که غواړی چې سالم مغز ولری نو مېوې او سبزۍ وخورئ. یا په بل عبارت، څومره چې په زیاته کچه مېوې او سبزۍ خوری، په هماغه کچه به مو مغز هم سالم او تازه وي. په څېړنو کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورّځ مېوه خوري، د نورو په پرتله سالم مغز لري. څېړونکو په لندن کې پر ۱۴۰۰۰ کسانو چې ۴۴ سلنه یې نارینه او ۵۶ سلنه یې ښځې وې د ۱۶ کلونو په موده کې څېړنه کړې ده، چې پایلې یې د BMJ Open مجلې خپرې کړې دي. دې څېړنې ثابته کړې چې په لندن کې ۸۴ سلنه خلک سبزي او مېوه کاروي. څېړنې دغه راز په ګوته کړې چې د المان 66 سلنه خلک له ښې روغتیا برخمن دي او عمده لامل یې هم د مېوې او سبزۍ ډېر خوراک دی. د څېړنو پایلو ښودلې، هغه کسان چې له مېوې او سبزۍ څخه په کافي اندازه ګټه نه اخلي د مغز فعاليتونه يې هم ډېر ښه نه دي او پر الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي تش ذهن د شیطان د اوسېدو لپاره[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي ایا تر اوسه داسې غوسه شوي یاست[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي د سهار ۰۷:۰۰ بجې: ۱- د هغه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی