پر ډکوونکو موادو باندې د لاس انجلس د سولېدو ازمایښت –د فرشونو او سرکونو لپاره قیمتونه .
Los Angeles Abrasion Test on Aggregates -Values for Pavements and Roads
پرډکوونکو مواد (جغل او شګه ) باندې د لاس انجلس د سولیدو ازمایښت د ډکوونکو موادو د سختوالي (roughness)،سولیدو پروړاندې مقاومت لکه ماتیدو ،ټوټه کیدو او تجزیه کیدو اندازه کیدو لپاره کاریږي.
دا ازمایښت د AASHTO T 96 یا ASTM C 131 د کوډونو له مخې ترسره کیږي .کوم ډکوونکي مواد چې د سرک د سطحې طبقې په فرشونو کې کاریږي د ترافیکي حرکت له امله زړښت او سولیدو سره مخ وي .کله چې وسایط پرسرک حرکت کوي د وسایطو د ټیرونو او سرک دسطحې ترمنځ شته ذرات د سرک ډکوونکو موادو د سولیدو لامل ګرځي .نو د سرک سطحه باید په کافي اندازه سخته وي څو وشي کولی د سولیدو پروړاندې مقاومت وکړي.د ډکوونکو موادو سولیدو پروړاندې مقاومت د لاس انجلس ازمایښت په واسطه په لابراتوار کې پیداکیږي .د لاس انجلس سولیدو ازمایښت اصول دادي چې د سټنډرد فولادي بالونو په کارولو سره د ډکوونکو پرسطحه د سولیدو عمل واردیږي ،داسې چې دا بالونه له ډکوونکو موادو سره په ډرم کې اچول کیږي او بیا دې ډرم ته څو مسلسل دورانونه ورکول کیږي.د فولادي بالونو د سولیدو او مښلو (rubbing)له امله د لاس انجلس د سولیدو قیمتونه لاس ته راځي .
د لاس انجلس د سولیدو قیمت پیداکول . Determination of Los Angeles Abrasion Value
د لاس انجلس د سولیدو ازمایښت د لاندې موخو لپاره ترسره کیږي .
1. د لاس انجلس د قیمت مالومول .
2. د سرک د جوړلو لپاره د کاریدونکو ډکوونکو موادو مناسب والی پیدا شي.
دلاس انجلس د ازمایښت وسایل .Apparatus for Los Angeles Test
د لاس انجلس د ازمایښت وسایل په لاندې ډول دي .
1. د لاس انجلس ماشین .
2. د سولیدو چارج : چدني یا فولادي بالونه ،تقریبا 48mm قطر لري او د هریو وزن د 390 to 445 g ترمنځ وي .له شپږو تر دولسو بالونو باید وي.
3. غلبیلونه چې سایزونه یې 1.70, 2.36, 4.75, 6.3, 10, 12.5, 20, 25, 40, 50, 63, 80 mm IS.
4. ترازو یا تله چې 5 kg تر 10 kg ظرفیت ولري.
5. وچونکی نغری .
د لاس انجلس ازمایښت لپاره پروسیجر .
تر ټولو لومړی د د ازمایښت لپاره پاک ډکوونکی مواد ولرو چې په 105° – 110°C کې وچ شوي وي .په نمونه کې هرډول سایز شتون ولري د لاندې ۱جدول سره سم .
1. د ازمایښت لپاره مواد غوره کړۍ کوم چې په ساختمان کې کاریږي ،ترټولو زیات ممکنه مقدار پورې .
2. د A, B, C & D لپآره د 5 kg نمونه او د E, F & G درجه بندۍ لپاره 10 kg
3. د سولیدو چارج د 2 جدول له مخې غوره شي د ډکوونکو موادو درجه بندۍ په پام کې نیولو سره .
4. ډکوونکي مواد او سولیدو چارج په سلنډر کې ځای په ځای کړۍ او سرپوښ ورپورې وتړل شي.
5. ماشین ته له 30 تر 33 پر دقیقه پورې دوران ورکول شي.د A, B, C & D درجه بندیو لپاره 500 دورانه او د E, F & G لپاره 1000 دورانه .ماشین باید په توازن کې وي او په ثابت چټکتیا سره حرکت کې وي .
6. کله چې غوښتل شوي دورانونه پوره شي ماشین ودرول شي.
7. د تیږې ټول ګرد له 1.70 mm غلبیل تیر شي.
8. زیږه مواد چې 1.7mm تیر نه شي په ګرام سره وزن کیږي .
جدول ۱. د ازمایښت نمونې درجه بندې . ± 12 تغیر اجازه شته .
د غلبیل سایز (مربع سوری) د ازمایښت د نمونې وزن په ګرام
تیریږي(mm) پاتې کیږي (mm) A B C D E F G
80 63 2500*
63 50 2500*
50 40 5000* 5000*
40 25 1250 5000* 5000*
25 20 1250 5000*
20 12.5 1250 2500
12.5 10 1250 2500
10 6.3 2500
6.3 4.75 2500
4.75 2.36 5000
۲ جدول . د سولیدو چارج غوره کول .
درجه بندي فولادي بالونو شمیر. د چارج وزن په ګرام
A 12 5000 ± 25
B 11 4584 ±25
C 8 3330 ± 20
D 6 2500 ± 15
E 12 5000 ± 25
F 12 5000 ± 25
G 12 5000 ± 25
د لاس انجلس ازمایښت لیدنې کتنې .
د نمونې یا ډکوونکو موادو اصلي وزن .= W1 g
د هغه مقدار نمونې وزن چې د غلبیل پرمخ پآتې کیږي . = W2 g
هغه وزن چې له 1.7mm غلبیل تیریږي . = W1 – W2 g
د سولیدو قیمت . = (W1 – W2 ) / W1 X 100
پایله . د لاس انجلس قیمت .
ترلاسه شوي قیمتونه د بیلابیلو د فرش د بیلابیل قیمتونه لري چې له 60% تر 30% پورې نیول کیږي .
جدولونه د شکل په بڼه ورکول شوي .