لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
له بده مرغه چې د محدودې ګټې د لاسته راوړلو په موخه د اختر څخه د مخه د افغاني ټولنې سوداګر په لویه پيمانه ډول ډول پلاستیکي ټوپکونه او توپانچې له چین، دوبۍ او داسې نورو نړیوالو مارکېټونو څخه دغه جګړه ځپلي هېواد ته را واردوي او په هر لرې او نږدې دکان کې پرېمانه پیدا کېږي. دوکانداران هڅه کوي چې هغه پر داسې ماشومانو و پلوري چې له مشرانو څخه یې د عیدي پیسې لاسته راوړې وي. نو د اختر په ورځو کې تقریبا د کلیو او ښارونو په هره کوڅه کې د افغان ماشومانو تر منځ تودې جګړې روانې وي، یو بل په پلاستیکي مرمیو ولي او ټوله ورځ یې په همدې اخ ډب کې تېږېږي چې حتی یو د بل سترګې او مخونه د پلاستیکي مرمیو په وسیله زخمي کوي. زه افغان حکومت، د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو او همدارنګه د هېواد د ګمرکاتو مسوولینو ته حیران یم چې که سوادګر د دې خطرناکو څیزونو د واردولو لپاره ضمیر نه لري نو دوی ولې داسې خطرناکو څیزونو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته وارد شي؟ د دې وسلو واردول، د ماشومانو لاسونو ته ورتلل او استعمال زموږ د ټولنې ماشومانو ته یوازې جګړه ور زده کوي او له بدمرغو کورنیو جګړو سره یې روږدي کوي؟ مشران خو هسې هم په خطرناکو جګړو کې ګیر دي.
د خوښۍ په مناسبتونو او اختر کې ساعت تېري، تفرېح او ذهني آرامتیا دا مانا نه لري چې ګواکي په هر ډول روا او ناروا کړنو دې لاس پورې شي او داسې څیزونه دې د ټولنې د وګړو په منځ کې خپاره شي چې د شاتو په منځ کې د زهرو حیثت لري بلکي د اختر په مناسبت باید چې د ټولو تلویزیوني چینلونو له لارې داسې پروګرامونه خپاره شي چې له محدودې ساعت تیرۍ سره یو ځای د خلکو تر منځ د ورورګلوۍ، سولې، یووالي او پرمختګ بنسټونه ځواکمن کړي. ماشومانو ته روزنیز او سوله ایز پروګرامونه خپاره کړي او له داسې څیزونو څخه کلکه ډه ډه وکړي چې تاوتریخوالي ته د وګړو په هڅولو کې مرسته کوي. ښه به دا وي چې د اختر د ورځې اهمیت او په مختلفو افغاني ولایتونو کې د هغه د نمانځلو په هکله معلومات، دودونه او عنعنات خپاره شي. همدارنګه ذهني سیالۍ، علمي پراختیا، کلتوري وده، د ټولنیزو دودونو معرفي، کلی او ښار، ادبي ناستې، مشاعرې، د ماشومانو لوبې او داسې ګټور پروګرامونه پکې شامل وي چې افغاني کلتور ته وده ورکړي. په همدې توګه افغاني تلویزیوني چینلونو ته ښايي چې د اختر په مناسبت داسې ډرامې خپرې کړي چې د لازمې ساعت تیرۍ سره یو ځای د هراړخیزو عبرتونو څخه ډکې وي او د هېواد خلک د سولې، ورورګلوۍ، مدني ټولنې پراختیا او سالمې روزنې خواته را وبولي. حکومت، ملي سوداګر او مدني ټولنې د یو منظم پروګرام له مخې له ټولو دوکانونو څخه د ماشومانو وسلې را ټولې او له منځه یوسي او د راتلونکي لپاره هېڅ یو افغان سوداګر ته د دې اجازه ور نه کړي چې د ماشومانو د لوبو په سامان کې پلاستیکي وسلې هېواد ته واردې کړي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…