لیکنه: حمیدالله حمیدي
لستوڼي او پایڅې یې بډ وهلي و، له ځانه سره یې سندره زمزمه کوله، نوي موټر ته یې بې کچې خوشاله و، په لوی تش کې د خېرونو اوبو پر سر د صابون لږ لږ ځګونه ښکارېدل، مېرمنې یې غږ پرې وکړ، سړیه موټر شویۍ ته به دې بولی و، په انګړ کې هسې هم غټې دي.
سړي ور غبرګه کړه، ولې زه یې نه شم مینځلی څه؟ هسې هم نن د جمعې ورځ ده وزګار یم.
مېرمن یې نېږدې راغله له موټره یې دوره وکړه، ښه شو سړیه د خدای شکر دی د موټر څښتن هم شو کله کله، به دوستان او خپلوان په کې را پالو، په دې لنډ کابل کې مې نېږدې دوه میاشتې وشوې، چې د پلار کره نه یمه تللې، ما ویل که نن، خاوند یې خبره ور پرې کړه، نن څه، دا یوه جمعه دې هم را باندې پېرزو نه ده، چې لږ دمه وکړ؟
د ښځې خبره په خوله کې وچه شوه، د موټر په څنګ کې خالي ژېړه بوشکه یې ور پورته کړه، پنځه کلنه لوریې د بانجانو په یخ وهلو بوټو کې ګرځېده، غږ یې پرې وکړ، څانګې لورې، له دې ځایه را تېره شه، خټې دي کالي به دې چټل شي دلته لمر ته کېنه، چې توده شې، هسې هم ټوله شپه ټوخېدې.
ښځه پخلنځي ته ننوته، تر څو د غرمې له پار یو څه پاخه کړي، سړی، یې ګونډه د موټر په بانټ اېښې وه، لاس یې د موټر د مخې لویې ښیښې ته غځولی و، ماشومه، د موټر له شا را تاوشوه، پلار یې غږ پرې وکړ، څانګې ، په موټر لاس مه وهه رنګ یې سپین دی، تر اوس وچ شوی هم نه دی، هسې نه چټل یې کړې.
د ماشومې یې د پلار خبرې ته پام نه و، همداسې د موټر شا او خوا ګرځېده، پلار یې د موټر (ټول بکس) خلاص کړ، په ټول بکس کې یوازې یو اضافي ټایر او یوه (ویل پانه) پراته وه، سړي غوښتل، چې دواړه له ټول بکسه را کوز کړي او ټول بکس پاک کړي، ټایر یې پر ځمکه وغورځاو، ټایر ټوپونه ووهل ګرد را وڅرخېدو او په ځمکه پرېوت، ماشومه موټر ته نېږدې ولاړه وه، توره تېږه یې په موټر کشوله، د سړي پرې پام شو، بې له دې، چې فکر وکړي، د ماشومې په ګوتو یې د ویل پانې وار وکړ، څه کوې، زومړیې، موټر د خط کړ!، له واره سره ماشومه پر ځمکه را پرېوته، مور یې له پخلنځي رامنډې کړل، وی سړیه لکه، چې بوره دې کړم، د نجلۍ د سترګو تور او سپین سره ګډشول، رنګ یې ژېړ اوښتی وو، له خبرو لوېدلې وه.
سړی ورخطا و، ماشومه یې د موټر په شا سېټ کې واچوله، مېرمنې یې ټول بکس بسته کړ او دروازه یې خلاصه کړه، موټر په منډه له کوره ووت، په لاره کې د ترافیکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، له نیم ساعت وروسته، روغتون ته ورسېدل.
ډاکټرانو د څانګې پلار ته وویل، د لور د ټولو ګوتو هډوکې له منځه تللي، له غوڅولو پرته یې بله چاره نشته، ماشومه په خود کې شوه، پلار او مور یې سر ته ولاړو، څانګې خپل لاس ته وکتل په ټیټ غږ یې وویل، پلاره په چپ لاس به لیکل وکړای شم، د مور سلګۍ یې له دې خبروسره نورې هم زیاتې شوې، پلار یې بېرون را ووت، د شفاخانې د پارک پر څنډه ولاړه لنډه پایه یې کږه کړه او له بېخه یې را ویسته، په موټر یې خپله غوسه سړه کړه، د موټر په باډۍ کې یوځای هم جوړ نه و پاتې.
سړي پایه وغورځوله، له ژړا یې ګونډې ووهلې، له سترګو یې اوښکې روانې وې، مخامخ یې د موټر پر چیته دروازه سترګې ولګېدې، چې لور یې په تور سکاره لیکلي و، پلاره له تا سره مینه لرم!