ژباړه: سيلۍ وردک
انسان تل د برياوو د لاسته راوړلو په هڅه کې و او دی؛ خو هره بريا له ځانه ټاکلي شرايط لري چې د هغه په پام کې نيولو سره بريا لاس ته راځي.
بريا د انسان د کوښښونو او هلو ځلو د پايلې يو ښکلی احساس دی چې دا کوښښ او تلاش بايد له یوه سم پلان سره ملگری وي.
په دې ټولو سربېره بايد پر ځان باور هم ولرو.
پر خپلو بې پایه وړتياو باور درلودل د انسان دننه وجود لپاره يوه مهمه او اړينه خبر ده.
هر انسان که په دې اند وي چې (زه وړتیا لرم او کولی شم) په حقيقت کې ځان باورۍ ته رسېږي، له دې سره کولی شي ټاکلو موخو ته ځان ورسوي چې دا په خپله يوه بريا ده.
همدارنگه بايد خپلو ځينې اندونو ته بدلون ورکړو او هڅه وکړو چې د ژوند پر وړاندې مثبت اند ولرو.
منفي اندونه د دې لامل گرځي ترڅو خپلو موخو ته په ځنډ یا هېڅ ونه رسېږو.
له دې سره سره يوه بله گټوره خبره بريا ته د رسيدو لپاره د وخت پېژندنه ده چې که چيرې يو
کس لنډ مهاله او اوږد مهاله موخې ولري، کارونه د لومړيتوبنو پر اساس ووېشي، وخت ته ارزښت ورکړ، هر کار پر خپل ټاکلي وخت کې وکړي، له هری ثانيې څخه گټه واخلي نو ويلی شو چې دا کس د بريا پر لار روان دی.
يو انسان بايد باور ولري چې کولی شي معجزه وزېږوي او همدومره اړين دی چې دټاکلو موخو خواته ګامونه پورته کړي؛ له دې سره به يې راتلونکی په لاس کې نیولی وي.
يوه پوه بريا ته د رسېدو په هکله داسې ويلي چې: “بايد خوله پټه کړو او د بخت د غندنې په ځای خپل ذهن، جسم او فکر فعال وساتو او ناهيلې نه شو او پر دې باوري واوسو چې يوازېنۍ طلايي کلي د بريا لپاره هڅه او کوښښ دی.
تل بريالې واوسئ.