ژباړه: حمیدالله حمیدي
۱- د ژوند ښایست دا نه دی، چې ته څومره خوښ یې، بلکې په دې که دی، چې
خلک څمره ستا په شتون خوښ دي.
۲- ته هېڅکله هم نه غواړې، چې خدای مه کړه کورته دې غله درشي؟! نو بیا ولې هغه فکرونه ته اجازه ورکوې، چې خوښۍ دې در څخه غلا کوي؟!
۳- فکر دې کړی، چې د اوبو د سر ځګونه تل د خپلې داخلي هوا قرباني کېږي، نو مه هېروه، چې ستا د نن ورځې فکرونه د سبا پانګه ده او په ژوند کې دې مهم رول لري.
۴- کله، چې د خپلې بریا په اړه فکر کوې، له ځانه وپوښته، څه دې له لاسه ورکړي، چې دې بریا ته رسېدلی یې.
۵- ستونزې مو، چې ونه وژني، قوي کوي مو.
۶- مه هېروئ، چې د نورو بریا په یو ډول نه په یو ډول له موږ سره مرسته کوي.
۷- بریالي او وړونکي کسان د نور خبرو ته غوږ نیسي، او بایلونکي، بې له دې، چې د نورو خبرو ته غوږ کېږدي، په دې تمه ناست وي، چې څه وخت یې د خبرو کولو نوبت راځي.
۸- که فکر کوې، ستونزې دې د یوې کښتۍ په کچه لویې دي، خو دا هم مه هېروه، چې د خدای پاک نعمتونه بیا د یوه اقیانوس په اندازه لوی او ډېر دي.
۹- د بریاو پرو وړاندې د يوالونه د دې لپاره نه دي جوړ شوي، چې زموږ مانع وګرزي، بلکې د دې لپاره جوړ شوي، چې په سختۍ ترې تېر شو او خلکو ته وښایو، چې خپلې موخې ته رسېدل راته څمره مهم دي.
دېوالونه زموږ مخه نه نیسي، د هغه چا مخه نیسي، چې هیلو ته رسېدل یې ورته مهم نه وي.
۱۰- یو بې وزله کس پر لاره روان وو، او د غنمو یوه وړه بوجۍ یې پر اوږه لېږدوله، د خپلو ستونزو په فکر کې غرق تللی و، له خدای پاک څخه یې وغوښتل، چې خدایه! نور مې د ژوند دا غوټه خلاصه کړه، په همدې وخت کې د غنمو د بوجۍ خوله خلاصه شوه، غنم پر ځمکه باد باد شول. بې وزله کس وویل« یا خدایه! ما غوښتل، چې د ژوند غوټه مې خلاص کړه نه د غنمو د بوجۍ!» بې وزله کس د غنمو په ټولولو لګیا شو، ګوري، چې د غنمو په منځ کې یې د طلایي سکو ډکه همیانۍ ومونده. نوموړی، د خپل عجولانه قضاوت او بې اعتمادۍ څخه سخت وشرمېد.
۱۱- کله، چې ورځ پیلوئ، هڅه وکړئ، هغه خلک، چې ښه کارونه تر سره کوي ویې ستایئ، د دې لپاره، چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي تشویق یې کړئ. کله، چې موږ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له یو بل سره مرسته کوو، د ورځې په پای کې به ټول ګټوونکي و.
۱۲- خدایه ته هغه خدای یې، چې کله درته ژاړم د دې پرځای، چې په خوله سوک راکړئ، پر سرمې د رحمت لاس تېروئ او راته وایئ « ته له ما پرته بل څوکه نه لرې»
۱۳- د ژوند خوند او مانا د هغې ونې په کېنولو کې ده، چې سیوري ته د کېناستو په تمه یې اېږدې.
۱۴- پوهېږې، څه چې له جنګ څخه ډېر بد دي، هغه دا دې، چې موخه نه لرې چې پر وړاندې یې وجنګېږې.
۱۵- له دې وروسته دې له ژونده د « درېغی» کلمه لرې کړه او و وایه « توکل په خدای»
۱۶- د ژوند په لوبه کې د هېڅ شي لپاره ناوخته نه ده. اوس هم کولای شو، چې جبران یې کړو. هغه پاسونه، چې په تېر وتنه مو ورکړي، ګولون چې تر اوسه مو وهلي نه دي، تېروتنې چې کړې مو دي، که څه هم هغه زېړ کارتونه، چې راښودل شوي بېرته نه باطلېږي، خو کولای شو، چې ورته بېدار اوسو تر څو زیات نه شي. هغه فرصتونه، چې له لاسه مو تللی باید د ژوند په اوږدو کې یې بېرته لاسته راوړو.
۱۷- په ژود کې پر هغه چا باور وکړه، چې ایمان پرې لرې نه احساس.
۱۸- خوښي د هغه چا لپاره ده، چې د خدای په نعمتونوو شکر باسي، مهمه نه ده چې دارا دی که بې وسه.
۱۹- سپوږمۍ ته ختل دې موخه وټاکه، که ور ته ونه رسېږې د ستور په کاروان، خو به ورګډ شې.
۲۰- که پر ځمه ولوېدې، بېرته پورته شه، له ځکه د لوېدلې کسانو بېرته پورته کېدل تر هغه چا غوره دي، په د بل چا په زور ولاړ وي.