د ملګرو ملتونو او روغتيا وزارت د شمېرو پر بنسټ، هر کال ککړه هوا او ناپاک چاپېريال يوازې په کابل ښار کې کابو درې زره افغانان وژني. له نيم ميليون ډېر افغانان تنفسي ناروغۍ لري. د مړينې او ناروغيو دا شمېره په لويو ښارونو کې تر کليو او لرې پرتو سيمو ډېره ده. د کابل روغتونونو ته د ورتلونکو ناروغانو ۸۰٪ کې يې د هوا د ککړتيا له کبله دي.
په کابل ښار کې د ککړې هوا لاملونه زيات دي خو تر ټولو ستر يې خراب سړکونه، زاړه موټرونه او بې کيفيته تېل، د برق د نشتوالي له کبله د پلاستيکونو، ټيرونو، لرګيو او ډبرو سکرو سوځول او د چاپېريال ته د خلکو نه پاملرنه ده. په ۲۰۱۰ کال کې ښاغلي کرزي د پلاستيکي کڅوړو د نه کارولو امر وکړ خو د نوموړي د نورو بې شمېره ناپلي شوو فرمانونو په څېر دا فرمان هم يوازې په کاغذونو کې پاته شو. د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ادارې له لوري له څو سمبوليکو هڅو او تبليغاتو پرته تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول اغېزمن ګام نه دی پورته شوی.
کابل ښار د يو ميليون ښاريانو د اوسېدو او ۷۵۰۰۰ موټرو د ګرځېدو راګرځېدو لپاره جوړ شوی دی. په داسې حال کې چې اوس دلته د اوسېدونکو شمېر پنځه ميليونه او د موټرو شمېر له شپږ سوه زرو ډېر دی. کابل په نړۍ کې يوازينی ښار دی چې د کاناليزياسيون سيستم نه لري او هره ورځ تر ۲۰۰۰ ټنو زياته کثافات (چټلۍ) پکې توليديږي. په داسې حال کې چې کابل ښاروالي ايله ۴۰۰ ټنه خوندي کولای شي. همدا شان هره ورځ افغانستان ته له ۶۰۰۰-۷۰۰۰ ټنو زيات تېل راوارديږي چې په دې کې ډېر يې بې کيفيته او د سون پر مهال د هوا د ککړتيا لامل کيږي.
د ۱۹۸۰ کلونو په شاوخوا کې افغانستان ۱۴ ميليون هکتاره ځنګلونه او باغونه درلودل چې اوس دا شمېر کابو يو ميليون ته راکښته شوی دی. .د بېلابېلو اکسايدونو په ګډون نايتروجن اکسايد او سلفر اکسايد هغه دوه ګازونه دي چې د روغتيا لپاره زيانمن دي. د پرتلې لپاره: په کابل کې د نايتروجن اکسايد سلنه د امريکا د ښارونو په کچه اته نوي برابره لوړه ده.
د حل د لارو چارو لټولو په ترڅ کې د ښارونو يوې تر ټولو سترې ستونزې نړۍ ګواښلې ده او هغه د غورځول شوو پلاستيکي کڅوړو او توکو د ټولولو او خوندي کولو ستونزه ده. په ډېرو هېوادونو کې کثافات له خاورو لاندې کيږي خو دا چې پلاستيک زر نه تجزيه کيږي؛ يو ځل بيا د ستونزو لامل کيږي. همدا شان پلاستيک د سوځېدو پر مهال ډېر وژونکي ګازونه توليدوي. دا چاره هم ناسمه ګڼل کيږي. په پرمختللو هېوادونو کې پلاستيک بېرته ټولوي او تر يو لړ پروسو وروسته بېرته پلاستيکي توکي ترې جوړيږي خو دا چې بېرته ټولول او بيا پروسس يې ګران پرېوې؛ د افغانستان په شان هېوادونو کې ګټور کار نه دی.
په ۲۰۱۲ کال کې د ټولې نړۍ توليد شوی پلاستيک ۲۴۱ ميليون ټنه وو. د کڅوړو لپاره کارېدونکی پلاستيک ۳۹،۴٪ دی. په اروپا کې د چاپېريال ساتنې ادارې هڅه کوي د پلاستيکونو د ضایع کولو شمېر په ۲۰۲۰ کال کې له پنځوس سلنې څخه صفر ته راکښته کړي. د څېړنو پر بنسټ که دوی همداسې روان وي دې هدف ته تر ۲۰۳۷ کال پورې نشي رسېدای.
په هند کې هره ورځ تر پنځلس زره ټنو زيات پلاستيک غورځول کيږي. دا پلاستيکونه د چاپېريال د ککړېدو لامل کيږي او له کبله يې هره ورځ د زرګونه کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کيږي. په تېره لسيزه کې له همدې ستونزې د خلاصون لپاره د پلاستيکي سړکونو نظريه رامنځته شوه. دا نظريه ګټوره او تجربه يې بريالۍ وه. اوس مهال په هند کې تر پنځه زره کيلومتره زيات پلاستيکي سړکونه رغول شوي ډي. د پلاستيکي سړکونو جوړول لوړه تکنالوژي او ماشينري نه غواړي. په ډېرو لومړنيو وسايلو کولای شو واړه سړکونه او د سړکونو د ټپونو رغونه وکړو. په پلاستيکي سړکونو په رغونه کې لومړی ټول شوي پلاستيکي توکي او کڅوړې له يوې ژرندې ايستل کيږي. له پاکېدو وروسته له ګرمو قيرو او شګو سره ګډيږي او بيا پر سړک پاشل کيږي. د څېړنو پر بنسټ دا ډول سړکونه تر عادي اسفالټي سړکونو کلک او دوامداره دي.
دوام لري…
محمود سعيد