ژباړه: انجنیر فرید عاطف
که د بهسودو پول په شان کوم اوسپنیز کانکریټي ساختمان کې د کیفیت ستونزه مخ راشي نو د هغې د کیفیت مالومولو لپاره په سخت شوو کانکریټو بیلابیل ازمایښتونه ترسره کیږي چې یو هم د مافوق صوت ازمایښت غیرتخریبي NDT ازمایښت دی .د مافوق صوت ازمایښت د سخت شوو کانکریټو د متجانسیت(homogeneity) او یوالې د (integrity)ارزونې لپاره کاریږي.په مافوق صوت ازمایښت دکانکریټو لاندې خاصیت ارزونې لپاره کاریږي.
1. د کانکریټو د کیفیت ارزونه ، د ساختماني عناصرو په بیلابیلو برخو کې د هغه درجې بندې.
2. دکانکریټ په عرضي مقطع کې غیرمسلسل والی لکه درزونه ،د کانکریټو دمحافظوي قشر تخریب.
3. د سطحې درزونو ژوروالی.
دا ازمایښت په اصل کې برقي transducer د صوت د نبض (pulse)د مزل د وخت اندازه کول دي له kHz 50تر kHz 54 ،چې یو سر یې د کانکریټ په یو طرف سطحه کې په یو انجام کې نښلول شوی وي او په بل نجام کې د صوت نبض واوریدل شي.د ازمایښت ددوه نقطو ترمنځ د لارې واټن L او وخت یې په T سره ،د نبض سرعت V=L/T سره محاسبه کیږي.څومره چې د کانکریټو الاستیکي مودول،حجمي وزن اویوالې زیات وي ،هومره به د د نبض سرعت زیات وي.د مافوق صوت د نبض سرعت په کانکریټو کې کارول شوو موادو په حجمي وزن او الاستیکي خصوصاتو پورې اړه لري.
څرنګه چې د نبض سرعت د کانکریټو په ماتیدو مقاومت پورې اړه لري،نو ستاتیکي اړیکه هم نه لري .
په کانکریټو کې تبض سرعت (pulse velocity ) په لاندې عواملو سره اغیزمن کیږي.
د لارې اوږودوالی.
د ازمایل شوې نمونې جانبي اندازه .
د سیخانو شتون.
د کانکریټود لمدبل مقدار شتون.
که چیرې 20mm جغل کارول شوی وي نو تر 100mm کم لارې اوږودوالي اغیز په پام کې نه نیول کیږي اوکه 40mm کم سایز جغل کارول شوی وي تر 150mm کم لارې اوږودوالی په پام کې نه نیول کیږي.د نبض سرعت که چیرې د نمونې جانبي ترټولو کمه اندازه د نبض د ټکانونو د څپې اوږودوالی څخه کم وي د نبض سرعت به د نمونو د شکل په واسطه اغیزمن نه شي.په سیخانو کې د نبض سرعت د کانکریټو په پرتله زیات دی.نو ځکه که د سیخانو سره نژدی واټن کې دنبض سرعت ازمایښت واخستل شي نو هغه به سیخانو استازیتوب وکړي او دکانکریټواستازیتوب به ونه کړي.دکانکریټو دلمدبل مقدار لږ خورا مهم اغیز لري.په ټوله کې څومره چې د لمدبل مقدار زیاتیږي هومره ورسره د نبض سرعت زیاتیږي.په ټيټ کفیت کانکریټ کې د لمدبل مقدار اغیز د پام وړ دی. د 50Hx فریکونسي لپاره ،
د مافوق صوت نبض سرعت ازمایښت په اساس د کانکریټ کیفیت په لاندې ډول ټاکل کیږي .
که نبض سرعت km/s 4 وي کانکریټ ډیر ښه تر ټولو ښو پورې دي.
که نبض سرعت 3.5-4 km/s پورې وي کانکریټ ښه تر ډیر ښه پورې دي.کم اندازه تخلل لري.
که نبض سرعت 3-3.5 km/s پورې وي کانکریټ د قناعت وړ دي خو یوالي نه لرلو شک پرې کیږي.
که نبض سرعت 3 km/s کم وي کانکریټ کمروزي او یوالی یې له لاسه ورکړی.
د نبض سرعت PULSE VELOCITY
ددې لپاره چې د ارزونې ښه پایله ترلاسه شي نو مافوق صوت ازمایښت پایله له منعکس کولو سره یوځای کړای شي.په لاندې جدول کې د سیخانو د زنګ وهل شوو برخو د مالومولو لپاره د نبض سرعت او منعکس کولو(rebound) پایلې یوځای کتل کیږي.
د عیبونو موندل : Detection of Defects
کله چې مافوق صوت نبض په کانکريټ کې مزل کوي نو د کانکریټ او هوا د تماس په نقطه کې سره مخ کیږي،دلته که چیرې د transducers ترمنځ کوم درز وي یا خالیګا وي نو د صوت د لیږد مخه به ونیسي ،نو لومړی نبض به transducers د عیب په محیط باندې هغه بل transducers ته ورسیږي.معمولا له عیب څخه صوت د تیریدو وخت به د روغ کانکریټو په پرتله زیات وي.
د درزونو د ژوروالي محاسبه . Estimating the depth of cracks
که درز په سطحه کې لیدل کیږي نو د هغې د ژوروالي د محاسبې لپاره د درز پورې راهورې یو بل ته مخامخ transducers د کانکریټ په سطحه کې نصب کیږي .ددې درز څخه د صوت د تیریدو وخت اندازه کیږي .یوه معاله له دې څخه تشکیل کیدای شي په کوم کې چې ددرز مستوی د کانکریټ په سطحه باندې عمود وي او ددرز سره نژدې کانکریټ یوشان جوړښت لري .له معادلې څخه x قیمت لاس ته راځي.
د مافوق صوت نبض سرعت لپاره کړنلاره .
د V میتر له چالانولو وړاندې transducers باید له هغو ساکتونو سره ونښلول شي چې TRAN او REC پرې لیکل شوي. V کیدای شي له داخلي بطرۍ او هم له خارجي بطرۍ په واسطه وچلول شي.
د نبض سرعت اندازه کولو لپاره باید مناسبې نقطې وټاکل شي ،د لارې اوږودوالی L په احتیاط سره اندازه شي. Couplant باید د transducers په سطحه کیښودل شي او سختۍ سره فشار ورکول شي.کله چې transducers لوستل کیږي باید ونه خوځول شي.کله چې transducers د موادو په سطحه کیښودل شي نو هلته یو څه لیکل راښکاره کیږي چې دا په اصل کې په L واټن کې دمافوق صوت نبض سرعت دی د مایکرو سیکند وخت سره .
د نبض سرعت = د لارې اوږدوالی / د مزل وخت. Pulse velocity=(Path length/Travel time)