لیکنه: څېړندوی رفیع الله نیازی
سعودي عربستان د جنورۍ پر۲ نېټه ۴۷ تنه سیاسي مخالفان په دې تور چې په سعودي کې يې ترهګریزې کړنې رهبري کولې او عملا پکې ښکېل وو؛ اعدام کړل.ددغو ۴۷ اعدام شويو له ډلې څلور تنه شیعیه او پاتې نور ټول سنیان وو.په څلورو تنو شیعیه وو کې یو سعودي شیعیه مشر نېمر باقر النېمر و. د سعودي دغه اعدامونه په نړیواله کچه دځېنو هېوادونو او د بشري حقونو فعالانو وغندل، خو په دې اړه تر ټولو سخت غبرګون د ایران و، چې ان سپاه پاسداران يې د سعودي له واکمنې کورنۍ څخه ډېر ژر د شیخ نېمر د اعدام د بدل اخیسلتو ګواښ وکړ. په عراق، لبنان، یمن، پاکستان، کشمیر، بحرین او ځېنو نورو سیمو کې هم شیعیه مشرانو د نېمر اعدام وغندلو. په ورته وخت کې د ایران په مشهد کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ تر برید لاندې راغله او ورسره په تهران کې لاریون کوونکيو د سعودي عربستان پر سفارت برید وکړ او ځېنې برخې يې ورته وسوځولې. داسې ویل کېږي، چې دغه لاریونونه د ایراني مذهبي مشرانو په دستور تر سره شوي دي. سعودي عربستان په تهران کې پر خپل سفارت د برید په تړاو له ایران سره خپلې ډيپلوماټیکي اړيکې پرې کړې او ایراني ډيپلوماټانو ته يې له خپلې خاورې د وتلو امر وکړ، سعودي له ایران سره سوداګريزې اړيکي او هوايي تګ راتګ هم بند کړ. په ورته وخت کې بحرین، کويټ، صوماليا او سوډان هم د سعودي په ملاتړ له ایران سره خپلې ډيپلوماټیکي اړيکې پرې او متحده عربي اماراتو له ایران سره خپلې اړيکې ټيټې کچې ته راوستلې، ښايي ځېنې نور عربي هېوادونه هم د سعودي په پلوۍ له ایران سره اړيکې پرې کړي. د عربي ټولنې (عرب لیګ) مشر نبيل العربي په یوه بیانیه کې د سعودي پر سفارت برید وغندلو او ایران یې د نړيوالو منشورونو پر نقض تورن کړ؛ نو د دغو دوه وو اسلامي هېوادونو تر منځ د وروستي سیاسي کړکېچ اغېزې به د سیمې پر نورو هېوادونو څه وي؟ دا لیکنه د همدغې پوښتنې د ځواب ویلو په موخه غځوو.
نېمر باقر النېمر څوک و؟
نېمر باقر النېمر پر ۱۳۷۹ ل کال د سعودي عربستان د ختيځ په العوامیه سیمه کې زوکړی و، لومړنۍ زده کړې يې په خپله سیمه کې کړې وې او د نورو زدکړو لپاره ایران ته ولاړ، هلته يې لس کال په قم کې دينې زده کړې وکړې او له هغې وروسته نورې زده کړې يې په سوریه کې پای ته ورسولې. سعودي عربستان ته په راګرځېدلو يې پر ۲۰۱۱ کال په خپله پلرنۍ سیمه العوامیه کې د الامام القایم په نامه یو مذهبي مرکز جوړ کړ.دغه شیعیه عالم پر ۲۰۰۹ کال په خپله یوه بیانیه کې وویل، چې: ” که په سعودي عربستان کې زموږ حیثیت او شان بېرته راونه ګرځول شي؛ نو د سعودي شیعیه ګان به له سعودي څخه جلا والي ته وهڅوم، ځکه چې زموږ کرامت د هېواد له تمامیت څخه غوره دی.” دغه شیخ په خپله یوه بله وینا کې وویل:”که د شیعیه ګانو د اعتراضونو مسوول کوم بل بهرنی هېواد وي؛ نو ولې پر هغه هېواد برید نه کوئ، ولې پر موږ بدبختو برید کوئ؟ که هدف مو ایران وي، پر ایران برید وکړئ او وګورئ، چې څومره زور یې لرئ.” د همدغو ترخو او پېغور ډوله بیانیو له امله نېمر باقر النېمر د لومړي ځل لپاره پر ۲۰۰۶کال بندي شو. نوموړی پر دې تورن و، چې ویلي دي شیعیه مذهب دې په سعودي کې په رسمیت وپېژندل شي او په سعودي عربستان کې اوسنی تدریسي نظام دې بدل یا لغوه شي. دویم ځل پر ۲۰۰۸ ز کال بندي شو. پر ۲۰۱۳ کال بیا ونیول شو او بالاخره د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د محکمې له لوري پر اعدام محکوم شو. د سعودي د قطیف ډېری شیعیه ګانو د نېمر د ازادۍ لپاره لاريونونه وکړل، خو بالاخره د سعودي محکمې د وسلو د لېږد، فرقه یي تاوتریخوالي او له اولامر څخه د اطاعت په تور شیخ نېمر د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر دویمه نېټه اعدام کړ. سعودي واکمنو تل ایران پر دې تورن کړی، چې په سیمه او سعودي عربستان کې شیعیه لږکي د نظام پر وړاندې تحریکوي او باقر النېمر يې هم پر دې تورنولو، چې ګواکې په سعودي کې د ایران په دستور د نظام مخالفت کوي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي. د سعودي مادام العمره واکمنې کورنۍ تر دې وړاندې هم ډېری سنیان او شیعیه ګان د خپلې واکمنۍ د بقا لپاره د ترهګرۍ او د نظام د مخالفت په تور اعدام کړي او ښايي تر دې وروسته هم دغه ډول اعدامونه جاري وي، همدغه ډول ایراني مذهبي اخوندانو هم په ایران کې د خپل نظام د مخالفت په تور زرګونه سني او شیعیه مسلمانان اعدام کړي، وژلي او يا يې بندیان کړي دي. د حیرانۍ خبره خو دا ده، چې په سعودي کې د اعدام شويو کسانو له ډلې ۴۳ تنه سنيان وو او په دوی کې داسې سنیان هم وو، چې په سیاسي لحاظ تر نېمر باقرالنېمر د لوړې کچې خلک وو، له القاعدې او اسلامي دولت سره د تړاو په تور اعدام شول، هېڅ سني هېواد یا سني عالم يې په اړه څه ونه ویل، خو د ایران او د دنیا مطبوعات ټول د نېمر په اړه غږېږي، چې تر شا يې په سیمه کې د شیعیه او سني مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهل ګڼل کېږي.
پر سیمه د دغه کړکېچ اغېزې:
که څه هم د سعودي اعدامونه هم غندل شوي، خو په تهران کې د سعودي د سفارت د سوځېدنې پېښې د نړیوالو په ذهنونو کې په تهران کې د امریکا او د برتاینې پر سفارت د بریدونو خاطرې راژوندۍ کړې. سعودي پر خپل سفارت د برید له امله سربېره پر دې چې له ایران سره يې ډیپلوماټيکي اړيکې پرې کړې ورسره يې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د عربي خلیج د همکارۍ شورا، عرب لیګ او اسلامي کنفرانس ته هم شکایتونه وکړل او ایران يې د نړيوالو قوانینو پر نقض تورن کړ. د دې پېښې له امله د ځینو عربي هېوادونو او ایران اړيکي پرې شوې، چې په سیاسي لحاظ په نړیواله کچه د ایران حیثیت ته ډېر زیان واوښت، ایران چې لا پخوا له نړیوال سوړ غبرګون سره مخامخ و، نورې ستونزې هم ورته پیدا شوې او ښايي په سیمه ییزه کچه ورته نورې ستونزې هم پيدا شي. ایران او سعودي به کله هم مخامخ پر یو بل برید ونه کړي، دغو دواړو هېوادونو د خپلو ګټو دبقا لپار تل په سیمه کې دسني او شیعیه مذهبي تاوتریخوالي له امله خپله سیالي روانه ساتلې او دا هر څه په عراق، سوریه، لبنان، بحرین، یمن، پاکستان او افغانستان کې له ورایه لیدل کېږي. دغو دواړو هېوادونو له بده مرغه د شیعیه ییزم او سلفیت د خپراوي او په دې برخه کې د ډلو ټپلو جوړلو لپاره میلیونونه ډالر لګولي او لا يې هم لګوي. د ایران او سعودي له دې سیاسي کړکېچ وروسته د لویديځ ټولې رسنۍ د سني او شیعیه مسلې ته لمن وهي، په یو نه یو ډول غواړي د بېل يې کړه اېل يې کړه پالیسۍ پربنسټ د منځني ختيځ د تېلو په مالامالو هېوادونو کې مذهبي تاوتریخوالی ډېر کړي. ځکه د لوېديز ګټې دا ایجابوي، چې د تېلو څلور سیمې (سعودي، کوېټ، ایران او عراق) باید هېڅکله سره متحد نه وي، د ایران او عراق جګړه، پر کوېټ برید، د خلیج لومړۍ جګړه او د صدام حسین د پرځولو جګړه په عراق، سوریه او یمن کې اوسنۍ روانې جګړې د همدې لپاره دي، چې مسلمانان په خپلو کې پر جګړو بوخت وي او لوېدیز په دغه اختلاف کې هم اسراییل خوندي کړي او هم تېل یوسي. د سعودي د اعدامونو په ځواب کې ویل کېږي، چې ایران هم ځېنې سنيان اعدام کړي دي، په عراق کې کربلا ته نږدې د سنیانو په دوو مسجدونو کې بمي چاودنې شوي او یو سني موذن هم په داسې حال کې چې مسجد ته روان و، په ډزو ویشتل شوی دی. د سعودي او ایران د وروستیو اختلافاتو تر ټولو ډېر زیان به عراق ته ورسېږي، ځکه چې نظام کمزوری دی او د صدام حسین له واکمنۍ وروسته په کې سخت فرقه يي او مذهبي تاوتریخوالی ان تر ننه روان دی، چې ډېره پړه يې پر ایران پلوي لومړي وزیر نوري المالکي اچول کېږي، چې د ایران په لمسون يې عراقي سنیان له واکه لرې او هغوی يې د نظام پر وړاندې له القاعدې او اسلامي دولت سره یو ځایوالی ته په لوی لاس وهڅول. د عراقي نظام مخالفان په ځانګړي ډول القاعده او اسلامي دولت به له دغه ډول مذهبي پېښو په خپله ګټه ډېر کار واخلي، ځانونه به د سنیانو د حقونو مدافع وګڼي او په سیمه ییزه کچه به سنیانو کې خپل نفوذ نور هم ډېر کړي. په دویم ګام کې سوریه او یمن هغه سیمې دي، چې ډېر سخت به د ایران او سعودي د اختلافاتو ښکار شي، په دغو دواړو هېوادونو کې چې اوس اوس د سولې کومې خبرې روانې دي دا خبرې به له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي، ځکه ایران او سعودي دواړه عملا د دغو هېوادونو په کورنیو جګړو کې ښکېل دي. پاکستان چې د سني او شیعیه مذهبي تاوتریخوالي بدرنګه مخینه لري او تر څنګ يې ډېرې اسلامي ډلې او مدرسې د سعودي له لوري تمویلېږي او همدارنګه له شیعیه مذهبي مشرانو سره د ایران ملاتړ دی ښايي د فرقه یي پېښو شاید و اوسي، ځکه له یوه لوري پاکستاني شیعیه مشرانو د نېمر اعدام غندلی او له بل لوري د پاکستان د جمعیت اهل الحدیث ډلې د سعودي د اعدامونو ننګه کړې ده.
افغانستان ته څه کول په کار دي؟
سعودي او ایران دوه هغه هېوادونه وو، چې د افغان جهاد له ډېرو جهادي ډلو سره يې نږدې اړيکې درلودې، دواړو هېوادونو په دې برخه کې په افغانستان کې ډېره پانګونه کړې، يانې چې هم سعودي او هم ایران په افغانستان کې مذهبي او سیاسي نفوذ لري، که په سیمه ییزه کچه ددواړو هېوادونو ګټې له ګواښ سره مخامخېږي، نو له دواړو لوریو به هڅه کېږي، چې مخه يې په هماغه سیمه کې ډب کړي.
که څه هم افغانستان د مذهبي تاوتریخوالي ډېره بده مخینه نه لري، خو که په سیمه ییزه کچه د سني او شیعیه اختلافات د ایران او سعودي د پالیسیو له امله ډېرېږي، د دې وېره شته، چې په افغانستان کې هم ځېنې سختدریځي داسې اعمال وکړي، چې د افغانستان امنیت به له ګواښ سره مخامخ کړي. د یوه اسلامي هېواد په توګه افغانستان ته په کار دي، چې په دې برخه کې بې طرفه پاتې شي، نه د سعودي خوا ونیسي او نه د ایران، ځکه افغانستان په خپله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او د همدغو سیمه ییزو هېوادونو د مداخلو له امله افغانستان لا تردې دمه نه دی توانېدلی، چې پر خپلو پښو ودرېږي. موږ له سعودي سره هم د ښو اړيکو غوښتونکي یوو او له ایران سره هم، ځکه زموږ ملي ګټې دا ایجابوي، چې له دغو دواړو هېوادونو سره ښې اړيکې وساتو. افغانستان د بهرنیو مداخلو یو قرباني هېوداد دی، نور باید افغانان چاته ددې اجازه ورنه کړي، چې افغانستان د نورو هېوادونو د نیابتي جګړو ډګر شي او له افغانستان نه هم عراق، سوریه او یمن جوړ شي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.