ژباړه او زیاتوونه : سیال یوسفي
یو له هغه لاملونو څخه چې ستاسې پر ځان باور زیانمن کوي د ګناه احساس دی، خدای ج تاسې ته بښنه کوي، خو تاسې خپله ځان نشئ بښلئ، کلونه پخوا مو تیروتنه کړې خو بار یې اوس هم پخپلو اوږو وړئ، له دې وروسته مو دا بار له اوږو وغورځوئ او خپلې اوږې سپکې کړئ.
د ګناه احساس له ځانه لرې کړئ: که د ګناه احساس مو له ځانه لرې کړ پر ځان باور مو زیاتیږي او چې کله مو د ګناه احساس له منځه ولاړ شي بیا کولای شئ چې له نورو ګناهونو او تیروتنو څخه ځان لرې وساتئ.
قاطع او پخپلو خبرو ولاړ اوسئ: له نن نه پس مو ټول کارونه په بشپړ قاطعیت سره ترسره کړئ، وروسته له دې چې پر خپل تصمیم ډاډه شوئ نو په قاطعیت سره پر مخ ولاړ شئ. ستاسې خبرې کول او حرکات هم به په قاطعیت سره وي. که ستاسې خبرې او حرکات له شک او تزلزل سره ملګري وي نو خبرې او حرکات به مو اغیزمن نه وي. په خپلو فیصلو او خبرو مشکوک کیدل تاسې له خپلو موخو ډیر لرې ساتي او د وخت په تیریدو سره مو ورو ورو پر ځان باور له لاسه ورکوئ.
د خپلو پخوانیو ناکامیو او ماتو د یادونې څخه ډډه وکړئ: هيڅکله د خپل پخوانیو ناکامیو په هکله فکر مه کوئ، یوازې له هغوی څخه زدکړه وکړئ او بیا یې هیر کړئ. که خپلې پخوانۍ ناکامۍ او ماتې مو په ذهن کې پاتې وي نو دا کار مو د هر پرمختګ خنډ مو ګرځي او په راتلونکي کې مو پرځان باور کمزوری کوي.
مثبتې خبرې بیا بیا تکراروئ: له ویده کیدو مخکې باید دا جملې تکرار کړئ او ددې جملې له تکرارولو سره ویده شئ (زما پر ځان باور ورځ تر بلې ښه کیدونکی دی) یا (زه اشرف المخلوقات یم او زما پر ځان باور ډير لوړ دی) ددې جملو له تکرار وروسته به ددې جملو معجزه ډير ژر وګورئ، ځکه دا زموږ خپل باورونه دي چې هم موږ خفه کوي، هم مو خوشالوي، هم مو ځوروي او هم مو تشویقوي.
له خپل ځان، له خپلې دندې او له خپل خدای سره مینه وکړئ: تاسې چې په هر حالت کې یاست هغه حالت پر ځان قبول کړئ، د بیلګې په توګه، باید قبول کړئ، چې ستاسې قد ټیټ دی، باید قبول کړئ چې ستاسې د څیرې رنګ تور دی، تاسې چې هر ډول یاست خدای همداسې پیداکړي یاست او تاسې د خپل ځان د بدلولو وس نه لرئ، همدا کار ستاسې پر ځان باور لوړوي. که پرخپل خدای مئین اوسئ او پدې پوه شئ چې ستاسې تر شا یوه لویه او زړوره قوه شتون لري او ستاسې ملاتړ کوي نو دا ډاډ ستاسې د باور کچه لوړوي، له خپلو کارونو او دندې سره مینه وکړئ او که له خپل کار څخه راضي نه یاست نو یا د خپلې خوښې دندې په لټه کې شئ او یا د خپلې دندې په اړه خپل نظر ته تغیر ورکړئ.
له خپلو همکارانو، ملګرو او چاپیریال څخه شکایت مه کوئ: هڅه وکړئ چې له خپلو همکارانو سره ښه سلوک وکړئ، د هغوی په هکله د حسد، کینې او هرې منفي مفکورې ساتلو څخه ډډه وکړئ. ملګري مو ځان ته نژدې کړئ، خپلې ستونزې مو ورسره شریکې کړئ، پخپلو فیصلو کې له هغوی سره مشورې وکړئ. هڅه وکړئ چې خپل چاپیریال د خپل ځان لپاره د خوښې ځای وګرځوئ، هغه ځای چې تاسې ته تر بل هر ځای ډير ارامښت درکوي، هغه ځای چې تاسې پکې ځان امن احساسوئ، دا کار به ستاسې پر ځان باور تقویه کړي.
هیڅکله مو مسکا مه هیروئ: هڅه وکړئ چې په هر حال کې مو مسکا پر شونډو پرته وي، مسکا د لوړ اعتماد او باور او د روغ او سالم وجود یو غوره ثبوت دی. ویل کیږي چې زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) به تل موسکی و او مسکۍ څیره د مومن نښه ده .
ګونګې خبرې مه کوئ: هر څومره چې ډير (زه ، زه ) وکړو نو مقابل لوري ته مو ښکاره کړه چې زه پرځان باور نه لرم، په لوړ غږ وغږيږئ، روانې او عام فهمه خبرې وکړئ. سربیره پر دې مو باید په خبرو کې صراحت یا روڼتیا وي چې څه غواړئ ووایست او موخه مو څه ده. هڅه وکړئ چې پر فروعاتو ډیرې خبرې و نه کړئ او پر اصلي موضوع وغږیږئ، دا کارونه به مو پر ځان باور لوړ کړي.
خپله مطالعه یا زدکړه زیاته کړئ: څوک چې ډیر کتابونه لولي، مطالعه کوي او عمومي مالومات یې ډير وي ځان پخپله له نورو جلا او غوره ګڼي او همدا هماغه پر ځان باور دی چې تاسې یې په لټه کې یاست.
خپل ظاهر مو ښکلی کړئ: که ستاسې ظاهر ښکلی او منظم وي، پوه شئ چې له دې سره به ستاسې پر ځان باور هم لوړ وي.
څومره چې کولای شئ ارامه اوسئ: اظطراب او پریشاني ستاسې د باور کچه را ټيټوي که خپل ارامښت مو له لاسه ورکړ ښايي خپلې څلور خواوې، ختیځ، لودیځ، شمال او جنوب هم هیر کړئ او هر څه له لاسه ورکړئ، ډيری وخت د خبرو پر مهال نارامي ددې سبب ګرځي چې خبرې مو هم ګډوډې شي او د خبرو تسلسل مو مات شي.
له خپلو بریالیتوبونو څخه یادونه وکړئ: تر اوسه چې مو کومې بریاوې تر لاسه کړي دي هغه لست کړئ او له ځان سره يې د تل لپاره وساتئ. دا لست مو مجبوروي چې په راتلونکي کې نور بریالیتوبونه هم ولرئ او د خپلو بریاو او لاس ته راوړنو لیست نور هم اوږد کړئ، پرځان باور مو د خپلو پخوانیو بریاو په یاد ساتلو سره را ژوندی کړئ.
نه ویل زده کړئ: ډيری خلک د (نه) ویلو جرأت نه لري او له هر چا او هرې خبرې سره همغږي ښايي که خبره ښه وي او که بده، که دده په ګټه وي او که په تاوان، خو نه، نشي کولای او دا کار تل ستونزې پیښوي، او ددوی پر ځان باور زیانمن کوي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.