د اټکل له مخې تر ۲۱۰۰ کال به د پسرلي موسم راتګ کابو یوه میاشت را مخته شي. د نړۍ په کچه د اقلیم پېژندنې پوهان او څېړونکي اوس پدې کار کوي چې د ځمکې د کُرې ورځ تر بلې د تودوخې زیاتوالیGlobal Warming اغیزې په ځمکه او په ځمکه کې د ژوند او چاپېریال په اړه را وپلټي. په همدې تړاو یوې ډلې امریکایي اقلیم پوهانو موندلې چې تر ۲۱۰۰ کال به د پسرلي موسم د اوس په پرتله کابو یوه میاشت مخکې راځي، پدې بدلون سره به د پسرلي موسم اوسنۍ خپلې ډېرۍ ځانګړتیاوې له لاسه ورکړي. پدې څېړنه کې د موسمي بدلون دوې بنسټېزي نښې (په ونو کې د پاڼو راټوکېدل، د ګلانو د غوټیو راسپړیدل) تر څېړنې لاندې نیول شوې. په نباتاتو کې د همدې دوه نښو راڅرګندېدل هر کال د تېر او راتلونکو کلونو سره پرتله شوي. څېړونکو په نباتاتو کې د پسرلي موسم کال په کال د مخکې راتګ اغېزې موندلې او دې بدلون ته یې د کاذب پسرلي نوم ورکړی. د دې موندنو په بنسټ تر ۲۱۰۰ ام کال د پسرلي موسم رامخته کېدل تر یوې میاشتې اټکل شوي.
د څېړونکو د وړاندوینې په بنسټ د دې موسمي بدلون د را مینځ ته کېدو لپاره د یو پوتنسیل شتون حتمي دی، چې له مخې یې کاذب پسرلي (False Spring) رامینځته کیږي. د کاذب پسرلي راتګ د هغو پسرلیو په شان ندی چې مونږ یې هر کال د طبیعت په بیا سینګار او د ټولو حیه موجوداتو په تېره بیا د نباتاتو، او حیواناتو د ژوند په بیا پیل پېژنو؛ بلکه د دې پسرلي راتګ په متناوب شکل د هوا له سړو څپو سره مل ښودل شوی. دا پدې مانا ده چې پدې موسم کې به په متواتره بڼه د طبیعت د بیا ژوندي کېدو لړۍ د معمول په څېر په مخ نه ځي؛ بلکه ناببره به د هوا د سړو څپو او طوفانونو راتګ بیا هم د تمې وړ وي، چې ښایي د طبیعت د بیا ژوندي کېدو په وړاندې ګواښ هم وي. پوهانو د کاذب پسرلي راتګ د نباتاتو په تېره بیا د د تنکیو ګلانو لپاره له ګواښه ډک په ګوته کړی.
د امریکې د Wisconsin-Madison پوهنتون یوه ډله محققین چې په چاپیریال پېژندنه او جیولوجیکي څېړنو کې ښه سابقه لري، د موسمي بدلون په اړه یې د امریکي لویې وچې له ګردچاپېره پدې اړه مالومات راټول کړي او په پای کې یې د دې بدلونونو ډېر اغیز د امریکې په لویدیځو سواحلو کې ښودلې دی.
د دې بدلون بل لوی ګواښ د الوتونکو مرغانو د موسمی کډوالۍ (مهاجرت) تر څنګ د هغو حشراتو (خزدکېو) ژوند ته متوجه دی چې د پسرلي په راتګ سره د خپلو نسلو د پایښت په موخه هګۍ اچونه (Pollination) کوي. د دې څېړنې د موندنو په بنسټ د مرغانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره دا فرصت شته چې دوی خپل کلنۍ د کډوالۍ پلان د موسم د بدلون سره سم واړوي او د ممکنه ګواښونو په وړاندې د مخه تیاري ونیسي، خو له بده مرغه چې نباتات به دا فرصت ونلري.
تر وخت د مخه د پسرلي موسم راتګ به د فینولوجي له اړخه د طبیعت او په طبیعت پورې تړلو حیه موجوداتو په تېره بیا نباتانو او له نباتاتو څخه د تغذیه کېدونکو حیواناتو تر مینځ د یو لړ تضادونو( acclimation) سبب شي.
د Environmental Research Letters څخه په خپاره شوي یو ریپوټ کې ښودل شوي چې دا موسمي بدلون په ځینو سیمو کې خورا منظم مخ په وړاندې روان دی خو په ځينو نورو کې یې اغېزې کمرنګه ښکاري. په ټوله نړۍ کې د هوا ورځ تربلې زیاتيدونکې تودوخې، د سمندري یخونو ویلې کېدل، د تودو اوبو په نوم د سمندري طوفانونو مینځته راتګ، موسمي بدلونونه، د ځمکې په مخ د څښاک اوبو ورځ تربلې کمښت او داسې نور ټول هغه لاملونه دي چې د ځمکې د کرې په داخلي تودوخه دلالت کوي، چې د دې تودوخې لاملونه تر ډېره بیا هم په ځمکه کې د ګولخانه یي غازونه تولید ښودل شویدی.
دې ګواښونو چاپېریال پوهان په تېره بیا د حیواناتو او نباتاتو د ژوند په اړه څېړونکي ژورو او پراخه څېړنو ته اړ کړي. د لازیاتو معلوماتو لپاره د Environmental Research Letters ریپورټ ته ولولئ.