ليکنه: زاهد خليلي
هندوستان بس يوه خوبي لري او هغه دا چې پراخه ملک دی، سره او سپين په کې ډېر دي.
ظهيرالدين بابر
مقدمه:
هند ډېر لرغونی تاريخ لري. لومړنی معلوم تمدن چې په لرغوني هند کې رامنځته شو هغه په سند کې د موهنجوداړو او هړپه تمدنونه دي چې د خپل مهال يوه روښانه، پرمختللې او هنديانو ته له وياړونو ډکه دوره ده. اوسني هنديان اصلا اريايان دي، چې هند ته په مهاجر کېدو سره يې د هغه ځای اصلي اوسېدونکي يا له منځه يوړل اويا يې د ځان تابع وګرځول. د هند په ټول تاريخ کې هندوان (د هندي مذهب پېروان) دوه يا درې ځله په دې توانېدلي چې خپل سراسري حکومت جوړ کړي. دوی د تاريخ په اوږدو کې ښه ډېره موده د نورو د حکومت او امر لاندې ژوند تېر کړی دی.
کوروش به شايد لومړنی واکمن وي چې په هند يې يرغل وکړ او هغه يې د خپلې سترې پاچاهۍ برخه وګرځوله. ورپسې مقدوني سکندر و چې په هند يې حمله وکړه، له مقدوني سکندر وروسته څه موده د ګوپتا کورنۍ واکمنه وه چې تر ټولو پېژندل شوی واکمن يې اشوکا دی. په اتمه زيږدي پېړۍ کې مسلمانان د هند په لور راوخوځېدل او له همدې مهاله و چې په هند کې د مسلمانانو د حکومت بنسټ کېښودل شو. له اتمې پېړۍ نيولې تر د محمود غزنوي د واکمنۍ تر پېله پورې، په هند کې کوچني ځايي حکومتونه موجود وو. د دغو ځايي حکومتونو مشري د هندوانو او مسلمانانو په لاس کې وه چې هر چا به خپله سيمه اداره کوله.
د سبګتګين تر مړينې (۹۹۷ز) کال وروسته يې زوی محمود غزنوي واک ترلاسه کړ. د دوی پلازمېنه د اوسني افغانستان مرکزي ولايت غزني وه. واک ته له رسېدو وروسته يې د خپلې واکمنۍ د شاوخوا سيمو د نيولو کوښښ پېل کړ، چې هند هم په کې شامل و. دا چې محمود غزنوي ولې پر هند حملې کولې او د حملو اصلي لاملونه او انګېزه يې څه وه، همدا د دې کرښو موضوع ده.
د محمود غزنوي د حملو لاملونه:
هند ډېر شتمن هېواد و چې قيمتي خزانې په کې موجودې وې، په تاريخ کې ليدل کيږي چې زياتره يرغلګرو پر هند د همدغو خزانو (شتمنيو) د لاسته راوړلو لپاره حملې کړي دي. د څوارلسمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې په هند باندې د تيمور يرغل دا راښيي چې هند ته د تلو مهم لامل يې د هند ثروت و. مفتي شوکت علي ليکي چې هند ته له روانېدو وړاندې يې په خپل يوه تقرير کې خپلو جنرالانو ته د جهاد او کافرو د وژلو په اړه خبرې وکړې او دوی يې په دې ډول تر اغېز لاندې راوستل تر څو په هند باندې د حملې ملاتړ يې وکړي؛ خو چې هند ته لاړل، ټول هند په ځانګړي ډول ډيلی يې لوټ کړ او د هندوانو سربېره مسلمانان يې ووژل او جوماتونه يې ورته وران کړل. د اتلسمې زېږدي پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې نادر افشار د افغانستان له لارې په هند حمله وکړه او له هغه ځايه يې په خروارو سره او سپين زر راوړل، ويل کيږي دومره ډېره خزانه يې راوړې وه چې له امله يې څو کاله خپل رعيت ته ماليه هم معاف کړه.
هند د شتمنوالي سربېره د ځمکې د پراخوالي له نظره هم ډېر پراخه وه او همدا هغه بل لامل دی چې يرغلګرو يې د نيولو کوښښ کاوه، د بهرنيو يرغلګرو سربېره، په هند کې داسې ډېر کم ليدل شوي چې يو واکمن دې په يوه وخت کې ټول هند اداره کړی وي؛ ځکه لوی پراخوالی يې د يوه مرکزي حکومت د رامنځته کېدو په لار کې ستر خنډ و. د زياترو مسلمانو حمله کوونکو په اړه ويل کيږي چې د اسلام د دين د خپرولو لپاره يې په هند حملې کړي دي، تر څو هلته د اسلام مبارک دين خپور کړي او ځينو مؤرخينو په هند باندې د مسلمانانو د حملو يو مهم او اصلي لامل همدا ښوولی دی.
خو يوازې بهرنيان نه وو چې هند ته د پورته دوه، لومړنيو ذکر شويو لاملونو له وجې يې په هند حملې کولې؛ بلکې که د هند د تاريخ زياته برخه وګورو، ښکاري چې داخلي واکمنو يې د تاج و تخت، د ځمکو د نيولو او د شتمنۍ د لاسته راوړلو پر سر د يو بل سره ډېرې جګړې کړي دي.
سلطان محمود غزنوي هم د هغو واکمنو په ډله کې دی چې په هند يې د مختلفو لاملونو له امله اوولس (۱۷) حملې کړي دي چې د هرې حملې لامل او انګېزه يې ښايي جلا وي.
هغه مهال هند د نړۍ د سترو شتمنو، ثروت لرونکو او د بې پايه خزانو لرونکی هېواد و. څومره حمله کوونکو چې په هند باندې حملې کړي، د زياترو موخه يې د هند د شتمنی لاسته راوړل وه. ګوډ تيمور، نادر افشار او ځينې نور، هغه واکمن وو چې هند يې د پراخوالي سربېره د شتمنوالي له امله د حملو لاندې ونيوه، دوی يوازې د دې لپاره يرغلونه وکړل تر څو شتمنۍ يې ترلاسه کړي؛ خو دوی هېڅکله هم هلته پاتې نشول، هند يې لوټ کړ او بيا ستانه شول. نادر افشار خو په خروارو سره زر له ځان سره وړي وو. ظهيرالدين بابر هم په خپل کتاب کې د هند شتمنوالي ته اشاره کوي او وايي چې د هند يوازينی خوبي داده چې پراخه ملک دی او سره او سپين زر په کې ډېر دي.
د محمود غزنوي د حملو په اړه چې مؤرخينو او څېړونکو کوم لاملونه ښوولي، يو تر ټولو مهم او پام وړ په کې همدا د هند شتمنۍ ښوول شوی چې محمود يې په هند باندې حملو ته تشويق کوه.
د غزنوي مهال مؤرخينو د محمود غزنوي د حملو لامل په هند کې د اسلام خپرېدل او د کفارو د حاکميت پای ته رسول ښوولي دي؛ خو هغوی ته په پوره احترام ويلای شو چې د حملو اساسي لامل (موخه) د خپلې واکمنۍ د ساحې پراخول او د جګړې نه د پاتې شويو غنيمتونو ترلاسه کول وو. همداسې د فارسي ژبې خپرول او په جګړه کې د سرتېرو ښکېل کول د سلطان محمود د مهمو اهدافو څخه وو.
جواهر لال نهرو چې د هند لومړنی صدراعظم وه او د نړۍ تاريخ اړوند يې کتاب ليکلی دی، پر هند د محمود غزنوي د حملو په اړه ليکي: محمود د نظامي فتحو او د غنيمتونو د لاسته راوړلو لپاره هند ته راغی او هغه کار يې وکړ چې متأسفانه سربازان (عسکر) يې کوي. ډاکټر ابوالقاسم فروزاني هم يو ځای په هند باندې د محمود غزنوي د حملو موخه د شرق (هند) ثروت او شتمني ښيي، چې دغې (شتمنۍ) کولای شول د غزنوي لښکر مادي غوښتنې پوره کړي. په عبادتځايونو (بتخانو) کې د خزانو موجوديت، سلطان محمود او فوځيان يې دې ته لېواله کړل چې فوځي حملې وکړي.
دا چې محمود غزنوي په هند باندې د دې لپاره حمله کوله چې د کفارو سره غزا وکړي، د دې سربېره دا هم ور زياتولای شو چې په دې حملو کې د هند ثروت او قدرت غوښتنه هم څرګنده ده. سلطان محمود د خپل پلار د لښکرکشيو پر مهال د هند د سلاطينو د بې پايه دولت او ثروت په اړه کيسې او افسانې اورېدلې وې او ترې خبر و او دې کار د سلطان حرص او طمع زياته کړې وه. د محمود غزنوي لخوا په هند باندې د حملو اصلي لامل چې د هند ثروت ښوول شوی، هغه مهم لامل دی چې ډېرو لږو کورنيو (افغان) او شايد ډېرو بهرنيو مؤرخينو تائيد کړی وي.
عباس پرويز هند ته د سلطان محمود د دويم ځل سفر په اړه ليکي: کله چې سلطان محمود د خلف بن احمد او د سيستان اړوند مسائلو نه فارغ شو؛ نو هند ته د تلو او له هغه ځايه د کفر د بېخ د ويستو اراده يې وکړه. خليل الله خليلي ليکي، چې سلطان غوښتل د سومنات د وره (دروازې) په پرانستو هغه (هند) کې هم د اسلام دين خپور کړي. خليلي بل ځای ليکي، د اسيا له دغې برخې (هند) څخه د سترواکۍ واک وچلوي او د نړۍ هغه برخه چې دين نه لري، په يو ښه دين مشرف کړي. د همدې موخې لپاره يې د يو قوي سياسي واک د تشکيل د جوړولو هڅه وکړه تر څو د هغې سيمې خلک د يووالي، عقيدې او فکر منلو ته غاړه کيږي. په هغه سيمه کې د اسلام د سپېڅلي دين، ژبې، ادب، فرهنګ او اسلامي او افغاني هنر رامنځته کړي. په دوی کې خو ځينو د محمود غزنوي لخوا د بتانو ماتول بلکل د هغه (محمود) مذهب (اسلام) ته ډېر نږدې کېدل او د هغه مذهبي تعصب ښوولی دی، لکه پروېز چې ليکي، دغه پاچا چې د اسلام په مذهب کې يې قوي تعصب درلود او د کفارو له منځه وړل (سرکوبی کفار) يې د (خپلو) فرضو له جملې ګڼل. مرحوم غبار، سلطان محمود په هند کې د اسلام خپروونکی بولي او ليکي چې هغه په مذهب کې متعصب و او له اسلام پرته يې د هر مذهب او فلسفې مخالفت کاوه. هغه ليکي، پر هندوستان د محمود يرغلونو مالي نه؛ بلکې مذهبي بڼه درلوده. يوازې ځيني اوسني ليکوال نه دي چې هند ته د محمود غزنوي د حملو لومړنی او مهم لامل يې د دين پر بنسټ د هندوانو سره دښمني ښوولې ده؛ بلکې د هغه هممهاله مؤرخينو او شاعرانو هم همدغه لامل ته اشاره کړې ده. البته د محمود شاوخوا موجودو خلکو په ځانګړي ډول شاعرانو او د دربار مداحانو د دې حملو لپاره يوه لامل ته اشاره کړې ده او هغه غزا او د کفارو له منځه وړل دي. عنصري بلخې په خپلو شعرونو کې، هند ته د محمود لښکرکشيو ته اشاره کړې ده او هغه يې يوازې د اسلام د پراختيا لپاره ښوولي دي؛ خو ډاکټر ناظم په څرګندو ټکو ليکي چې سلطان محمود، په هند کې هېڅکله هم کوم هندو دې ته نه دی مجبور کړی چې هغه دې مسلمان شي او يا دې يې کوم هندو د هغه د مذهب (هندو والي) په نوم وژلی وي. هغه ليکي: هيچا نه دي ويلي چې سلطان دې په هند کې کوم تن د هندو والي په خاطر وژلی وي، يا يې د هندو مذهب پرېښودلو ته مجبور کړی وي.
نور بیا