سره نږدې به يې يو کتاب کېښود او د تار اوبدلو پر مهال به يې بيا بيا د هغې پاڼو ته نظر اچاوه او يوه جمله به يې له دې او يوه به يې له هغې پاڼې زده کړه. د کار تر پای ته رسولو وروسته به يوه شپني ښوونځي ته ورته او دوه ساعته به يې هلته تېرول، بيا چې به کور ته را ستون شو او لږه دمه به يې وکړه، له سره به يې خپله مطالعه پيل کړه او پکې ډوب به شو، تر دې چې مور به يې راغله او هغه ډيوه به يې مړه کړه چې ده به يې رڼا ته مطالعه کوله، نو دی به د مجبورۍ له مخې خپلې بسترې ته ولاړ او ويده به شو.
هغه له لس کلنۍ همدا ډول ژوند تېراوه، تر دې چې درويشت کلن شو. بيا دوه کاله نه وو تېر شوي چې انګليسي ژبه يې زده کړه، په جيولوژي او طب کې يې شهادتنامې تر لاسه کړې او د مشهورو علماوو له ډلې وشمېرل شو!
پوهېږې دا کارګر څوک و؟
دا ډيويډ ليوينګنسټن و، هغه عالم او طبيب چې د ويکټوريا ابشارونو سرچينې يې کشف کړې وې!
يوازې يوه پوښتنه ده:
ايا اوس داسې احساس کوې چې ته د خپلې کورنۍ له امله څومره نېکمرغه يې او پر هغوی څومره وياړې، ان که هغوی هر څه دي؟!